سه شنبه, مارچ 17, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    هند: پر کابل د پاکستان برید بزدلانه او د انسانیت ضد عمل دی

    قانع: پاکستان به ډېر ژر غاښ ماتوونکی ځواب ترلاسه کړي

    تحریک انصاف ګوند: د کابل وحشیانه برید، د انسانیت پر وړاندې جرم دی

    ډبلیو ایف پي: سوداګریزو محدودیتونو د افغانانو پر ژوند اغیز کړی

  • نړۍ

    نړیوالې انرژۍ اداره: له بیړنیو زېرمو څخه به ۴۱۱ میلیونه بېرله تېل بازار ته عرضه شي

    عراقچي: ایران له امریکا سره خبرو ته هیڅ لېوالتیا نه لري

    ټرمپ: ایران سره د هوکړې شرایط مناسب نه دي

    شمالي کوریا؛ د توغندیو په ازموینه امریکا او سویلي کوریا ته خبرداری ورکړ

    پاکستان؛ د امریکا سفارت د امنیتي اندېښنو له امله د کارکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

  • دریځ

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    هند: پر کابل د پاکستان برید بزدلانه او د انسانیت ضد عمل دی

    قانع: پاکستان به ډېر ژر غاښ ماتوونکی ځواب ترلاسه کړي

    تحریک انصاف ګوند: د کابل وحشیانه برید، د انسانیت پر وړاندې جرم دی

    ډبلیو ایف پي: سوداګریزو محدودیتونو د افغانانو پر ژوند اغیز کړی

  • نړۍ

    نړیوالې انرژۍ اداره: له بیړنیو زېرمو څخه به ۴۱۱ میلیونه بېرله تېل بازار ته عرضه شي

    عراقچي: ایران له امریکا سره خبرو ته هیڅ لېوالتیا نه لري

    ټرمپ: ایران سره د هوکړې شرایط مناسب نه دي

    شمالي کوریا؛ د توغندیو په ازموینه امریکا او سویلي کوریا ته خبرداری ورکړ

    پاکستان؛ د امریکا سفارت د امنیتي اندېښنو له امله د کارکوونکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول

    سپاه پاسداران: د ایران د توغندیو توغولو کچه دوه برابره شوې

    مولانا فضل الرحمان: پاکستان له سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

    قالیباف: جګړه به تر هغه دوام کوي چې امریکا او اسراییل پېښمانه شي

    This video grab from AFPTV taken on April 14, 2024 shows explosions lighting up the sky in Hebron in the Israeli-occupied West Bank during an Iranian attack on Israel. Iran's Revolutionary Guards confirmed early April 14, 2024 that a drone and missile attack was under way against Israel in retaliation for a deadly April 1 drone strike on its Damascus consulate. (Photo by AFPTV / AFP)

    د ایران په بریدونو کې د امریکا پنځه الوتکې زیانمنې شوې دي

  • دریځ

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د چين د کمونېست ګوند د سل کلن مزل پرمختګونه او تجربې

لیکنه: په افغانستان کې د چین لوی سفیر وانګ یو

دسمبر 4, 2021
in لیکنې
0 0

د چين د کمونېست ګوند د سل کلن مزل پرمختګونه او تجربې د نړيوالې سولې او پرمختګ په چارو کې ښه رول لري

د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کمېټې شپږمه عمومي غونډه د ۲۰۲۱م کال د نومبر له اتمې تر ۱۱ مې نېټې پورې په بېجينګ کې ترسره شوه.  د چين کمونېست ګوند سږکال سل کلن مزل پوره او

خپلې لومړۍ سل کلنۍ موخې ته ورسېد، دغه ګوند په دغه هېواد کې نسبتاً شتمنه ټولنه جوړه کړې او اوس دوهمې سل کلنۍ موخې ته د رسېدو په هڅه کې دی او غواړي خپل هېواد د يوه سوسياليستي عصري او پياوړي هېواد په توګه اباد کړي. په ياده غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مهمه وينا وکړه، د چين د کمونېست ګوند د سل کلنو برمختګونو او تجربو په اړه د دې ګوند د مرکزي کمېټې پرېکړه ليک پکې وڅېړل او تصويب شو، د دغه ګوند تېرو سل کلنو پرمختګونو او تجربو ته، په تېره بيا په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي چارو هغو پرمختګونو او بدلونونو ته ځغلنده کتنه شوه، چې هم د چين او هم د نړۍ د پرمختګ لپاره ډېر اهميت لري.

د چین کمونېست ګوند په ۱۹۲۱م کال کې جوړ شوی او په لومړي وخت کې يې يوازې څه باندې ۵۰ غړي درلودل، خو اوس يې د غړو شمېر له ۹۵ ميليونو تنو څخه هم زيات شوی او د نړۍ تر ټولو لوی ګوند بلل کيږي. دغه ګوند له تېرو سلو کلونو راهيسې د چینايانو لپاره د نيکمرغۍ لټولو په هڅه کې دی او د چيني ملت بيا احيا یې خپله اصلي موخه او دنده ګڼلې او د خپل هېواد د بېلابېلو قومونو په مشرۍ يې د ملي استقلال، ازادۍ او د هېواد د ابادۍ او د خلکو د نيکمرغه ژوند لپاره نه ستومانه کېدونکي کوششونه کړي دي.

د چين کمونيست ګوند له ۱۹۲۱م کال څخه تر ۱۹۴۹م کال پورې د چينايانو په مشرۍ په خپل هېواد کې مرتجعينو او خارجي يرغلګرو ته ماتې ورکړې، د چين ولسي جمهوريت يې جوړ کړی، ملي خپلواکي او ازادي يې ترلاسه کړې، په دغه هېواد کي ېې د فيوډالي او استبداد زرګونه کلن نظام ته يې د پای ټکی کېښودلی او چيني ملت يې پخپلو پښو درولی دی.

د چين کمونېست ګوند له ۱۹۴۹م کال څخه تر ۱۹۷۸م کال پورې د چينايانو په مشرۍ يو لړ سياسي، اقتصادي او نظامي ننګونې لرې کړي، د امپریال او باداري غوښتونکو له لمسون او قتصادي بنديزونو سره يې مبارزه کړې، په پيچلو نړيوالو حالاتو کې يې خپله ولکه ټينګه کړې او خپل هېواد يې له ډېرې بېزلۍ څخه سوسياليستي ټولنې ته اړولی او وده يې ور کړې ده. د چين کمونېست ګوند له ۱۹۷۸م کال څخه تر ۲۰۱۲م کال پورې خپل تمرکز پر اقتصادي ودې ورټول کړی او په چين کې يې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې پلې کړې دي. د چين اقتصاد اوس په نړۍ کې دوهم ځای نيولی او چينايان له شديدې بېوزلۍ څخه وتلي دي.

کله چې د چين د کمونېست ګوند اته لسم ملي کانګريس په ۲۰۱۲م کال کې ترسره شو، نو دغه هېواد له وخت راهیسې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم نوې زمانې ته داخل شوی دی. د شي جين پينګ په مشرۍ د دغه ګوند مرکزي کمېټې يو لړ ننګونې لرې کړي او په دې هېواد کې يې نسبتاً شتمنه ټولنه جوړه کړې ده. د چين جي ډي پي سلو ټريليونو يوانو ته رسېدلې او د هر تن په سر کلنی عوايد یې له ۱۰ زرو امريکايي ډالرو څخه زيات شوي دي.  دغه راز د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره په تېرو څو مسلسلو کلونو کې د چين د خدمت انډول له ۳۰٪ څخه زيات دی. د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ هم باکيفيته پرمختګ کړی، کابو ۱۴۰ هېوادونو او ۳۲ نړيوالو سازمانونو له چين سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ تړونونه لاسليک کړي دي.

د چين کمونېست ګوند د چينايانو د ښه ژوند ارمان خپل هدف بولي او د دې هدف د ترسره کولو لپاره هيڅ هڅې نه سپموي. په چين کې ۸۳۲ بېوزله ولسوالۍ، ۱۲۸زره بېوزله کلي او نږدې ۱۰۰ ميليونه بېوزله خلک له شديدې بېوزلۍ څخه وتلي، چې دغه نفوس د نړۍ په ټولو بېوزلو کسانو کې تر ۷۰٪ ډېره برخه جوړه کړې ده. چين د شديدې بېوزلۍ د له منځه وړلو هغې موخې ته، چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ په اجنډا کې ټاکل شوې لس کاله مخکې رسیدلی دی.

 د چين کمونېست ګوند په ۲۰۲۰م کال کې په نړۍ کې تر ټولو لومړی په خپل هېواد کې کرونا وبا کنټرول کړه، اقتصادي او ټولنيز فعاليتونه يې بيا پيل کړل او مثبته اقتصادي وده يې موندلې ده. په چين کې د ټولنيز ضمانت سيستم جوړ شوی، يو ميليارډ او ۲۰ ميليونه خلک د انډومنټ له بيمې څخه او يو ميليارډ او ۳۶۰ ميليونه خلک له بنسټيزې طبي بيمې څخه برخمن دي.

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د دغه هېواد د ډيپلوماتيکو چارو لپاره مناسبه ستراتېژي جوړه کړې، د نويو نړيوالو اړيکو د جوړولو لپاره يې هڅې کړي، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو بهير يې چټک کړی او د سولې، پرمختګ، برابرۍ، عدالت، ډیموکراسۍ او ازادۍ ارزښتونه يې خپاره کړي دي.

چين د کرونا وبا پر وړاندې د نړيوالې مبارزې په پار له نورو هېوادونو سره همکارۍ کړي، له ډېرو هېوادونو په تېره بيا پرمختيايي هېوادونو سره يې د ويروس د وقايوي توکو، طب او واکسین مرستې کړي، له ۱۱۰ ډېرو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره يې له يو ميليارډ او اوو سوو ميليونو ډوزو زياتو واکسينونو مرسته کړې، چې دغه شمېر د نورو هيوادونو له مرستې زیات دی. چين همدارنګه نړيوالې ټولنې ته ۴ ميليارډه مخافظتي جامې، ۶ ميليارډه کېټونه او ۳۵۰ ميليارډه ماسکونه برابر کړي دي.

د چین کمونېست ګوند د باکيفيته اقتصادي پرمختګ د موندلو ترڅنګ د خلکو د ګډې شتمنۍ او د لږکيو او لرې پرتو سيمو د ابادۍ لپاره هم ډېرې هڅې کړې دي.

شينجيانګ د چين د خاورو يوه نه بېلېدونکې برخه ده او پخوا د بېلتون غوښتونکو، تندلارو او ترهګرو له ګواښونو سره مخ وه. د چين د کمونېست ګوند لخوا د غوره شوو مناسبو تګلارو په رڼا کې اوس د دغې سيمې امنيتي وضعيت بيخي ښه شوی او اقتصاد، ټولنې او د ځايي اوسېدونکو په ژوند کې بې ساري بدلونونه او پرمختګونه رامنځته شوي دي. په دغه سيمه کې نږدې ۲۵زره جوماتونه شته دي او د اويغور په ګډون بېلابېل قومونه د ديني عقيدې ازادي لري، په همغږۍ ګډ ژوند کوي او خوشحالي احساسوي. د شينجياګ په ښارونو او علاقه داريو کې په تېرو لسو کلونو کې د هر اوسېدونکي پر سر عاید ۱.۴ چنده زیات او ۵۴۴۳ امريکايي ډالرو ته رسېدلي او ۳ ميليونه او ۶۴زره او ۹ سوه بېوزله کسان له شديدې بېوزلۍ څخه وتلي دي.

د چين د کمونېست ګوند د تېرو سل کلنو هڅو په نتيجه کې د چينایانو سرنوشت له بيخه بدل شوی او د چيني ملت د سترې احيا لار موندل شوې، چې د مارکسيزم د غوره والي او غښتليتوب ښکارندويي او پر نړۍ ډېر اغېز کوي او دغه ګوند هم د نړۍ په سرليکه کې قرار لري.

د چين د کمونېست ګوند د ياد سلو کلنو پرمختګونو مهمې تجربې يا لاملونه څه دي؟

لومړی، د چين کمونېست ګوند پر رهبرۍ ټينګار لري. دغه ګوند د چين د ټولنې مرکزي قوت ګرځېدلی او چينايانو او چيني ملت ته یې لوی پرمختګونه ترلاسه کړي او دغه ګوند د دې هېواد ټينګه مشري کوي.  تاريخ او اوسنیو واقعيتونو ثابته کړې، چې له دغه ګوند پرته به نوی چين او د چينايانو نيکمرغه ژوند  نه وای رامنځته شوی او د چيني ملت ستره احيا به نه وای پوره شوې.

دوهم، د چين کمونېست ګوند خلکو ته لومړيتوب ورکوي. چينايانو د چين د کمونېست ګوند بنسټ ايښی، نو ځکه دغه ګوند خپلو شخصي ګټو پسې نه ګرځي او هيڅکله يې د کومې ډلې يا ګروپ او سمت د ګټو استازيتوب نه دی کړی، بکې يوازې د ټولو چینايانو د بنسټيزو ګټو استازيتوب کوي. د چين کمونېست ګوند  د خلکو خدمت کول خپله اصلي همیشنۍ دنده بولي او په تېرو سلو کلونو کې يې همدغه مفکوره عملي کړې ده.

درېيم، د چين کمونېست ګوند د تيوريو پر اصلاح ټينکار کوي. د چين کمونېست ګوند ډېرې هغه لويې دندې ترسره کړي، چې د چين نورو سیاسي ډلو نه شوې ترسره کولی، اصلي لامل يې دا دی چې دغه ګوند خپل فکر پرانيستی او د زمانې له بدلونونو سره برابر روان دی. په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ مفکوره په چین کې د مارکسيزم د پرمختګ نتيجه ده او د چين کمونېست ګوند پر همدغې مفکورې ټينګار کوي.

څلورم، د چين کمونېست ګوند پر ځان بسيا دی.  پر ځان بسيا کېدل د چيني ملت او د کمونېست ګوند له اصولو څخه دي. دغه ګوند پدې باور دی، چې د خپل پرمختګ لار بايد پخپل مټ وموندل شي او د چين چارې بايد د چينايانو لخوا ترسره شي. د نوي چين د جوړېدو په لومړيو وختونو کې امریکا او لويديځو هېوادونو پر چين ډېر اقتصادي بنديزونه لګولي وو، د چين کمونېست ګوند له دې څخه نه ډاريده او د چينايانو په مشرۍ  يې ملي اقتصادي سيستم جوړ کړ او په خپل مټ يې پرمختګ موندلی دی.

پنځم، د چين کمونېست ګوند پر سمې او مناسبې لارې ټينګار کوي. د چين کمونېست ګوند په تېرو سلو کلونو کې د خپل هېواد له وضعيت سره سم د پرمختګ  لاره موندلې ده. دغه لار د چين ځانګړتيا لرونکې سوسياليستي لارې په نوم هم ياديږي او چينايانو پر همدې لارې ښه ژوند ترلاسه کړی او چيني ملت د بيا احيا کېدو موخې ته لاپسې نږدې شوي دي.

شپږم،د چين کمونېست ګوند د انسانانو سرنوشت ته پاملرنه کوي. د چين کمونېست ګوند  د ټولو انسانانو سرنوشت ته پاملرنه کوي، نو ځکه يې له نورو خواوو سره  تل ښه چلند کړی، پر ورخلاصون يې ټينګار کړی او د نورو پر مخ يې د خپلو بازارونو دروازه پرانېستې پرېښودلې ده.

دغه ګوند د ګډو همکاريو او مشترکو ګټو پر اصولو ټينګار کوي، زيرو سم لوبه نه کوي او د انسانانو د پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي. دغه ګوند د سوله ييز پرمختګ لار غوره کړې، د نړيوالې سولې د ساتلو له لارې پرمختګ کوي او د دې ترڅنګ د خپل پرمختګ له لارې نړيواله سوله هم ساتي، همدارنګه د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو او د انسانانو د تمدن او پرمختګ لپاره هڅې کوي.

اووم، د چين کمونېست ګوند پر نوښت ټينګار کوي. د چين کمونېست ګوند د ستونزو او ننګونو د لرې کولو لپاره په پرله پسې توګه خپلې مفکورې، طريقې او نظام اصلاح کړي او کوي يې او هيڅکله يې د ستونزو او ننګونو پروړاندې خپل ګامونه شا ته نه دي ايښي.

اتم، د چين کمونېست ګوند په زړورتوب مبارزه کوي. د چين کمونېست ګوند او چينايانو د ستونزو پر وړاندې په زړورتوب مبارزه کړې او کوي يې. دغه ګوند د چين په ستونزمن وخت کې جوړ او د بېلابېلو ستونزو په لرې کولو سره  پراخ شوی او د زړه ورتوب ځانګړتيا يې روزل شوې ده.

نهم،د چين کمونېست ګوند د حکومتوالۍ په بهير کې پر واحدې جبهې ټينګار کوي. د چين کمونېست ګوند په هېواد کې يوه ډېره پراخه واحده جبهه جوړه کړې، چې پدې سره يې خپلو دښمنانو ته ماتې ورکړې او خپله ولکه يې ټينکه کړې ده. دغه ګوند له ټولو نورو غاړو سره يووالی ساتي او د بېلابېلو ګوندونو، قومونو، دينونو، قطبو او د هېواد په لر او بر کې د خلکو ترمنځ اړيکې يې همغږې او ټينګې کړي او د هېواد لپاره ګډ کار کوي.

لسم، د چين کمونېست ګوند پر خپلو ستونزو سترګې نه پټوي، بلکې د حل لپاره يې هڅې کوي. د چين کمونېست ګوند له سل کلن مزل وروسته اوس هم ځکه اوس هم ژوندی او قوي دی، چې هيڅکله يې پر خپلو ستونزو سترګې نه دي پټې کړې او د حل لپاره يې خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.

چين او افغانستان ګاونډيان دي او يو له بل سره مرسته کوي. دواړه هېوادونه د لويديځو هېوادونو له تېري سره مخ وو او د خپل استقلال او حاکميت لپاره يې سخته مبارزه کړې ده. د چين کمونېست ګوند په تېرو سلو کلونو کې د چينايانو په مشرۍ په سخته مبارزه کې بريا موندلې، د ليدو وړ پرمختګونه يې ترلاسه کړي او ګټورې تجربې يې راټولې کړې دي. دغه تجربې د ټولو هغو هېوادونو او خلکو لپاره چې د ملي خپلواکۍ، ازادۍ او پرمختګ په لټه کې دي، په تېره بيا د افغانستان او افغانانو لپاره چې لوی تحول يې   تازه تجربه کړی، ډېر ارزښت لري.

د يوه هېواد د پرمختګ لار باید د همدې هېواد د خلکو لخوا له خپل تاريخ، کلتور او اوسني وضعيت سره سمه وټاکل شي. د افغانستان تېرو شل کلنو تجربو يوځل بيا ثابته کړې، چې هېوادونه باید يو د بل درناوی وکړي، خپل فکر او سياسي نظام بايد پر نورو ونه تپي، د نورو په کورنيو چارو کې باید مداخله ونه کړي، که نه، د تاوتريخوالي، بېوزلۍ او جګړې سبب به وګرځي او په اخر کې به هرومرو ناکميږي.

افغانانو اوس دغه فرصت ترلاسه کړی، چې خپل سرنوشت پخپله وټاکي، خپلمنځي جوړجاړی او خپل هېواد ورغوي. د دې ترڅنګ افغانستان د بشري مرستو، اقتصادي ودې، د ترهګرۍ ضد د مبارزې او حکومتوالۍ په څلورو برخو کې له سختو ننګونو سره مخامخ دی. نړیواله ټولنه بايد د افغانستان ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی وکړي، زياتې مرستې دې ورسره وکړي، پرې ګيدلي اقتصادي بنديزونه دې لغوه کړي او ګواښ دې ورته نه جوړوي.

د افغانستان بېلابېلې غاړې دې يوموټی شي، ګډ کار دې وکړي، د خلکو د هيلو د پوره کولو لپاره دې هڅې وکړي، له ګاونډيو هېوادونو سره دې د ښه ګاونډتوب تګلارې پلې کړي او په ټينګه سره دې سوله وساتي او د اقتصادي ودې لپاره دې زيار اوباسي.

چين د افغانستان دوست ګاونډی دی او دواړه هېوادونه لرغونې دوستانه اړیکې لري. چین په تاريخ کې پر افغانستان هيڅ تېری نه دی کړی او  ډېر افغانان يې ستر ګاونډی ملګری بولي. د دواړو هېوادونو سرنوشت يو بل پسې تړل شوی، د افغانستان پرمختګ د چين په ګټه دی. د افغانستان په اړه د چين تګلاره څرګنده او دايمي ده، چین د أفغانستان په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي او هلته خپلې ګټې او نفوذ نه لټوي.

چين افغانستان ته د دوو سوو ميليونو يوانو په ارزښت د خوراکي او ژمنيو توکو، واکسينونو او درملو مرسته اعلان کړې او  جوپه په جوپه يې افغانستان ته  ليږي. چين د سور صليب ټولنې او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له لارې افغانستان ته ګڼ شمېر اړين توکي ورکړي، چې يوه برخه يې د چين د شينجيانګ سيمې لخوا برابره شوې ده. چين دهوايي دهليز له لارې له افغانستان څخه د جلغوزو واردات بيا پيل کړي او افغان بزګرو ته يې تر سلو ميليونو امريکايي ډالرو زياتې ګټې رسولې دي. چين به له افغانستان سره د صادراتو په برخه کې زياتې مرستې وکړي، د افغانانو د ژوند د ښه والي لپاره به زياتې ګټورې پروژې ترسره کړي او افغانستان په بيارغونه او پرمختګ کې به زيات مثبت رول ولوبوي.

افغانان زیارکښ، زړور او ځېرک خلک دي، باور لرم چې ستاسو د نه ستومانه کېدونکو هڅو په نتيجه کې به په افغانستان کې امن، ثبات، اقتصادي پرمختګ او قومي همغږي راشي.

Share6Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

چين او امريکا په پاريس کې اقتصادي او سوداګريزې خبرې کړي

مارچ 17, 2026

چين: د اوسېدونکو مصارف به بيا ثابت زياتوالی ومومي

مارچ 17, 2026

د روان کال په پيل کې د چين اقتصاد ثابت پرمختګ موندلی

مارچ 17, 2026

یوی شیاو یونګ افغانستان او پاکستان ته د منځګړیتوب په موخه سفر وکړ

مارچ 17, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In