امريکا به د ډسمبر پر نهمه نېټه د ډيموکراسۍ سرمشريزه تر سره کړي او غواړي چې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره د استبدادۍ او فساد ضد د مقاومت او مبارزې، د بشري حقونو په باب بحثونه وکړي. خو امريکا تل د ډيموکراسۍ په پلمه پر ځينو هېوادونو تېری کړی او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه کړې ده .نو همداسې امريکا وړتيا نه لري چې د ډيموکراسۍ په نوم ياده سرمشريزه جوړه کړي. نه یوازې ګڼ شمېر هېوادونه د امریکا له خوا د ادعا شوې ډيموکراسۍ په اړه شک لري، بلکې امريکايان هم پر دې شکمن دي.
د نيویارکر(New Yorker)په نوم د دغه هېواد مشهورې مجلې په دې اړه هم شک لري او په خپله مقاله کې یې د امريکا له حکومت څخه پوښتنه کړې چې ايا زمونږ ډيموکراسي دوام کولای شي؟ په دې اړه د چين د ميډيا ګروپ خبريالې په دې وروستيو کی د افغانستان د ازمون راډيو له ريس شريف الله سروي سره مرکه وکړه. هغه وويل چې د امريکا دولت د شرم په نوم څه نه پيژني او د امريکا له دغې کړنې څخه د دې هېواد رياکارانه څېر ښکاري.
په تېرو څو لسيزو کې افغانستان کې د امريکا له خوا پیل شوې جګړې ډېرو افغان ملکيانو ته زيانونه رسولي، چې څو لسګونه زره افغان وګړي وژل شوي، ګڼ شمېر يې بې کوره او کډوال شوي دي. امريکا د ډيموکراسۍ په پلمه پر افغانستان يرغل کړی او د افغانانو حقونو يې تر پښو لاندې راوستل. ښاغلي سروي وويل د امريکا دولت د شرم په نوم څه نه پېژني، بلکې د ډيموکراسۍ په نوم د افغانستان په شمول د سيمې په هېوادونو کې خپل نظامي حضور پياوړی کوي. د هغه په خبره د نړۍ په نقشه کې امريکا د ويروس شکل اختيار کړی چې په جنګي، اقتصادي او تروريزم پالو ډلو د ځپلو په نوم يې د سيمې هېوادونه مستعمره کړي دي. امريکا په تېرو شلو کلونو کې د ډیموکراسۍ په پلمه افغانستان ويجاړ کړی او ولس یې په ذهنې لحاظه شکنجه کړی. دوی په افغانستان کې د تروريزم په نوم د ډلو ټپلو مرکز جوړ کړی تر څو له همدغو ډلو څخه په استفادې د سيمې هېوادونه خصوصآ چين، روسيه او ايران زيانمن کړي. نو په افغانستان کې د امريکا له خوا اجرا شوې ډيموکراسۍ ناوړه موخه درلوده.
ډيموکراسي د ټولو انسانانو ګډ ارزښت ګڼل کيږي او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو حق دی. خو د ډیموکراسۍ د تر لاسه کولو لاره چاره په هر هېواد کې بېله ده .د هر يو هېواد ډيموکراتيک نظام بايد د دې هېواد د خلکو له خوا وټاکل شي. په دې هکله ښاغلي سروي وویل چې امريکې په افغان خاوره کې غربې ډيموکراسي پلې کوله، خو په تېرو څو لسيزو کې بريالۍ نه شوه. د امريکا ډيموکراسي د افغانانو له ډيموکراسۍ سره فرق لري ځکه مونږ مسلمانان ځان ته ازادي او مقررات لرو، د دوی ډيموکراسي زمونږ له کلتور سره سمون نه لري او د مسلمانانو لپاره مناسبه نه ده. اوس افغانستان له سخت پولي وضعيت سره مخ دی، خو امريکا لا هم را باندې پولي بنديزونه لګولي او افغان ملکيان یې زيانمن کړي دي، نو زما په اند د امريکا دا ډول ډيموکراسي رياکارانه ده.
د امريکا د ظالمانه ډيموکراسۍ په پرتله د چين ډيموکراتيک نظام تل د خلکو ګټو ته ارزښت ورکړی او کوي یې، د نورو هېوادونو درناوی لري او تل ور سره همکارۍ غواړي. ښاغلي سروري د مرکې به ترڅ کې د چين د ډيموکراسۍ په هکله داسې وويل (چين د اوسنۍ نړۍ د پرمختګ سمبول دی او دغه پرمختګ د سيمې هېوادونو ته د سالم سياست له لارې د پرمختګ زېری دي). هغه سپارښتنه کړی، که د نورو هېوادونو حکومتونه د چين له ډيموکراتيک نظام څخه ښې تجربې زده کړي، نو نړۍ به د امريکې له ظلم او مستعمرې څخه خلاصه کړي.