له چین څخه د هانکانګ د جلا کېدو په تور شکمن مجرم لوه ګوان څونګ څو ورځې مخکې ويلي، چې د امريکې د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزه کې وینا وکړي. امريکې یو داسې شکمن مجرمن ته بلنه ورکړه، دغه کړنه يې ډېر د ټکان وړ ده او ترې ښکاري، چې د امريکې په خوله کې ډيموکراسي رياکارانه بڼه او دوه ګوني معیارونه لري. امریکا حتی د یادې تش په نوم سرمشریزې غونډې په پلمه د چین په کورنیو چارو کې بيا مداخله وکړي. د امریکې دغه شوم نیت بیخي د منلو وړ نه دی.
لوه ګوان څونګ له چین څخه د هانکانګ د جلا کېدو شکمن مجرم دی او د غربي هېوادونو تر ملاتړ لاندې يې د ډېرو کلونو لپاره د چین ویجاړونکي هلې ځلې کړې دي. هغه څو ځلې د هېواد د جلا کېدو ویناوې راپاړولې، هانکانګي ځوانان يې له قانون څخه سرغړونکي کړنې لسمون کړې او کله کله امريکې ته يې د سفرونو په ترڅ کې له هغو کسانو سره تماس نیولی چې د چین د ویجاړولو په اړه ورته شوم نیت لري. په هانکانګ کې د هېواد امنیت ساتو قانون تر نافذېدو مخکې، لوه ګوان څونګ بهر ته تښتولي او د هانکانګ وضعیت ترینګلوونکو کړنو ته يې دوام ورکړ. د ۲۰۲۰ کال په جولای میاشت کې د هانکانګ پولیسو د هېواد د جلا کېدو د لمسونې او د هېواد امنیت ته ګواښ رسونې په تور د لوه ګوان څونګ په شمول د څو تښتېدلو شکمنو مجرمنو د توقیف امر صادر کړی دی.
نو پوښتنه مو پيدا کړې چې یو دغه شان شکمن مجرم ولې د هانکانګیانو په استازیتوب په نړیواله غونډه کې د ډيموکراسۍ او بشري حقونو په اړه وینا کوي؟ په حقیقت کې هغه هېڅ حق نه لري، څرنګه چې و يې غوښتل چې خپل هېواد جلا کړي او د هانکانګ ډيموکراسي يې سخت زيانمن کړی دی. که د امريکې لخوا تر توقیف لاندې شکمن مجرم د نورو هېوادونو لخوا مېلمه ګڼل کېږي، امریکا به څه فکر کوي؟ امریکې د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزه کې د ګډون لپاره لوه ګوان څونګ ته بلنه ورکړې، نو ایا هغو کسانو ته بلنه هم ورکړي چې د روان کال په جنورۍ کې يې د امريکې په کانګرس غړه (Capitol Hill) کې تاوتریخوالی کړی.
پر لوه ګوان څونګ سربیره، امیکې هم د تایوان مقامات ته په یاده تش په نوم سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړې، له دې څخه ښکاري، چې امریکا غواړي د ډيموکراسۍ پردې تر شا د تایوان په وسیله د چین د پرمختګ په لار کې خنډونه واچوي او په هانکانګ کې بیا تاوتریخوالی راوپاړوي. څینو تحلیلوونکو په اشارې ويلي، چې امريکا دا شوم نیت لري، چې د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشریزې له لارې د نظريې مقاومت راوپاړي او د امريکې په مشرۍ نوی سيستم او نوې ډله جوړه کړي، تر څو چین یوازنی شي.
د امريکې دغه شوم نیت به هرومرو ناکام شي، واقعیتونو دا ثابته کړې، چې امریکې هېڅکله د هانکانګیانو ډيموکراسۍ او بشري حقونو ته رښتينې پاملرنه نه ده کړې، بلکې یوازې د خپلې زورواکۍ د ساتلو لپاره کوښښونه تر سره کړي. د سينګاپور د ځاو باو ورځپاڼې په دې وروستيو کې د یوې سياسي کارټوني نقشې په خپرولو سره ويلي، چې د امريکې د ډيموکراسۍ تش په نوم سرمشريزه د سرکس ننداره ده. لوه ګوان څونګ په دغه ننداره کې یو لوبغاړی ګڼل کېږي.
اوس د هانکانګ عمومي وضعیت ثابت شوی او د هانکانګیانو ډيموکراسي او بشري حقونه د قانون تر ساتنې لاندې دي. د هانکانګ د ځانګړې ادارې سيمې مشرې کارې لام څو ورځې مخکې له خبريال سره په مرکه کې ويلي، چې هانکانګ د ستونزو له تېرولو وروسته اوسني ثابت وضعیت تر لاسه کړی. د ډموکراسۍ په پلمه د امريکې لسموونکې کړه وړه به هېڅکله بریالۍ نه شي، بلکې یوازې نړیوالې ټولنې ته د ټوکې سرچینه ګڼل کېږي.