د امريکا يو لېست نړۍ په دوو برخو وېشلې ده؛ يوې برخې ته يې د ډيموکراسۍ نوم ورکړی او بلې برخې ته يې د مستبد نوم ورکړی دی. په دغه لېست کې ۱۱۰ هېوادونه او سيمې شاملې دي، چې د تش په نوم ډيموکراتيکو حکومتونو په توګه يې د امريکا د ډيموکراتيکې سرمشريزې بلنه تر لاسه کړې وه او د نړۍ نور څه باندې ۱۲۰ هېوادونه او سيمې، چې په دغه لېست کې يې ورته ځای نه دی ورکړی، د مستبدو نظامونو په نوم يې نومولي دي.
که څه هم د امريکې دغې سرمشريزې د ډيموکراسۍ تشريفاتي پرده پرځان غوړولې، خو په کور دننه او بهر له زياتو غندنو سره مخ ده او د لويديځې ډيموکراسۍ او امريکايي ډيموکراسۍ په اړه یې د نړيوالو شک بدل نشو کړای.
ايا امريکايي ډيموکراسي ښه ده؟
د يوې سروي نتيجه ښيي، چې ۷۲ سلنه امريکايان په دې اند دي، چې امريکې د نورو هېوادونو لپاره د ډيموکراتيکې نمونې مقام بايللی او ۸۱ سلنه امريکايان بيا په دې نظر دي، چې د امريکا ډيموکراسي له سختو کورنيو خطرونو سره مخ ده.
ايا د امريکا ډيموکراسي ګټوره او اغېزمنه ده؟
د يوې سروې ۴۴ سلنه ګډونکوونکو امريکا د نړيوالې ډيموکراسۍ لپاره تر ټولو لوی ګواښ بللی دی. ان د امريکا په ملګرو هېوادونو کې هم زياتره خلک د امريکايي ډموکراسۍ د اوسني وضعيت په اړه منفي نظريې لري او د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ۵۲ سلنه وګړي بيا د امريکا ډيموکراتيک نظام بېهوده بولي.
د هر هېواد ډيموکراتيکه لار بايد د همغه هېواد د خلکو له خوا وټاکل شي او بايد له بهر څخه پرې کوم نظام يا ډيموکراسي ونه تپل شي. ډيموکراسي د ټولو انسانانو ګډ ارزښت بلل کيږي او دا د ګوتو په شمېر هېوادونو انحصاري حق نه دی، بلکې د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو حق دی. د يو هېواد ډيموکراتيک وضعيت بايد د همغه هېواد د خلکو له خوا وارزول شي او دا د منلو وړ نه ده، چې بهرني هېوادونه د دغې مسئلې په پلمه کوم هېواد ته د انتقاد ګوته ونيسي.
د ډيموګراسۍ په پلمه د نړۍ د پاشلو او مقابلې د راپارولو کړنې به يوازې نړۍ ته لويې ننګونې، ګډوډۍ او مصیبتونه ورسوي. امريکا له اوږدې مودې راهيسې هڅې کوي، چې خپل سياسي ميکانيزم او ارزښتونه په نورو هېوادونو ومني، پر ډېرو هېوادونو يې يو اړخيز بنديزونه لګولي او په بهرنيو هېوادونو کې يې تش په نوم ډيموکراتيک اصلاحات يعنې رنګيز انقلاب راپارولی او ډېر هيوادونه يې ځپلي او ګډوډۍ او مصیبتونو کې يې راګير کړي دي. (( ډيموکراسي)) د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د امريکا د لاسوهنې لويه وژونکې وسله ګرځېدلې ده. له ۲۰۰۱م کال راهيسې، په افغانستان، عراق، ليبيا او سوريه کې د امريکا د جګړو او نظامي عملياتو له امله سلګونه زره وګړي وژل شوي، څو ميليونه وګړي ټپيان شوي او لسګونه ميليونه وګړي بې کوره شوي دي.
د امريکې د ځواب اييتلاف (جګړه ودروئ او نژاد پرستي له منځه یوسئ) اجرائيه مدير براين بېکير د امريکا د دغو کړنو د يوې بېلګې په توګه افغانستان ياد کړ او و يې ويل، چې امريکا په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د حالاتو بدلولو لپاره له دوو زرو ميليارډو ډالرو څخه تر دريو زرو ميليارډو ډالرو پورې پيسې ولګولې، خو هڅې يې ناکامې او کومه پایله يې ورنه کړه. نوموړي د رسمي شمېرې له مخې وويل، چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د امريکا د پوځي عملياتو له امله ۲۴۰ زره وګړي وژل شوي، چې زياتره يې عام خلک وو. نوموړي زياته کړې، چې د ډيموکراتيکو حقونو او يا بشري حقونو د يادولو په وخت کې بايد د ژوند حق ته لومړيتوب ورکړل شي، ځکه له ژوند پرته هيڅ هم نشته. هغه پر دې ټینګار کړی، چې د خپل موډل په نوم د نورو هېوادونو د نظامونو بدلولو او پر نورو د امريکايي ډيموکراسۍ د تپلو لپاره د امريکا کړنې د ډيموکراسۍ ضد کړه وړه دي او د ډيموکراسۍ له اصلي ارزښت څخه بېخي سرغړونه ده.
د امريکا د نړيوالو اړيکو فروفېسير جامس ګورډګير په يوه مقاله کې ليکلي، چې د جو بايډن حکومت بايد تش په نوم نړيواله ډيموکراتيکه سرمشريزه جوړه نه کړي او اول بايد کورنۍ ډيموکراتيکه غونډه تر سره کړي، د دغه هېواد سياسي حقوق بايد له سره وويشي او د بې عدالتۍ او نابرابرۍ پديدې بايد ليري کړي. نوموړي زياته کړې، چې د جو بايډن حکومت بايد په دغې ډيموکراتيکې سرمشريزې کې د امريکايي پوليسو د کاري مقرراتو د بشپړوالي، د بيان ازادۍ د ساتنې او د جعلي معلوماتو د مخنيوي په شمول ځينو مسئلو ته پاملرنه وکړي، څو دغه سرمشريزه ارزښت ولري.
تش په نوم ډيموکراتيکه سرمشريزه د ډيموکراسۍ په جامه کې د امريکا د بادارۍ سياسي لوبه ده. د امريکا ډيموکراسي له ډېرو ستونزو سره مخ ده او د ستونزو بېخ يې د دغه هېواد په کور دننه دی. امريکايي چارواکي پر نورو هيوادونو د بې ځايه تورونو لګولو او انتقاد کولو له لارې د امريکا ډيموکراسي له خطرناک وضعيت څخه نه شي ژغورلی. د امريکا د حکومت لپاره تر ټولو غوره لاره دا ده، چې مغروري او تعصب پرېږدي او خپلې تېروتنې سمې کړي.