چين په دې وروستيو کې له افغانستان سره د کرونا ضد واکسينونو او د ژمنيو توکو مرستې وکړې او په باروړونکو الوتکو او اورګاډو کې يې ور وليږلې. کابل کې د چين سفير وانګ يو د ډسمبر په ۲۰ مه نېټه د چين د شينجيانګ لخوا له افغانستان سره د ژمنيو مرستندويه توکو د سپارلو په مراسمو کې وويل، چې د شينجيانګ مرستندويه توکي به د اورګاډيو له لارې افغانستان ته ورسيږي، چې ارزښت يې ۳۰۰ ميليونو يوانو ته رسيږي.
په دغو مرستندويه توکو کې وچه ډوډۍ، پوډري شيدې، پمبه يې جامې او بوټان شامل دي. نوموړي هيله وښوده، چې دا مرسته به د افغانانو د اوسنيو ستونزو لرې کولو کې فعال رول ولوبوي.
چين له افغانستان سره يوازې د ژمنيو توکو مرستې نه دي کړي، بلکی د اقتصاد بیا سمسورتيا کې يې هم ورسره د يوه ميکانيزم په چوکاټ کې اړيکې ټينګې کړې دي.
يوه باروړونکې الوتکه، چې ۴۵ ټنه افغان جلغوزي پکې بار وو، د نومبر په لومړۍ نېټه د شانګهای هوايي ډګر کې ښکته شوه.
افغانستان سږ کال په ۲۶ الوتکو کې ۱۱۷۰ ټنه افغان جلغوزي چين ته صادر کړي او دغې چارې افغانانو ته شاوخوا ۱۶ ميليونه امريکايي ډالره ګټې رسولې دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د ډسمبر په ۲۰ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د جلغوزو هوايي دهليز د چين او افغانستان تر منځ د دوستۍ او همکارۍ مهم پل ګرځېدلی دی. چين به د افغان کرهنيزو توليداتو واردات پياوړي کړي او د خپلو رښتينو کړنو له لارې به د افغانستان په اقتصادي بيارغونې کې ډېر مهم رول ولوبوي.
ډېرو هېوادونو د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادې په برخه کې ګډون کړی دی.
د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې وياندې منګ وې د ډسمبر په ۱۶ مه نېټه خبر ورکړ، چې چين تر اوسه پورې د نړۍ له ۱۴۵ هېوادونو او ۳۲ نړيوالو سازمانونو سره د يو کمربند او يوې لارې څخه باندې ۲۰۰ همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي.
داسې ښکاري، چې نړيوالې ټولنې د چين نظرونه او وړانديزونه درک او پېژندلي دي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د تېر نومبر په ۱۹ مه نېټه په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې د لوړ کيفيت پرمختګ پر اهدافو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې د يو کمربند او يوې لارې ګډه ابادي د ډېرو فرصتونو تر څنګ له ډېرو ننګونو سره هم مخامخ ده، ځکه نړيوال چاپيريال ورځ تر بلې پيچلی کېږي او دا د ټولو هيوادونو ګډه دنده ده، چې د ننګونو پر وړاندې فعاله مقابله وکړي او د زيانونو مخه بايد ونيسي.
د نړيوال بانک د راپور له مخې، د يو کمربند او يوې لارې پروژې په مټ به تر ۲۰۳۰ م کال پورې په ټوله نړۍ کې ۷ ميليونه او ۶ سوه زره خلک له شديدې بې وزلۍ څخه او ۳۲ ميليونه وګړي به له منځنۍ بې وزلۍ څخه وژغورل شي.
وخت به ثابته کړي، چې چينايان نه يوازې د خپل ښه ژوند لپاره، بلکې د ټولې نړۍ د خلکو د ښه ژوند لپاره هم هيله لري.
دا د چين ژمنه ده، چې له نړۍ سره د فرصتونو د شريکولو په اړه به یې اراده بدله نه شي او د همدې لپاره رښتيني ګامونه پورته کوي.