دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

    سږ کال په هرات کې ۲۵۰ ټنه شات تولید شوي

    فضل الرحمان: د افغانستان وضعیت له پاکستانه ښه دی

    افغانستان او ازبکستان د ۲۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

    سږ کال په هرات کې ۲۵۰ ټنه شات تولید شوي

    فضل الرحمان: د افغانستان وضعیت له پاکستانه ښه دی

    افغانستان او ازبکستان د ۲۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

نوي حکومت ته څه کول پکار دي؟

لیکنه: لیمه علیزۍ

دسمبر 28, 2021
in لیکنې
0 0

د روان کال د اګسټ پنځلسمه، د افغانستان د معاصر تاریخ او راتلونکې لپاره یوه تاریخي ورځ ده، چې په هېواد کې د طالبانو تحریک د دوهم ځل لپاره واک تر لاسه کړ او امریکایي پوځیان او متحدین یې له شاوخوا دوو لسیزو حضور وروسته، په بشپړ ډول له هېواد څخه ووتل.

د طالبانو لخوا د ټول افغانستان دا ځل نیول، له پخواني هغه توپیر لري. دا توپیر د هېواد، سیمې او ټولې نړۍ اوسنیو حالاتو ته په کتو دی، خو د هېواد په کچه دا جوته ده، چې دا ځل هېڅ ولایت او سیمه یې له واک نه بهر نه ده.

د سیمې په کچه اوسنی افغانستان هغه هېواد نه دی چې د نویمې لسیزې په څېر یې د منطقې هېوادونه هېر کړي او اړیکې ورسره ونه پالي، بلکې دا ځل د خپلو مفاداتو او ډول ډول سیالیو په موخه اړ دي، چې رابطې ورسره جوړې کړي.

د نورې نړۍ لپاره افغانستان ځکه مهم دی، چې لویدیځ نه غواړي، په بشپړ ډول افغانستان ته شا کړي او دا خاوره یوازې پرېږدي. دوی غواړي د خپلو اوږدمهالو منطقوي او نړیوالو اهدافو لپاره په سیمه کې فعال حضور ولري.

ددې تر څنګ دا ځل د طالبانو تحریک ته د حکومتولۍ لپاره په پراخه کچه نظامي او ملکي امکانات په لاس ورغلي دي، چې یوازې او یوازې عامو خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره د دوی په ظرفیت او کار پورې اړه پیدا کوي. د افغانستان اوسني حالت او اقتصادي وضعیت ته په کتو که دغه امکانات په سم او مسلکي ډول ونه کارول شي، ډېر زر به یې له لاسه ووځي.

د اوسني عصر تقاضاوو ته په کتو، طالبان له یو لړ ننګونو سره هم مخامخ دي. دا ننګونې بهرني او کورني اړخونه لري او له منځه وړلو ته یې دوی اړ دي، چې په خپل چلند او کار کې پام وړ بدلون راولي. دغه راز د رسنیو او په ځانګړي ډول د اجتماعي رسنیو بې شانه پرمختګ او د خلکو ورته لاسرسی هغه څه دي، چې د طالبانو د هر ډول کار څارنه او څېړنه وکړي او د هېوادوالو او نړیوالو له سترګو څه پټ پاتې نشي.

د کورنیو او بهرنیو بې شمېره دارنګه ناظرینو په موجودیت کې، ښایي دا ډېره سخته وي، چې طالبان د پخواني ځل په څېر او پخپله خوښه د اقداماتو په لټه کې وي، ځکه پخوانیو تجربو ته په کتو له نړۍ سره د دوی ښه رابطه د دوی د پایښت یوازینی او اصلي لامل جوړېدلای شي. په دې صورت کې دوی اړ دي،‌ چې د هغوی غوښتنې هم واوري او عملي یې کړي.

سربېره پر دې، د اوسني حکومت بقاء او راتلونکې په ریښتني ډول د ملي یووالي په رامنځ ته کولو کې ده. چارواکي باید د ټولو پرګنو او ډلو غوښتنې واوري او تر څنګ یې کارونه اهل، مسلکي او وړ کسانو ته وسپاري، تر څو د خلکو باور او اعتماد هم تر لاسه کړي. په یوه داسې حالت کې طالبانو ته پکار ده، چې د یو بل منلو او زغملو لپاره رښتیني او کوټلي ګامونه واخلي او افغانستان د تلپاتې ثبات په لور وخوځوي.

دغه راز پکار ده، چې طالب چارواکي د ښځو د تعلیم او په دولتي او خصوصي سکتورونو کې د دوی د کار او فعالیت لپاره زمینه برابره کړي، تر څو د هېواد پرمختګ یقیني کړای شي. هغه وعدې دې خلکو ته ورکړي، چې د عملي کولو توان یې ولري.

همدا راز په افغانستان کې خلکو ته د کار او روزګار موندنې چاره ډېره مهمه ده، چې د هر ډول ثبات لپاره زمینه برابروي او د خلکو د ژوند د سوکالۍ سبب هم ګرځي. په دې برخه کې سلیقوي چلندونه او هر ډول تعصب د منلو نه دی او د زیات تاوان سبب ګرځېدلای شي.

له ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نورې نړۍ سره په اړیکو کې د موازنې ساتل، یوه بله ډېره مهمه چاره ده، چې نوی حکومت یې په مراعاتولو ځان مکلف وګڼي او ټول هغه نړیوال حساسیتونه او نزاکتونه په پام کې ونیسي، چې د افغانستان لپاره هم مهم ګڼل کېږي. په دې برخه کې د معاصر تاریخ مطالعه او د وروستیو کلونو تجربې ټول هغه څه دي، چې دوی ته کولای شي د غوره مسیر په ټاکلو او موندلو کې مرستندوی واقع شي.

په خلص ډول ویلای شو، چې د پورته یادو شویو چارو تر سره کول، د نوي حکومت د پایښت او پرمختګ لپاره مهم بلل کیږي او پکار ده، چې دوی هم ورته جدي توجه ولري.

Share8Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی

جولای 27, 2026

سږ کال په هرات کې ۲۵۰ ټنه شات تولید شوي

جولای 27, 2026

فضل الرحمان: د افغانستان وضعیت له پاکستانه ښه دی

جولای 27, 2026

افغانستان او ازبکستان د ۲۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

جولای 27, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In