سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د ۲۰۲۱م کال لپاره د چين ميډيا ګروپ په لسو مهمو کورنيو خبرونو کې د چين لاسته راوړنې

لیکنه: یاسمین؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

دسمبر 29, 2021
in لیکنې
0 0

چين ميډيا ګروپ په دې وروستيو کې د ۲۰۲۱م کال د چين لس مهم کورني خبرونه خپاره کړي دي.

که تاسو غواړئ، د چين د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ په اړه مالومات تر لاسه کړئ، نو په همدغو لسو خبرونو کې رانغاړل شوي او دلته يې لوستلی شئ.

لومړی، د چين کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې لمانځغونډه تر سره شوه او شي جين پينګ په چين کې د شتمنې ټولنې د جوړېدو اعلان وکړ.

 

د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې لمانځغونډه د ۲۰۲۱م کال د جولای په لومړۍ نېټه د بېجينګ په تيان ان من ډګر کې تر سره شوه. د نوموړي ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ په دغه غونډه کې اعلان وکړ، چې چين لومړۍ سل کلنه موخه پوره او هراړخيزه شتمنه ټولنه يې جوړه کړې او د هېواد د سختې بېوزلۍ تاريخي ستونزې ته يې د پای ټکی کېښودلی دی.

دوهم، د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کمېټې شپږمه عمومي غونډه تر سره شوه.

د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کمېټې شپږمه عمومي غونډه د ۲۰۲۱م کال د نومبر له اتمې نېټې څخه تر يوولسمې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه.

په دغې غونډې کې (( د چين د کمونېست ګوند د تېر سل کلن مزل د مهمو برياليتوبونو او تجربو په اړه د  مرکزي کمېټې پريکړه ليک ))  تصويب شو. په دغه مهم پريکړه ليک کې په تېرو سلو کلونو کې د دغه ګوند له خوا تر لاسه شوي برياليتوبونه او تجربې ځای شوې دي.

درېيم، چين د اقتصادي پرمختګ او د کرونا وبا ضد مبارزې په برخو کې د نړۍ مخکښ ځای نيولی.

د چين اقتصاد په ۲۰۲۱م کال کې د کرونا وبا او د نړيوالو حالاتو د بدلونونو پر وړاندې د ثبات تر څنګ پرمختګ هم کړی دی. د همدې کال په لومړنيو دريو ربعو کې د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ انډول ۹ اعشاريه ۸ سلنې ته رسيدلی، چې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله څرګند لوړوالی ښيي؛ په لومړيو يوولسو مياشتو کې د دغه هېواد د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۳۵ زرو او ۳۹۰ ميليارډو يوانو ته رسيدلی، چې د ۲۰۲۰م کال د همدې مودې په پرتله ۲۲ سلنه زياتوالی ښيي او د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره د چين د خدمت ونډه په تېرو څو کلونو کې نژدې ۳۰ سلنه ساتل شوې ده.

څلورم، د چين د بشپړې ولسي ډيموکراسۍ نظام خپل غوره والی ښکاره کړی.

په ۲۰۲۱م کال کې د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کمېټې د شپږمې عمومي غونډې اعلاميه خپره شوه، چې پکې د ډيموکراتيک سياست د ابادۍ په لاره کې د چين تجربې او لاسته راوړنې ځای شوي او نړيوالې ټولنې ته یې د چين د ډيموکراتيکې بڼې په تړاو هراړخيزه پېژندنه او ژور فکرونه بيان کړي دي.

پنځم، چين د کاربن ايستنې اندازې د کمولو موخې خپرې او د ايکولوژيکي تمدن د ابادۍ نوې مرحله يې پيل کړې ده.

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او دولتي شورا د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د يو رسمي سند په خپرولو سره د کاربن دوه اکسايد د ايستنې اندازې د کمولو په برخه کې د دغه هېواد موخې خپرې کړي، چې له مخې به يې په ۲۰۲۵ م کال کې په دغه هېواد کې د زرغون پرمختګ او د کاربن د ټيټې ايستنې په بڼه اقتصادي سيستم جوړ کړي او په مهمو صنايعو کې  به د انرژۍ د کارولو موثريت ډېر لوړ کړي. چين به په ۲۰۳۰م کال کې د کاربن دوه اکسايد د ايستنې اندازه اوج ته ورسوي او وروسته به يې ګام په ګام ټيټه کړي او په ۲۰۶۰م کال کې به د کاربن نيوچرالیټي (carbon neutrality ) موخه پوره کړي.

شپږم، د چين د حبوباتو توليدي اندازې نوی ريکارډ ټينګ کړی.

د چين د احصائيې ملي ادارې د شمېرنې له مخې، په ۲۰۲۱م کال کې د دغه هېواد د غلو دانو توليدي اندازه ۶۸۲ ميليارډه او ۸۵۰ ميليونو کيلوګرامو ته رسېدلې، چې دا رقم د تېر کال په پرتله ۲ سلنه زياتوالی ښيي.

اووم، د چين د اوومې سرشمېرنې نتيجه ښيي، چې دغه هېواد د نړۍ تر ټولو ډېر نفوس لري.

د چين د اوومې سرشمېرنې نتيجه د ۲۰۲۱م کال د مۍ په يوولسمه خپره شوه، چې له مخې يې د ۲۰۲۰م کال د نومبر تر لومړې نېټې پورې د دغه هېواد د سترې برخې نفوس يو ميليارډ او ۴۱۱ ميليونو او ۷۸۰ زرو تنو ته رسيدلی، چې دا د نړۍ په عمومي نفوس کې ۱۸ سلنه نيسي.

اتم، د چين فضانوردۍ ډېر پرمختګونه کړي دي.

 چين په همدې کال کې په فضانوردۍ کې، په تيره بيا د انسان وړونکو فضايي چارو او د مريخ د اکتشاف په برخو کې د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د بېلګې په توګه، د تيان هه په نوم د چين فضايي سټېشن مرکزي برخه د اپريل په ۲۹مه نېټه ټاکلي مدار ته داخل شوه. دغه راز چين د فضايي سټېشن د ابادۍ پلان د پلي کولو مرحله هم پيل کړې ده. د چين ستورمزلو په ډسمبر کې د تيان ګونګ له فضايي سټېشن څخه په لومړي ژوندي فضايي درس کې نړيوالو کتوونکو ته په فضايي سټېشن کې د کار او ژوند په اړه مالومات او ځانګړي علمي اصول معرفي کړل.

نهم، د هانکانګ د خاصې اداري سيمې د نوې مقننې شورا ټاکنې په بريالۍ توګه تر سره شوې.

د چين د هانکانګ د خاصې اداري سيمې د ۷مې مقننې شورا د ټاکنو نتيجه د ډسمبر په ۲۰مه نېټه خپره شوه او د دغې شورا د ۹۰ څوکيو لپاره ټول غړي انتخاب شول. په دغو ټاکنو کې تر يو ميليون او ۳۰۰ زرو زياتو هانکانګيانو رايه کارولې ده.

دغو ټاکنو د دې سيمې د ډيموکراتيک پرمختګ نوې پاڼه پرانيستې او داسې اصل يې څرګند کړی، چې د دې سيمې د ادارې حق د هېواد پالونکو په لاسونو کې دی.

لسم، د هواوې شرکت لومړۍ مالي مشره اغلې منګ وان جو خپل هېواد ته ستنه شوه.

د امريکا يو اړخيز بنديزونه او د نورو هېوادونو په چارو کې خپلسرې لاسوهنه د مېرمنې منګ وان جو د قضيې لامل شوې وه او د امريکا د دغو کړنو موخه دا ده، چې د هواوې په شمول د چين د لوړې تکنالوژۍ لرونکو تصديو بنديزونه ولګوي او د چين د پرمختګ مخه ونيسي.

خپل هېواد ته د مېرمنې منګ وانګ جو ستنېدل دا څرګندوي، چې چين د ټولو چينايانو ټينګ ملاتړ لري او هيڅ ځواک يې د پرمختګ مخه نشي نيولی.

Share7Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

سپتمبر 7, 2026

خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

سپتمبر 7, 2026
BANDAR ABBAS, IRAN - AUGUST 10: Ships are anchored in the Strait of Hormuz on August 10, 2026 off the coast of Bandar Abbas, Iran. In a recent statement, Iran's Supreme National Security Council said the vital waterway would not reopen until the United States "corrects its behavior," demanding that the U.S. end its war on Iran and compensate the country for war damage, among other conditions. Iran has largely halted vessel traffic through the strait with the threat of strikes; meanwhile, the U.S. has imposed a blockade on Iranian ports. (Photo by Ali Saeedi/Getty Images)

ایران له هرمز تنګي څخه د باندې ممنوعه سیمه جوړوي

سپتمبر 7, 2026

زيلينسکي: د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره مې لیدنه له خورا عملي او اساسي پایلو ډکه وه

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In