سږ کال د اسيا بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک د جوړېدو له ۶ کاليزې سره برابر دی. دغه بانک د چين په غوښتنې جوړ شوی لومړی څواړخيز سازمان دی.
د اسيا بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک په تېرو ۶ کلونو کې څواړخيزم پلی کړی او د نړيوالو همکاريو د هڅولو يو نوی موډل ګرځيدلی دی.
د اسيا بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک يو څواړخيز پولي بانک دی، چې په اسيا کې د اساسي تاسيساتو د ابادۍ، د بېلا بېلو هېوادونو د نښلولو او اقتصادي يووالي لپاره خدمتونه تر سره کوي. دغه بانک د ۲۰۱۵م کال په ډسمبر کې جوړ شوی، چې د څواړخيز پولي بانک اصولو سره سم فعاليت کوي.
د افغانستان ماليې وزارت د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر په ۱۴ مه نېټه د اسيا بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک غړيتوب تر لاسه کړی دی. د دغه بانک د غړو هېوادونو شمېر د تېر اکتوبر پورې ۱۰۴ ته رسېدلی و او د شپږمې شورا کلنۍ غونډه يې هم په همدې مياشت کې په انلاين ډول ترسره کړه.
د چين د نړيوالو مسئلو د څېړنيزې اکاډمۍ غړی جيانګ يوه چون وايي، چې د اسيا بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک يو سيمه ييز بانک دی، چې د غړو هېوادونو شمېر يې په چټکۍ زياتيږي. د ياد بانک غړي يوازې د اسيا هيوادونه نه دي، بلکې د اروپا، افريقا او امريکا ځيني هيوادونه يې هم غړيتوب لري او د غړو هېوادونو شمېر يې ډېر زيات دی.
دغه بانک د پرمختيايي هېوادونو او سيمو د اساسي تاسيسانو او نورو تاسيسانو د ابادۍ چارې ترسره کوي. ياد بانک د سږ کال تر اکتوبر پورې په ۳۱ هېوادونو کې ۱۴۷ پروژې پلې کړي، چې د پانګونې عمومي ارزښت يې ۲۸ ميليارډه او ۹۷۰ ميليونه ډالره ښودل شوی دی. ټوله نړۍ تېر کال د کرونا وبا له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ وه او دغه بانک په همدې کال کې د روغتيا د بېړنيو پېښو د مخنيوي او حل لپاره د ۱۰ ميليارډو ډالرو په ارزښت صندوق جوړ کړی دی.
د اسيا بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک مشر جين لي چون د سږ کال د اکتوبر په ۲۶ مه نېټه وويل، چې دغه بانک به د اقليم په برخه کې د پانګو راجلبولو هڅې زياتې کړي او تر ۲۰۲۳ م کال پورې به له اقليمي بدلون سره د مقابلې پانګه ۵۰ ميليارډو ډالرو ته ورسوي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه بانک به په څواړخيزم چوکاټ کې پانګيزې پروژې ترسره او ټولې پروژې به د پاريس تړون له اړوندو اهدافو سره سمې پلې کړي.
جيانګ يوه چون وويل، چې د اسيا بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک له تېرو کلونو راهيسې په فعاله توګه څواړخيزم پلی کړی، په لوړو نړيوالو معيارونو يې سوداګري کړې، د نړۍ ټولو هېوادونو ته يې خپل ور پرانيستلی او زيات دوستان يې پيدا کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه بانک د مساواتو پر اصولو ټينګار کوي، غړي هيوادونه يې لوی دي او که کوچني، چې څومره پيسې يې ورکړې وي، ټول ګډ او مساوي حقونه لري او همدا د څواړخيزم يوه مهمه برخه ده او دغه بانک په پوره توګه څواړخيزم پلی کوي.
چين او افغانستان نږدې اقتصادي اړيکې لري. په افغانستان کې د چين پانګونه د دغه هېواد د اقتصاد لپاره مهم رول لوبوي. هيله ده، چې د اسيا بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک په راتلونکی کې په افغانستان کې لا زياتې پانګونې وکړي او د دغه هېواد اقتصاد ورسره وغوړيږي.
نړيواله ټولنه هم بايد افغانستان ته مخ واړوي او په دغه هيواد کې دې پانګونه وکړي.