امريکايي ځواکونه د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۳۰مه نېټه له افغانستان څخه ووتل او په دغه هېواد کې يې خپله شل کلنه جګړه پای ته ورسوله. امريکا په تېرو شلو کلونو کې افغانانو ته څه ورکړل؟
کله چې امريکا پر افغانستان یرغل کړ، د هغه وخت ځوانان اوس سپين ږيري شوي، دوی به خپل ژوند څنګه یادوي؟ ماشومان اوس ځوانان شوي، دوی به پر کوم لوري ځي؟
افغانانو په تېرو شلو کلنو کې څه وليدل او دغه اوږد جنګ دوی ته څه په میراث پرېښودل.
ايا اوس د امريکا سیاستوال د افغانانو غږ اوري؟
د ۲۰۲۱م کال په پای کې د چين مېډيا ګروپ ريپورټر د افغانستان د لوګر ولايت د بابوس ليری سيمې ته ولاړ شو. دا سیمه د افغانستان د ډېرو نورو ولایتونو او ليرې پرتو سیمو په څېر په تېرو دوو لسیزو کې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو د سختو جګړو، بمباریو، هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو شاهده ده چې د دغو جګړو نښې نښانې لا هم د دغې سیمې په کلیو کې له ورایه ښکاري او د دغه کلي د خلکو د سختو ورځو او شپو ډېرې کیسې له ځانه سره لري.
د سیمې اوسېدونکي ثمرګل وويل، چې موږ به بیرون تهوتلی نه شو، طیارې به وې، چاپې به یې اچولې، هرڅوک به ویشتل، هره ورځ به یې دوه او درې وژل.
د سیمې اوسېدونکي ګل رحمن وويل، چې هغه وخت وضعیت ډېر خراب و، زه دوکاندار وم، دوکان به یې راته مات کړ، وهل ټکول او مالونه به یې وړل، عام خلک به یې وژل، د خلک مال او آن حیوانات به یې وژل.
رحمت الله د دې سیمې یو بل ځوان دی، وايي بهرنیو ځواکونو یې څو کاله وړاندې پر کور چاپه واچوله، له کومې ګناه پرته یې دی له ځانه سره یوړ او کلونه کلونه یې په زندان کې اچولی و، نوموړی وايي په ځلونو د بهرنیو ځواکونو له خوا سخت شکنجه شوی او آن په سپیو هم داړل شوی دی.زما په کور امریکایانو چاپه ووهله، په باګرام کې یې شکنجه هم کړم، حتی انسانان به یې په سپیو داړل، دلته یې ډېر وحشتونه کړي.
د بابوس په سیمه د ملکي وګړو هغه ویجاړ شوی کور شته دی چې له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو څو ورځې وړاندې د بهرنیو ځواکونو له خوا په بمبارۍ کې په بشپړه توګه وران شوی او اوس د ماشومان لپاره د ساتېري پر کڼدوالې بدل شوی دی.
د دغه کور ګاونډیان وايي، هغه شپه به یې هېڅکله له یاده ونه وځي چې په هوايي بمباریو کې یې په ګاونډ کې کور وران شو او د بمبارۍ د شدت او درنو غږونو له وېرې یې ماشومانو، سپین ږیرو او مېرمنو آن تر سهاره خوب نه دی کړی.
د سیمې اوسېدونکي صاحب ګل وويل، چې ماخستن اووه او اته بجې به یې بمبار شروع کړ، بیا د باندې نه شو وتلی، زموږ شیشې یې ټولې ماتې کړې، کوچني لمسیان مې وو چې د سخت بمبار له وجې به یې یوې او بلې خواته منډې وهلې، د باندې نه شو وتلی، چې کوم ځای بمباروي، دلته یې چې بمونه واچول، زما کور یې په څنګ کې دی، خاورې ټولې زموږ کور ته را تویې شوې، د باندې نه شو وتلی، دلته یې دوه کسان شهیدان کړل، یوه مېرمن او دوه کسان، هغه کسان چې له کورونو یې ور کتل هغوی یې ووژل.
ښوونکي اکرام الدین وويل، چې د شپې چاپه راغله، کله به چې د بم غږ شو، ټولو ماشومانو به پر ما رامنډه کړه، ما به ورته تسلې ورکولې، زه هم وېرېدم، زه معلم وم، که زما کور ته راغلي وای، ښايي زه به یې وژلی وم، ما هم احساس کاوه چې که زما کور ته راشي، ما به هم ووژني.
د نړیوالو اړیکو کارپوه هدایت الله پکتین وويل، چې د دې ترڅنګ زموږ پر ارزښتونو یې تېری وکړ، ناټو او دوی په افغانستان کې دومره جنایتونه وکړل چې آن ویل یې ستونزمن دي، دوی د خلکو پر کورونو بریدونه وکړل، ماشومان یې بمبار کړل، پېغلې یې بمبار کړې، امیدوارې ښځې یې بمبار کړې، ودونه یې بمبار کړل، کورنۍ یې په بشپړه توګه بمبار کړې، دوی ټول نړیوال قوانین نقض کړل، بېلابېل بمونه يې وکارول، د امریکا په شل کلن حضور کې د افغانستان مادي او معنوي ارزښتونه تر پښو لاندې شول.
په افغانستان کې د امريکا لخوا د پيل شوي جنګ مخه نيول کېدای شوه، خو امريکا تسلط غواړي او د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې يې د خپلو سياسي موخو او اقتصادي ګټو لپاره جنګونه روان کړي دي.امريکايي ځواکونو په افغانستان کې ډېر بريدونه وکړل او ډېر ځله یې ملکي وګړي په نښه کړي دي. دوی هیڅ احساس او زړه درد نه لري، خو اجير حکومتونه ورته هیڅ سزا نه شي ورکولی.د افغانستان جنګ پای ته ورسيد، خو د افغانانو دردونه لا هم شته او په کړاوونو او ستونزو کې ژوند تېروي او امريکا بايد دغه حالت ته ځواب ووايي.