يوه ځانګړې الوتکه د نومبر په لومړۍ نېټه د شانګهای په پوډونګ هوايي ډګر کې کېناسته. ولې ورته ځانګړې الوتکه وايو؟ دوه لاملونه لري؛ یو لامل یې دا دی، چې دغې الوتکې د افغانستان د پلازمېنې کابل هوايي ډګر څخه مستقيماً پرواز وکړ او د شانګهای په پوډونګ هوايي ډګر کې يې ناسته وکړه. موږ ټول پوهیږو، چې د اګست په ۱۵مه افغانستان کې لوی سياسي بدلون راغی او لا هم په دغه هيواد کې وضعیت د تحولاتو په حال کې دی. د نړیوالو رسنیو له پرله پسې پاملرنو سره سره بیا هم بهرنۍ نړۍ د افغانستان د مشخص وضعیت په اړه ډېره نه پوهیږي. دوهم لامل یې دا دی، چې په یاده الوتکه کې ۴۵ ټنه افغان جلغوزي بار وو. ياد جلغوزي، چې کله د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون ته وړاندې شول، په ډېرې چټکۍ وپلورل شول. جلغوزي په عمده توګه د افغانستان په جنوب ختیځ او د پاکستان لويديځ کې توليديږي، د دې ميوې بڼه اوږده او نری پوښ او ښه خوند لري. که څه هم دغه جلغوزي کوچني دي، خو مغز يې خپل ارزښت منعکس کوي.
افغانستان لا هم له بشري ناورین رنځ وړي
په ۲۰۲۱م کال کې د افغانستان په سياسي ډګر کې لوی بدلون راغی او وضعیت یې لاهم د تحول په حال کې دی. د افغانستان اقتصاد له اوږدې مودې راهیسې پر بهرنۍ پانګونې، نړیوالو مرستو او بهرني پوځي اقتصاد تکيه درلوده او تر اوسه د اقتصادي ودې له دننه میکانیزم نه بې برخې دی. کله چې له افغانستانه امريکايي ځواکونه ووتل، نو د لویدیځې نړۍ مرستې او پانګونې هم پرې بندې شوې. د دې ترڅنګ امریکا په اګیست کې د دې له امله چې د طالبانو ځيني مهم مشران لاهم د ملګرو ملتونو په تور لېست کې دي، د افغانستان بانک شاوخوا ۹ ميلیارډه او ۵۰۰ ميلیونه امریکایي ډالره شتمني کنګل کړه، چې دغې کړنې يې له افغان لنډمهاله حکومت سره د نړیوالو مرستو مخه هم نیولې ده. د امريکې دغه کړنه د افغانستان د لنډمهاله حکومت د پیسو کمښت سبب هم ګرځیدلې، چې له امله يې افغان حکومت دولتي کارکوونکو او سرتيرو ته پر وخت تنخواګانې نه شي ورکولی او پر ټولنیز نظام او اقتصادي سمسورتيا يې بده اغیزه کړې ده او د افغانستان د خوراکي توکو پر بيو يې هم بد سيوری غوړولی دی.
په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو کمښت او د کابل نړیوال هوايي ډګر د بندېدو له امله هم د خوراکي توکو بيې لوړې شوي او د خلکو پر تګ راتګ يې سخته بده اغېزه کړې ده. د پلازمېنې کابل په ګډون ټول افغانستان د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دی او د توکو بيې پکې لوړې شوې دي، چې له امله یې د خلکو د لوږې لمن لا پسې خوره شوې ده. د م.م د خواړو سازمان او د غلودانو د پلان ریاست په اکتوبر کې خبرداری ورکړ، چې د افغانستان نیم نفوس کابو ۲۲ ميلیونه او ۸۰۰ زره تنه وګړي به په نومبر کې د خوراکونو له کمښت سره مخامخ او حالات به یی ډیر سخت وي. افغانستان له نورو بشري ننګونو سره هم مخامخ دی:
اوس ژمی دی، افغانستان کې د خوراکي توکو د کموالي ترڅنګ د خلکو لپاره د ګرمو جامو نشتون هم سخته مسله ده او خلک يې له کمښت سره مخ شوي دي.
شخړو او نړیوالو بندیزونو د دغه هیواد د وبا د مخنيوي کمزوری سیستم لا پسې خراب کړی او د کرونا وبا د خپریدو حالت پکې نورهم سخت شوی دی. د ملګرو ملتونو د غلودانو د پلان ریاست اجرایه مدیر ډاویډ بیسلي وايي، چی افغانستان ښایي د نړۍ له ترټولو لوی بشري بحران سره مخامخ وي.
چین د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره مرسته کوي
د چینايانو او افغانانو دوستي اوږد تاریخ لري او رېښه يې تر دوه زرو کالونو هم اوړي. د چين او افغانستان ترمنځ د پامير غرونو لړۍ غځېدلې او ورېښمو لار د همدغو غرونو په لمن کې تېره شوې ده. ورېښمو لارې د دواړو هېوادونو د خلکو متقابل پوهاوی پیاوړی کړی، مالي او مدني ژوند یې شتمن کړی او تر ډیرې اندازې پوری یې د ختیځ او لویدیځ ترمنځ مالي او کلتوري تګ راتګ هڅولی دی.
چین د يو دوست ګاونډي او د يو ستر نړيوال او سيمه ييز نفوذ لرونکي هېواد په توګه د افغانستان د اوږدمهاله جګړو او ګډوډۍ له امله له افغانانو سره ژوره خواخوږي لري او د افغانستان سولې، ثبات او پرمختګ ته ژمن دی. چينايان له افغانانو سره خواخوږي لري او بیړنیو اړتیاوو ته یې په درنه سترګه ګوري.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر په ۱۷مه نېټه د شانګهای همکارۍ سازمان او د ډله ييز امنيت تړون سازمان د مشرانو ترمنځ د افغانستان په اړه په ګډه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ او وړانديز يې وکړ، چې له افغانستان سره بايد پر وخت بشري او د ساري ناروغيو ضد مرستې وشي او د دوی مشکلات بايد کم شي.
چين له افغانستان سره د بېړنيو بشري مرستو په برخه کې د څه دپاسه دوه سوه ميليونو يوانو ژمنه کړې، د بشري مرستو څو بستې يې کابل ته رسولې دي او په راتلونکي کې به د سره صليب نړيوالې کمېټې او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لارې د نورو بېړنيو مرستو رسولو ته هم دوام ورکړي او په کوردننه د ځایي ولایتونو او سیمو همغږي به وکړي، ترڅو نور بیړني توکي هم چمتو کړي. د يادونې وړ ده، چې چين لومړى له افغانستان سره د مرستو ژمنې وکړې او ډېر ژر یې پلې هم کړې.
چین اوږدمهاله نظر لري او پر دې ټینګار کوي، چې د افغانستان انکشافي وړتیا بايد پیاوړې شي. د افغانستان د کړکیچ د مخنیوي کيلي د دغه هيواد د اقتصادي ودې میکانیزم په جوړېدو او د موقت حکومت د مالي ظرفیت په ښه کولو کې ده.
چین په دې برخه کې د افغانستان د هغو هڅو پوره ملاتړ کوي، چې له خپل ظرفیت څخه ګټه پورته کړي او خپلې اقتصادي پراختیا ته وده ورکړي.
د افغانستان موقت حکومت د اکتوبر په میاشت کې له چين څخه د تجارتي اړيکو غوښتنه وکړه او چين هم ډېر ژر له اړوندو کورنیو ادارو سره همغږي وکړه، چې د چارټر الوتنې جوازونه نوي کړي او د چین-افغانستان ”د جلغوزیو هوایي دهلیز” بیا پرانيزي. د دې ليکنې لیکوال(زه) وايي، چې له ډېرې مودې راهیسې د سویلي اسیا د مسایلو پرڅېړنې بوخت دی او هر ځل چې افغانستان او پاکستان ته تللی، نو لږه اندازه جلغوزي يې ترې راوړي او وايي، چې دغه ميوه ډېر ښه خوند لري.
د چین پراخ او پیاوړی کورنی بازار د جلغوزیو په ګډون، د افغانستان د مختلفو کرنیزو محصولاتو د هضمولو وړتیا لري. تر اوسه پورې، ۲۶ چارټر الوتکو ۱۵۰۰ ټنه جلغوزي چین ته رسولي دي او افغانانو او سوداګرو ته یې له ۱۰۰ ميلیونو یوانو ډېرعایدات ورکړي دي. چين غواړي په افغانستان کې له ثبات او امنيت وروسته د اقتصادي سمسورتيا په برخه کې هم همکاري وکړي او د افغانستان له جغرافیايي امتیاز څخه ګټې واخلي، بهرنی اتصال او تګ راتګ پیاوړی او خپل انکشافي ظرفیت لوړ کړي.
تېر او اوسني وخت ته په کتو، چين چې افغانستان ته څه ورکوي، موخه به يې دوستي او شتمني وي، توره او لوټماري به نه وي. له همدې امله د افغانستان ټول اړخونه چين ته د ګواښ په سترګه نه ګوري او د دوستۍ او نيکمرغۍ فطري احساس لري، دا يوه طبيعي امتیاز دی، چې نور هېوادونه يې نه لري. د افغانستان موقت حکومت هیله ښودلې، چې چین د افغانستان د اقتصاد په وده کې مرسته وکړي. د چین يادې کړنې د متحده ایالاتو له هغه عمل سره ښکاره توپیر لري، چې د “بشري حقونو ساتنه” شعارونه ورکوي، خو عمل کې بیا خپلې موخې پسې ګرځي. امريکې د افغانستان د مرکزي بانک شتمني کنګل کړې، چې له امله يې په دغه هيواد بشري ناورین زیات شوی دی. که څه هم جلغوزی کوچني دي، خو بازار موندنه ورته مهمه ده. د چين او افغانستان همکارۍ به په نوې زمانه کې پر روښانه لوري روانې وي او پرمختګ به وکړي.