امريکا او روسيې د جنورۍ په ۱۰مه نېټه د اوکراین په تړاو خبرې اترې پيل کړې دي.
د ډنمارک د بهرنیو چارو پخواني وزیر پرستيک مولر د روانې میاشتې په ۹مه نېټه په نیشنل انټرېسټ مجلې کې د یوې ليکنې په خپرولو سره په اشارې ويلي، چې امريکا غواړي اوکراین د سوغات په توګه روسيې ته ډالۍ کړي او په بدل کې يې روسيه بايد له چین سره متحده پاتې نه شي.
اوکراین غواړي د ناټو غړيتوب تر لاسه کړي او له اوږدې مودې راهيسې يې د امريکې په ملاتړ له روسيې سره نښتې پېل کړې دي.
روسيې او اوکراین د تېر کال په ډسمبر کې په سرحدي سيمه کې څه باندې سل زره سرتيري ځای پر ځای کړل او وضعیت يې ډېر ترینګلی ښکارېده.
داسې ښکاري، چې دا به د امريکا پلان وي او موخه يې دا ده، چې د اوکراین له لارې پر روسيې فشارونه واچوي. امريکا پر دې پوهيږي، که چین او روسيه يې پر وړاندې ودريږي، نو هرومرو به ماتې وخوري، نو اوس امريکا مټې بډ وهلي، چې د چین او روسيې ترمنځ اړيکې خرابې کړي او اوکراین يې منځ کې قربانۍ ته برابر کړی دی.
داسې ښکاري، چې امريکا به دغه دوسیسه کې بريالۍ نه شي، ځکه روسیه خپل د باور وړ او ستراتيژيک ملګری چين په اسانۍ نه پرېږدي.
د چین او روسيې اړیکو په وروستیو کلونو کې ګړندی پرمختګ موندلی او اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ او ستراتيژيک متقابل اعتماد يې ډېر پياوړي شوی دی.
د چین سوداګرۍ وزارت د تېر ډسمبر په ۱۶مه نېټه په یوه خبري ناسته کې خبر ورکړ، چې په تېر ۲۰۲۱م کال کې د چین او روسيې ترمنځ د توکو د معاملو ارزښت ښايي له ۱۴۰ میليارډو امريکايي ډالرو څخه هم زیات شي او په دې سره به نوی ريکارډ جوړ کړي. په عین وخت کې چین او روسيې په نړیوالو چارو کې یو له بل سره صمیمي همکارۍ کړي او خپلمنځي اعتماد او باور يې ډېر پياوړی کړی دی.
بله خوا، د امريکې او روسيې ترمنځ باور ډېر ټيټ شوی او پر يادې مسئلې موافقې ته رسيدل يې ډېر ستونزمن ښکاري.
د امريکې نړیوال باور په دې وروستیو کلونو کې ډېر کمزوری شوی او سيالې روسيې ته يې اعتماد د منلو نه دی. د اوکراین په اړه د دواړو خواوو توپيرونه او اختلافات ډېر زیات دي، چې په نږدې وخت کې يې حل ناممکن ښکاري.
د امريکې او روسيې ترمنځ اوس خبرې اترې روانې دي او نتیجه يې نامالومه ده. د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين به د بېجينګ د اولمپيک ژمنیو لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړي او رئيس شي جین پينګ سره به هم وويني او په يو لړ مسئلو به ورسره خبرې وکړي. (هيله)