د امريکا جي ډي پي په ۲۰۰۰م کال کې له لس تريلينو ډالرو څخه هم زياته وه، چې د ټولې نړۍ د جي ډي پي ۳۰سلنه برخه يې جوړوله. خو دغه ډول قوي امريکا په ۲۰۰۱ م کال کې پر افغانستان تيری وکړ او د جګړې، سياست او اقتصاد له لارې يې دغه هيواد شل کاله کنټرول کړی و.که څه هم افغانستان له امريکا څخه زرګونه ميله لرې دی، خو بیا هم د امريکا د وخت سياستوالو د جګړې هوډ وکړ او افغانستان ته يې ځواکونه وليږل او شل کاله يې هلته په جګړې کې تېر کړل.امريکا په تېرو شلو کالونو کې افغانستان ډېر زيانمن کړی او اقتصاد يې له پښو ور غورځولی دی.
د مالوماتو له مخې، امريکا د افغانستان په جګړه کې ۲ اعشاريه ۲۶ ټريليون ډالره لګولي. خو دغه پيسي دغه هيواد ته سوله او پرمختګ نه دی رسولي، ځکه چې د دغو پیسو زياتره برخه بېرته د امريکا ځينو تصديو او سياستوالو ته رسيدلې او ډېره کمه برخه يې د افغانستان په بیارغونې کې کارول شوې ده.
کله چې امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، افغانان له سختو بشري ستونزو سره مخ شوي دي. اوس خلکو ته دا شک پيدا شوی، چې امريکا په افغانستان کې کوم ګټور کارونه ترسره کړي دي؟
د افغانستان د چارو شنونکی امین الله احساس وايي، چې امریکا په افغانستان کې د خپل تېر شل کلن حضور پرمهال د افغانستان د اقتصادي ودې، د نشه یي توکو د له منځه وړلو، د ترهګرۍ د ختمولو او د بشري حقونو د خوندیتوب په ټولو مواردو کې پاتې راغلې او آن د افغانستان اقتصاد تر پخوا هم خراب شوی، د نشه یي توکو کاروبار او په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر پکې تر پخوا په ځلونو زیات شوی، د بشري حقونو د نقض پېښې پکې په بې مخینې ډول زیاتې شوي دي. امين الله احساس وايي، چې د امریکا او د دوی د متحدینو شل کلن ماموریت او حضور د افغانستان ټولو اوسنیو ته بستر برابر کړی و. کله چې امريکايان وتل، د افغانستان اقتصاد صفر او په بانکونو کې يې پیسې نه وې، د خلکو اقتصادي وضعیت يې دومره خراب دی، چې اوس نږدې ۹۷ تر ۹۸ سلنه خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
امريکا ته په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د خلکو ژوند ښه والی او د دغه هېواد اقتصادي پرمختګ هدف ارزښت نه درلوده.د افغانستان مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني په ۲۰۲۰م کال کې وويل، چې د دغه هېواد د ۹۰ سلنه خلکو د ژوند ورځنی لګښت له دوو ډالرو څخه کم دی.د افغانستان ناقانونه اقتصاد هم تر تحريک لاندې و او په نړۍ کې د کوکنارو عمده برابرونکی هېواد بلل کيږي. سره له دې چې امريکا په افغانستان کې ډېره پانګونه وکړه، خو دغه هيواد لا هم په نړۍ کې تر ټولو کمزوری اقتصاد لري، نو دا دومره ډېرې پیسې څه شوې؟
د مالوماتو له مخې، امريکا له ۲۰۰۱م کال راهيسې د افغانستان په بيا رغونې کې څه باندې ۱۴۴ ميليارډه ډالره لګولي، خو زیاته برخه یې د امريکا د حکومت د اړوندو پلانونو عملي کوونکو او شخصي سوداګرو او غير حکومتي شرکتونو ته ورکړل شوې ده. د امريکا کانګرېس سيګار(SIGAR)اداره جوړه کړه، څو د افغانستان په بيا رغنيزو چارو کې د امريکا چارې ارزيابي کړي. د سيګار د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د پيسو کارولو پر مهال فساد ډېر وو او له پیسو ناوړه استفاده کېده.
د جيورجيتون پوهنتون د امنيتي پلان د څېړنې مرستيال پروفيسور کريسټين فيل د تېر کال د اګست په ۱۶مه نېټه د ډيپلوماتيکو تګلارو مجله کې يوه ليکنه خپره کړه، چې له مخې يې په افغانستان کې د امريکا د حکومت د پانګونې پیسې له ۸۰ سلنې څخه تر ۹۰ سلنې پورې بيرته امريکا ته په لاس ورتلې. د امريکا دفاع وزارت په افغانستان د خپلو شرکتونو له لارې پیسې لګولي، خو د امريکايي سوداګرو له لوري په غیر قانوني لارو چارو له افغانستانه بېرته ايستل شوي او ډېره کمه برخه يې په افغانستان کې لګول شوې دي.
امريکا په افغانستان کې کوم ګټور کارونه کړي؟ امريکا غواړي د نړۍ د لومړي قوي هېواد په توګه د تسلط مقام وساتي او د دغه هېواد تش په نوم غښتلي کسان هميشه په دې هڅې کې وي، چې ډېرې پیسې ترلاسه کړي. په افغانستان کې اوسمهال صنعتي اقتصاد نشته او د بيا رغونې بهير پر وړاندې يې ډېرې ستونزې موجودې دي او دا د امريکا د کړنو بده پايله هم ده.
امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه وتلي دي، خو افغانان به تر ډېره وخته د جګړې دردونه او ستونزې وګالي. امريکا د افغانستان پانګه کنګل کړې، چې له امله یې افغانان د ژوند له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.امريکايي سياستوال پوهيږي، چې د دوی دغه کړنې به په افغانستان کې بېوزلي او ګډوډي زیاته کړي او حتی د ترهګرۍ سبب هم ګرځيدلی شي، خو بیا هم خپل بد نیت نه پرېږدي.ايا امريکا رښتيا هم د افغانستان د پرمختګ هيله لري؟