د چين د شن جو ديارلسم نمبر انسان وړونکې بېړۍ ستورمزلو په فضا کې تر دې دمه درې مياشتې تېرې کړې دي.
د چين ستورمزلو په تېرو دريو مياشتو کې په وار سره فضايي سټېشن ته د ننوتلو، په فضا کې د حرکت کولو او زده کوونکو ته د فضايي چارو درس ورکولو په شمول ځينې دندې تر سره کړې دي.
د چين ستورمزلو (جای جي ګانګ، وانګ يا پينګ او يي ګوانګ فو) د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر په ۱۶ مه نېټه د شن جو ۱۳م نمبر انسان وړونکې بېړۍ په وسيله فضا ته لاړل او دا د چين په فضايي سټېشن کې دوهمه ډله ده، چې د فضا په اړه څېړنې کوي.
وانګ يا پينګ لومړۍ ښځه ده، چې د چين په فضايي سټېشن کې په کارونو بوخته ده.
(د چين ستورمزله وانګ يا پينګ په فضا کې کار کوي)
د چين يادو ستورمزلو د ۲۰۲۱م کال د نومبر په ۸ مې نېټې د شپې په ۱ بجې او ۱۶ دقيقو په لومړي ځل د فضايي بېړۍ په بهر کې علمي کړنې تر سره او تر ۶.۵ ساعتني چارو وروسته يې ټاکلې دندې بشپړې کړې.
دا د چين د انسا وړونکي فضايي چارو په تاريخ کې درېيم ځل دی، چې ستورمزلو يې د فضايي بېړۍ په بهر کې علمي کړنې تر سره کوي او دا لومړی ځل دی، چې د چين ښځينه ستورمزلې د فضايي بېړۍ په بهر کې علمي کړنې تر سره کوي.
(د چين ستورمزلي په فضا کې کار کوي)
د چين ستورمزلو د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر د ۹مې نېټې د ماسپيښين په درېيو بجو او ۴۰ دقيقو له فضايي سټېشن څخه لومړی وېډيويي درس ورکړ او تنکيو ځوانانو او ماشومانو ته يې د فضا پېژندنې په اړه مالومات ورکړل.
دا د چين د ستورمزلو لومړی ځل و، چې له خپل فضايي سټېشن څخه يې د هيواد تنکيو ځوانانو ته د فضا درس ورکړ.
ستورمزلو په دې يو ساعته درس کې زده کوونکو ته په فضايي سټېشن کې د کار او ژوند په اړه په زړه پورې معلومات وروپېژندل او له هغوي سره يې خبرې وکړې.
(د چين ستورمزلي د درس ورکولو په حال کې)
د چين ستورمزلو د تېر کال د ډسمبر په ۲۷ مې نېټې د شپې په ۱۲ بجو او ۵۵ دقيقو په دوهم ځل د فضايي سټېشن په بهر کې علمي کړنې تر سره او تر ۶ ساعته چارو وروسته يې ټاکلې دندې بشپړې کړې.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۲ م کال د مبارکۍ په پيغام کې وويل، چې د چين درې ستورمزلي په ليرې فضا کې په کار بوخت دي او د دوی چارې يې وستایلې.
چين د تېر کال د ډسمبر په ۳۰ مې نېټې د شپې په ۱۲ بجو او ۴۳ دقيقو د شي چانګ د سپوږمکۍ د توغولو له مرکز څخه د CZ-3 راکېټ په وسيله د مخابراتي تخنيک ۹ نمبر ازمايښتي سپوږمکۍ په برياليتوب وتوغوله او فضا کې ټاکلي مدار ته ننوتله.
دا په ۲۰۲۱ م کال کې د چين وروستۍ سپوږمکۍ وه، چې فضا ته يې وتوغوله.
چين په همدې کال کې ۵۵ سپوږمکۍ فضا ته وتوغولې، چې دغه شمېر په نړۍ کې تر ټولو زيات او بې ساری دی.
د چين د سپوږمکيو دغه شمېر د فضايي چارو د پياوړتيا، د فضايي ماموريت د تر سره کېدو او د ټکنالوژۍ توان ښکاره کوي.
چين اوس په فضايي چارو کې ډېرې لاسته راوړنې لري.