واکسين د کرونا وبا د له منځه وړلو او د اقتصاد د سمسورتيا لپاره يوه پياوړې وسله بلل کيږي.
چين د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې له بېلا بېلو هيوادونو سره يو ځای د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې او د ستونزو د لرې کولو لپاره کوښښونه کړي او تر اوسه يې څه د پاسه ۱۲۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته د کرونا ضد ۲ ميليارډه دوزه واکسينونه برابر کړي، چې دغه شمېر په نړۍ کې تر ټولو زيات دی.
د چين د احصايي ملي ادارې مشر نينګ جي جه د جنورۍ په ۱۷ مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين د کرونا وبا پر ضد د نړيوالې مبارزې لپاره ستر خدمتونه کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د چين حکومت په تېر ۲۰۲۱م کال کې تر ټولو مخکې په خپل هېواد کې کرونا وبا کنټرول کړې او د ۱ ميليارډ او ۴۰۰ ميليونو خلکو ژوند او روغتيا يې خوندي ساتلي دي او دا د کرونا وبا پر ضد د نړيوالې مبارزې لپاره د چين ستر خدمت بلل کېږي.
د کرونا ضد واکسينونو او سرنجونو په شمول له افغانستان سره د چين د بيړنيو مرستندويه توکو نوې جوپه د ۲۰۲۱ م کال د ډسمبر په ۸مه نېټه د دغه هېواد د پلازمينې کابل نړيوال هوايي ميدان ته انتقال شوه. مخکې تر دې، چين له افغانستان سره څو ځلې د کرونا ضد واکسينونه مرستې کړي او بشري مرستې يې هم ورلیږلې دي.
د افغانستان د لنډمهالي حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ۲۰۲۲ م کال د جنورۍ په ۲۲ مه نېټه د دغه هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د چين د مرستندويه خوراکي توکو ويشل پيل کړي دي.
دغه وزارت خبر ورکړ، چې د چين د حکومت د بشري مرستو څو جوپې افغانستان ته رسېدلی دي او دوی د چين له چارواکو څخه مننه کوي.
دغه راز، چين د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پاکستان ته د کوواکس (COVAX) پلان له لارې د کرونا ضد لومړۍ جوپه واکسين وليږه.
په روغتيايي چارو کې د پاکستان د صدراعظم ځانګړي سلاکار فيصل سلطان د ياد واکسين د سپارولو په مراسمو کې له چين څخه مننه وکړه، چې د کوواکس (COVAX) پلان له لارې يې پاکستان ته واکسينونه برابر کړي دي. هغه زياته کړه، چې پاکستان ته د کرونا واکسينونو رسېدل دا ښيي، چين د کرونا ضد واکسين د عامه توليد ژمنه پوره کړې او هم د پاکستان او چين ځانګړې او ژورې اړيکې ترې څرګنديږي.
بر سېره پردې، چين نه يوازې له اسيايي هېوادونو سره د کرونا ضد واکسينونو مرستې کړي، بلکې له افريقايي هېوادونو سره يې هم تر خپلې کومکونه کړي دي.
چين په ۲۰۲۱م کال کې د کوواکس (COVAX) پلان له لارې کوته ديوا ته د کرونا وکسينونه ولیږل او د سپتمر په ۱۷ مه او ۱۸ مه نېټه يې د دغه هيواد د پلازمېنې هوايي ډګر کې د عامې روغتيا وزارت مسؤلينو ته وسپارل.
د کوته ديوا د روغتيا وزير پیرېر دامبر وويل، چې د ۲۰۲۱م کال له اګست راهيسې په کوته ديوا کې پر کرونا د اخته او مړو شويو کسانو شمېر زيات شوی دی. هغه زیاته کړه، چې کوته ديوا ته د چیني واکسین رسېدل یو مهم ګام دی او په دغه هېواد کې به د واکسين تطبيق کارونه پياوړي کړي. ده وویل، چې چيني واکسین د کرونا وبا پر وړاندې د کوته ديوا د مبارزې خلا ډکه کړې ده.
نړيواله ټولنه دې د کرونا ضد مبارزه کې ګډ کوښښونه او خپلمنځي همکارۍ وکړي. په دې مناسبت به د کرونا پر وړاندې روانې مبارزې کې بريالی شي او بشريت به يو ځای د ګډ راتلونکي په لور وخوځيږي!
ژمی به تېر شي او پسرلی به را ورسيږي.