پسرلنی اختر د چينايانو تر ټولو مهم اختر دی. چينايان د پسرلني اختر د را رسيدو په درشل کې خپل کورونه پاکوي او ډول ډول خوندور خوراکونه او نوې جامې چمتو کوي.
د چينايانو کورنۍ د کرنيز کال د پای ورځې په ماښام او يا د نوي کال د پېل کېدو په لومړۍ شپه راغونډيږي، د خپلو کورونو د دروازو په دواړو غاړو شعري بیتونه او یا هنري ليکنې ځړوي، اور لوبې کوي او په ګډه ماښامنۍ ډوډۍ خوري.
د چينايانو کورنۍ تر ماښامنۍ ډوډۍ وروسته مجلس ګرموي او بیا د (جياو ځه) په نوم ځانګړی خوراک جوړوي.
چينايان دود لري، چې د کورنۍ غړي يې په ګډه د پسرلني اختر په مناسبت هنري ننداره ګوري او د نوي کال راتګ ته انتظار کوي.
(جياو ځه)
د چين مرکزي ټلويزيون له ۱۹۸۳م کال راهيسې د هر کال د ( چو شي) په ماښام د نوي کال او پسرلني اختر د لمانځنې لپاره يوه هنري ننداره جوړوي، چې دغه ننداره په چين کې د ( چون وان) په نوم يادېږي او پوره نوم يې د پسرلني اختر د لمانځنې ماښامنۍ هنري ننداره دی. په چين کې د ( چون وان) ليدل، د ( جياو ځه ) خوړل او د ( چون ليان) نصبول د پسرلني اختر دود ګرځېدلی دی.
د معلوماتو له مخې، د چين ميډيا ګروپ په کوربتوب د ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر ماښامنۍ هندري نندارې د کتوونکو د شمېر په شمول په زياتو برخو کې نوي ريکارډونه جوړ کړي دي. په ټوله نړۍ کې يو ميليارډ او ۲۹۶ ميليونو وګړو په ژوندۍ بڼه د تلويزيون، انټرنيټ او ټولنيزو رسنيو له لارې دغه ننداره کتلې ده او کابو ۷ ميليارډو او ۱۳۳ ميليونو انټرنيټ کاروونکو په انلاين ډول دغه هنري ننداره کتلې او خوند يې ترې اخيستی دی.
(د ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر ماښامنۍ هندري ننداره)
د چينايانو لپاره د پسرلني اختر د رخصتۍ په درشل کې د کورنۍ غړيو راغونډېدل ډېر اهميت لري، نو په دغه موده کې ترافيک ډېر بوخت وي او هر څوک هڅه کوي، چې خپل کور ته ځان ورسوي او له خپلې کورنۍ سره ياد اختر ولمانځي.
د چين کلتور او سيلانۍ وزارت وايي، چې د ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر د رخصتۍ په موده کې يعنې د جنورۍ له ۳۱ مې نېټې څخه د فبرورۍ تر ۶ مې نېټې پورې ۲۵۱ ميليونو چينايانو د هېواد په داخل کې سفرونه کړي، چې دا شمېر د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې د شمېر په پرتله ۲ سلنه کموالی ښيي او د ۲۰۱۹م کال د همدې مودې له شمېر ۷۳.۹ سلنې سره کابو برابر دی.
( د فبرورۍ۶ مه نېټه، د چين د پلازمينې بېجينګ د اورګاډيو شمالي سټيشين )
د پسرلني اختر د رخصتۍ په موده کې د چين سيلانيز عايدات ۲۸۹ ميليارډه او ۱۹۸ ميليونه يوانه ښودل شوي، چې دا شمېر بيا د ۲۰۲۱ م کال د همدې مودې په پرتله ۳.۹ سلنه کموالی ښيي او د ۲۰۱۹ م کال د همدې مودې د عايداتو له ۵۶.۳ سلنې سره کابو برابر دي.
د چين فلمونو ادارې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې په دغه هېواد کې د ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر د رخصتۍ په موده کې د فلمونو د ټکټونو د خرڅلاو ارزښت ۶ ميليارډو او ۳۵ ميليونو يوانو ته رسېدلی دی.
چينايانو په دغه موده کې نه يوازې د خپلو کورنيو غړيو او ملګرو سره وکتل، بلکې د ساتيري لپاره سینماګانو ته هم لاړل او هلته يې فلمونه وکتل.
چين د پسرلني اختر په موده کې ۸ فلمونه نندارې ته وړاندې کړي وو، چې پکې ۶ فلمونو له ۱۰۰ ميليونو يوانو څخه زياتې پيسې ګټلې دي او ۱۱۴ ميليونو چينايانو په ياده موده کې فلمونه کتلي دي.
په چين کې د فبرورۍ تر ۶ مې نېټې پورې د فلمونو د ټکټونو د خرڅلاو عمومي ارزښت ۸ ميليارډو او ۷۱۴ ميليونه يوانه ښودل شوی، چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴۲.۵ سلنه زياتوالی ښيي.
(چينايان د فلم کتلو په حال کې )
کرونا وبا لا هم په ټوله نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده. د چين د پسرلني اختر په موده کې د لګښت او مصرف چارې هم د کرونا وبا د خپرېدو تر اغېزې لاندې راغلي، خو بیا هم د لګښت توده څپه يې پورته شوې ده. چين تل د خپلو خلکو روغتيا او ژوند ته لومړيتوب ورکوي، په دقيق ډول د کرونا وبا وقايوي او کنټرول چارې ترسره کوي او اغيزمنې عمومي تګلارې ټاکي او اقتصاد ته ثابت خوځښت او پرمختګ ورکوي.