دوشنبه, جون 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

  • نړۍ

    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه لیکنې

چين هيله لري، چې افغانان ارام او نيکمرغه ژوند ولري

لیکنه: ډېوه؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

فبروري 9, 2022
in لیکنې
0 0

د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزارت د جنورۍ په ۲۹مه نېټه کابل، کندهار، هلمند، غور او فراه ته د شاو خوا ۶۰۰ ټنو په اندازه د چين مرستندويه توکي وليږل او په اړمنو خلکو وويشل شول. د چين په بشري مرستو بار یو اورګاډی د جنورۍ په ۳۰مه نېټه له شینجيانګ څخه د افغانستان په لور خوځيدلی دی. د چين په دغې مرستندويه جوپه کې ۵۰۰ ټنه غنم، بوره، غوړي او له کچالانو د ډول ډول توليداتو جوړولو الې شاملې دي.

د چين په مرستندويو توکو بار يو بل اورګاډی به هم په روانې مياشت کې د افغانستان په لور وخوځيږي او چين ويلي، چې تر وسې پورې به له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.د شينجيانګ کارګر د چين د پسرلني اختر په درشل کې په منفي شل درجې سړه هوا کې د اورګاډي د کانټينرونو په ډکولو بوخت وو او دغه اورګاډی به په ټاکلي وخت د افغانستان په لور حرکت وکړي.

کله چې د امريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، امريکا د افغانستان بيارغونه او د خلکو ژوند شا ته وغورځول او په ورته وخت کې يې د دغه هېواد څه باندې ۹ ميليارډه ډالر هم کنګل کړل او دا د دې سبب شول، چې د افغانستان اقتصادي حالت مخ په ځوړ روان شي او افغانان يې له راز راز ستونزو سره مخ کړي دي.

چين د افغانستان د ګاونډي او مسئولانه لوی هېواد په توګه په دغه هېواد کې د بشري بحران مخنيوي ته لومړيتوب ورکوي او غواړي د دغه هېواد له ۳۸ ميليونه خلکو سره د لومړنيو توکو مرسته وکړي. دغه فکر د چين د بشري حقونو له نشريې سره سمون خوري. چين د خلکو د ژوند او پرمختګ حقونه لومړي بنسټيز بشري حقونه بولي او د بشري حقوقو پر هغې نظريې ټينګار کوي، چې له مخې يې خلکو ته باید لومړيتوب ورکړل شي. دغه نظريه يوازې د چين د خلکو لپاره نه ده، بلکې د بېلا بېلو هېوادونو خلک هم باید ياده نظريه پلې کړي.

چين د بشري حقونو د تامينولو د دغې نظريې پر بنسټ د افغانانو ستونزې درک کوي او خواخوږي ورسره ښيي. چين هڅې کوي، له افغانانو سره په دغو ستونزمنو وختونو کې تر وسې پورې مرستې وکړي او هيله لري، چې افغانان له یادو ستونزو ووځي او خپل کور بیا اباد کړي. افغانان په ډېرو ستونزو کې راګير دي او نړيوال بايد د دوی له احساساتو سره لوبې ونه کړي. چين په ډېرو نړيوالو غونډو کې پر بېلا بېلو هيوادونو غږ کړی، چې افغانستان سره مرستې وکړي او له نړيوالې ټولنې يې بیا بیا غوښتي، چې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

په افغانستان کې اوس سوړ ژمی دی، بحرانونه څه ته انتظار نه کوي، د بشري مرستو ځنډول به افغانان له نورو ستونزو سره هم مخ کړي او د ماشومانو په شمول کمزوري خلک به د مرګ خولې ته وغورځي. چين هيله لري، چې نړيواله ټولنه معقول وړانديزونه او له افغانانو سره بشري او اقتصادي مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا څه موده مخکې د افغانستان د حالاتو په هکله يوه غونډه تر سره کړه.په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون په يادې غونډې کې وويل، چې نړيواله ټولنه بايد د افغانستان له سرپرست حکومت سره تماسونه زيات او ورباندې اعتماد او باور ټينګ کړي. هغه له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې بشري مسئلې په سياست پسې ونه تړي او ډېر ژر دې له افغانستان سره بشري او اقتصادي مرستې وکړي.

چين او افغانستان ګاونډي هېوادونه دي او ګډ برخليک لري. چين هيله لري، چې خپل ګاونډی هېواد افغانستان يې ارام او خوندي وي او پکې ټولنيز ثبات او اقتصادي پرمختګ رامنځته شي. افغانان هم له چين سره ښې خاطرې لري او تل دا وايي، چې چين د افغانستان یوازینی ګاونډی هيواد دی، چې تر اوسه یې پرې تيری او ظلم نه دی کړی او نه يې هم په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې. دواړه هېوادونه په سوله کې ګډ ژوند کوي او خپله عنعنوي او ښه دوستي پالي.

د چين په مرستندويو توکو بار اورګاډی اوس افغانستان ته پر لارې دی او هيله ده، چې دغه توکي په دغه سوړ ژمي کې افغانان ګرم وساتي.

Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

جون 8, 2026

شي جين پينګ پينګ يونګ ته ورسېد

جون 8, 2026

کيم جونګ اون د شي جين پينګ لپاره د هرکلي مراسم ترسره کړل

جون 8, 2026
default

بېجینګ په ګوانګ شي کې د سيلابونو او پېښو ضد د مبارزې د څلورمې درجې بېړني اقدامات ترسره کړل

جون 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In