په دې وروستیو ورځو کې د امريکا ولسمشر جوبايډن يو فرمان لاسليک کړی، چې له مخې به يې د دوی له خوا کنګل شوې درې مليارډه او پنځه سوه ملیونه افغان شتمني د ۹،۱۱ پېښې قربانيانو کورنيوته ورکړي، خو دغه پرېکړه په نړۍ کې او په تېره بيا په افغانستان کې له توندو غبرګونونو سره مخ شوي. په دې اړه د چين د سي اېم جي خبريالې د افغانستان له ځينو کارپوهانو او شخصيتونو سره مرکه کړې ده. دوی د امريکا ياده پرېکړه غندلې او ويلي يې دي، چې امريکا دافغانانو کنګل شوې شتمنۍ غلا کړې، چې له دې کبله به د افغانستان اقتصادي او بشري بحرانونه نورهم زيات شي. د دوی په اند د امريکا دغه کړنه د افغانستان پر بشري حقونو د امريکا د تېري بل ثبوت دی.
د ډېرو افغان کارپوهانو او شخصيتونو په اند افغانان له۹،۱۱ پېښې سره هېڅ تړاو نه لري، نو امريکا دا حق نه لري، چې افغان شتمنۍ د دې پېښې قربانيانو ته ورکړي. دغه راز د افغانستان د ار ټي اې خبريال سيد عمر سهار داسې ويلي، چې پخوا امريکا ويلي و چې د دې پېښې پلان په افغانستان کې د القاعدې سازمان له خوا طرحه شوی وو، خو دوی هېڅ ثبوت نه لري او دا ټولو ته معلومه ده، چې د يادې پېښې د پېښېدو له لسو کلونو وروسته په ۲۰۱۱ م کال کې د القاعدې شبکې مشر په بل ځای کې پیدا او ووژل شو. نو له دې کبله افغانانو له دغې پېښې سره هېڅ تړاو نه درلود، نو ولې د افغانانو پيسې د ۹،۱۱ پېښې قربانیانو ته ورکړل شي؟ د امريکا ولسمشر افغان ولس ته په داسې سترګه ګوري، چې په دې اړه د پوښتنې څوک نه لري. په امریکا کې کنګل شوې افغان شتمنۍ د افغان ولس حق دی، دا نه د امريکايانو ده نه د امريکا ده، نه د جو بايډن ده او نه هم د افغانستان د تېر نظام نه وه دا د ولس شتمنۍ ده.
د دې ترڅنګ هغه هم د امريکا پر حکومت غږ کړی، چې دغه پيسې دې بېرته افغانانو ته ورکړي. ځکه چې د جو بايډن د ياد فرمان په لاسليکولو سره په افغانستان کې د ډېرو ملکيانو ژوند لا سخت شوی دی.د فرانسې د اروپايي مطبوعاتي ټلويزيون د خبر له مخې اوس په افغانستان کې نژدې ۲۴ ملیونه افغانان له وږي سره مخ دي چې، دغه شمېر د دې هېواد د عمومي نفوس په سلو کې ۶۰ برخه نيسي. په دې هکله د کندهار د اوربند ورځپاڼې د عمومي مدير مرستيال عبدالمتين اميري زمونږ له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې داسې وويل: لکه څنګه چې ټولې نړۍ ته معلومه ده، چې افغانستان اوس په ډېر بحراني حالت کې دی. افغانان دې ته اړ شوي چې خپل اولادونه او حتی د بدن غړي وپلوري، چې په دې جمله کې ډېر يې اوس خپل پښتورګي هم پلوري. دوی ډېر سخت ژوند تېروي.
۹،۱۱ پېښه شل يا يووشت کاله مخکې پېښه شوه، خو له بده مرغه په افغانستان کې تر ۲۰۲۱ کاله پورې مونږ زرګونه او لسګونه زره کونډې او يتيمان درلودل او لرو يې. اوس هم ډېر وګړي خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي. نو اړينه دا ده، چې د افغانستان د خلکو شتمنۍ دې د يو ميکانيزم له لارې د امريکا دولت په ښه ډول بېرته افغانانو ته ورسوي تر څو د دوی ستونزې او مشکلات لېرې شي.
د افغانستان د کابل پوهنتون د استاد اکبر په اند د امریکا ياده کړنه د افغانانو پر حقونو تېری دی. هغه په مرکې کې داسې ويلي، چې یو داسې هېواد (امريکا) چې په بېلا بېلو برخو کې ځان غښتلی بولي، نامعقوله او نا عادلانه پرېکړه کړې، چې دا له بشري حقونو او عدالت څخه سرغړونه ده. امريکا بايد د افغانستان د اوسني بحراني حالت پړه پر غاړه واخلي.