عمر دراز مروت د پښتو ژبې یو پیاوړی شاعر و چې په ۱۹۵۸ ز کال کې یې د خیبر پښتونخوا په جنوب کې د لکي مروت په شاتوره تختيخېل سیمه کې نړۍ ته سترګې وغړولې او د ژوند تر وروستیو پورې په همدې سیمه کې اوسېده. مروت رسمي زده کړې نه وې کړې، خو په پښتو نظم کې د داسې یو سبک څښتن و چې د پښتو ادب اسمان به تر ډېره رڼا وساتي. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په جومات کې پیل کړې، خو د وخت او حالاتو ستونزو ورته اجازه ورنه کړه چې خپلې زده کړې بشپړې کړي. نوموړي ته په کم عمر کې ډېر مسوولیتونه وسپارل شول او د ژوند تر اخره یې په خپله سیمه کې استوګنه غوره کړه. هغه یوازې دومره کولی شوای چې لیک او لوست وکړي. مروت په کمو زده کړو پښتو ژبې ته نه هېرېدونکي او تلپاتې میراثونه پرېښي دي.
خدای بښلی مروت نه یوازې دا چې یو لیکوال او شاعر و، بلکې په خپله سیمه کې یې له خپلو ټولو مجبوریتونو او تنګ لاسیو سره سره پښتو ژبې ته خدمت پر ځان فرض بللی و. هغه د شیخ بدین په نامه یوه مهالنۍ درلوده او د برې پښتونخوا سربېره په مورنۍ خاوره کې یې هم د ډېرو مینه والو تر لاسونو رسېده او ډېر مینه وال یې درلودل.
نوموړي دغه راز په خپله سیمه کې یوه ادبي ټولنه هم جوړه کړې وه چې ۱۰۷ شاعران او لیکوالان به ورته راتلل او له همدې ځایه به یې د پښتو ژبې خدمت کاوه. عمر دراز له دې ټولنې هېڅ لاسته نه راوړل، خو ستره لاسته راوړنه یې دا وه چې په خپله سیمه کې یې پټ استعدادونه را برسېره کړل چې دا به پر ټولو پښتنو د خدای بښلي یو احسان وي او هېڅ پښتون به د نوموړي پر دغو خدمتونو سترګې پټې نه کړي.
د پښتونخوا په مردان کې د پښتو ژبې لیکوال، څېړونکي او د عمر دراز مروت نږدې ملګري میا وکیل شاه فقیرخېل د نوموړي له مرګ وروسته له ازادي راډیو سره په مرکه کې نوموړی د رنګین فکر څښتن وباله او د هغه په اړه یې وویل: «عمر دراز مروت د یوه ډېر رنګین فکر څښتن، د پښتو ادب نوموړی او پیاوړی شاعر او ملنګ طبعیته انسان و، خو خپل ژوند یې له پښتو ادب نه ځار کړی و. پښتو ادب ته یې ډېر څه ورکړي دي. له خپلې غریبۍ سره سره هغه هرې کوڅې او هر ځای ته تللی او خصوصاً پر لر او بر پښتنو باندې ډېر مین و. لر او بر پښتنو هم هغه ته ډېر عزت ورکړی. د هغه چې هر څومره تعریف وکړای شي، هغه کم دی.»
فقیر خېل وویل، سره له دې چې نوموړی له ډېرو اقتصادي او مالي ستونزو سره مخ و، خو له دې ټولو سره سره یې بیا هم پښتو ژبو ته ډېر خدمتونه وکړل. د ده په وینا، عمر دراز مروت په پښتو ژبه کې تر سلو ډېر کتابونه چاپ کړي چې دا له پښتو ژبې سره د نوموړي د مینې او نېک احساس ښکاره ثبوت دی.
هغه په خپله خوږه ژبه او نېکو اخلاقو د ډېرو خلکو په زړونو کې داسې ځای موندلی و چې کله یې ملګري او نږدې کسان په اړه درته غږېږي، نو زړه دې وشي چې ای کاش! دا خبرې ما د ده پر ژوند له خلکو اورېدلې وای او ښه ډېر نازول شوی وای.
د پښتو ژبې دا هستي او نازولی شاعر وروسته د هغه له مرګه ډېر محبوب شو چې دا دې ډېرو وګړو په باور بد فرهنګ دی. موږ د خپل وطن پر هستیو او سترو انسانانو هغه وخت خبرېږو چې دوی له دنیا سره مخه ښه وکړي چې دا مناسبه نه ده.
د پښتو ژبې بل پیاوړی شاعر او لیکوال پيرمحمد کاروان د نوموړي د ژوند په اړه وايي: « عمر دراز مروت زموږ له نږدې ملګرو څخه و، دی د بنو په مروتو کې اوسېدلو، سبقونه یې ډېر نه وو ویلي، خو خدای تعالی یو ډېر شاعرانه فطرت ورکړی و. د مهاجرت په وختونو کې به چې کله پېښور ته راتلو، نو د افغان لیکوالو او شاعرانو سره به یې هم ناسته پاسته درلوده او شعرونه به یې ویل. د نوموړي شاعري ډېره خوږه وه، داسې شاعري یې وه لکه د خاطر افریدي، د ده شاعري، نوم او خوږې خاطرې به همېشه په پښتو ادب کې یاد وي. مروت به د ننګرهار، لغمان او خوست په مشاعرو کې هم ګډون کاوه، خو له خوست سره یې ځانګړې مینه درلوده.»
د کاروان په خبره، نوموړی د ډېر غربت په حالت کې له دې فاني دنیا څخه لاړ چې حتی د مرګ په بستر هم ورسره د مرستې څوک نه و. نوموړی لر او بر پښتانه له نوموړي سره د نه همکارۍ له کبله ګرم ګڼي.
عمر دراز مروت ومړ او هغه هم په داسې حال کې چې په روغتون کې یې د تدواۍ لپاره پیسې د کرښې له دې غاړې ټولې شوې. هغه هستي چې موږ یې نن پر مرګ سترګې سرې کړې دي، په داسې حال کې د مرګ بدرنګې غېږې ته لاړ چې پر ټولنیزو رسنیو د هغه خپاره شوي عکسونه د هر انسان له سترګو اوښکې بهوي.
هغه په پېښور کې په داسې حال کې د روغتون پر بستر پروت و چې هېڅ حکومتي ادارې یې د درملنې لپاره مرسته ونه کړه. نه یې چا حال ولید او نه هم چا د مرستې لاس ورکړ، خو د کرښې دې غاړې پښتنو لیکوالانو، شاعرانو او د شعر او ادب مینه والو یې د دانش خپرندویې ټولنې په مرسته د درملنې مسوولیت پر غاړه واخیست. دوی په خپل دې اقدام سره دا وښوده چې زموږ وینه نه بېلېدونکې ده او د کرښې دواړو غاړو ته پراته پښتانه په هر حال کې د یو بل مرستې ته چمتو دي.
عمر دراز مروت له ډېرې مودې راهیسې د ورپېښې ناروغۍ له امله کړېده. د کرښې هغې غاړې ته پراته پښتانه او فرهنګیان او لیکوالان بیا د پېښور له چارواکو ګیله من دي. دوی وایي چې د هغه پوښتنه هېچا هم ونه کړه.
د مروت نږدې ملګری شاعر او لیکوال سلیم قرار د نوموړي مرګ د لر او بر پښتنو لپاره ستره ضایعه بولي او د پښتو ژبې او ادب لپاره د هغه کړې هڅې نه هېرېدونکې بولي. نوموړی یې په اړه وایي:« د عمر دراز مروت مرګ د لر او بر پښتنو لپاره ډېره د زیان خبره ده او ده چې پښتو ژبې او ادب ته کوم خدمتونه کړي، ډېره ګرانه ده چې بل څوک د نوموړي په څېر پښتو ته دومره خدمت وکړي».
مروت له ډېرې مودې راهیسې ناروغ و، خو په دې وروستیو کې یې ناروغي شدیده شوه چې له امله یې د پېښور په یوه روغتون کې د روان(۲۰۱۸ میلادي کال) د نومبر په ۳۰مه د جمعې ورځ مازدیګر په پېښور کې ومړ او مړی یې په خپل پلرني ټاټوبي شاتوره تختيخېل، لکي مروت سیمه کې خاورو ته وسپارل شو چې په جنازه کې یې پر لیکوالو او شاعرانو سربېره سلګونو کسانو برخه اخیستې وه.
د کرښې دواړو غاړو ته پرتو پرګنو او د خدای بښلي د شاعرۍ مینه والو د هغه پر مړینه ژوره خواشیني وښوده او د هغه مړینه یې پښتو ادب ته ستر زیان وباله.
دغه راز د افغانستان اوسني ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د نوموړي په مړینه خواشیني وښوده او د پښتو ادب په وده کې یې د هغه کړې هلې ځلې وستایلې.
د نوموړي د شاعرۍ مینه والو ته ښه زېری دا دی چې د دانش خپروندویې ټولنې مشر اسد دانش د مروت د کلیاتو د راټولولو او هېواد والو ته د کتاب په بڼه د چاپ ژمنه کړې چې دا یو نېک او پر ځای اقدام دی.