دوشنبه, جون 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

  • نړۍ

    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

  • نړۍ

    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د افغان سولې نوې هڅې او احتمالي اندېښنې

لیکنه: ذاکر جلالي

دسمبر 11, 2018
in تحلیل
0 0

د ډونالډ ټرمپ اداره پر افغانستان د امریکا د جګړې درېیمه هغه ده چې دغه پېټي ته اوږه ورکوي. خو ټرمپ د تېرو دوو ولسمشرانو پرخلاف له یوې غیرسیاسي او د سوداګرۍ له مخینې سره د سیاست پېچلې دنیا ته راغلی. پر دې اساس د ټرمپ او تېرو ادارو سیاسي لومړیتوبونه د پام وړ توپیرونه لري. د ټرمپ تر ټولو ښه ځانګړنه به دا وي چې د پېچلیو سیاسي او پوځي سیالیو پر ځای پر سوداګرۍ او راکړه ورکړه باور لري. که په افغانستان کې د امریکا جګړې او پوځي حضور ته له دې زاویې وګورو؛ نو د ټرمپ له راتګ سره دا هیلې پنځېدلې چې امریکا د افغانستان د بې‌مفهومه جګړې دوام ته ډېره لېواله نه ده. د ده نظر سیاست ته یوازې د اقتصادي ګټې او تاوان له زاویې دی. د افغانستان جګړه بیا امریکا ته نه یوازې دا چې عاید نه لري، بلکې لګښت لا غواړي؛ ځکه ټرمپ ته دغه جګړه په زړه پورې نه برېښي او پر دې فکر کوي چې څنګه دا ربړه هواره کړي.

هیلې

پر دې اساس واک ته د ټرمپ رسېدل د افغان سولې په تړاو هیلې زیاتې کړې. دا هیلې هغه مهال لاپسې زیاتې شوې چې د امریکا حکومت سپټمبر کې خپل پخوانی افغاني‌الاصله ډیپلوماټ، زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره خپل استازی وټاکه. خلیلزاد له خپلې ګومارنې سره سم د افغانستان، پاکستان او قطر په ګډون د سیمې هېوادونو ته د سفرونو لړۍ پیل کړه. دمګړۍ خلیلزاد پر خپل درېیم سفر وتلی چې د ډسمبر له ۲مې پیل شوی او د روانې میاشتې تر ۲۰م به دوام ولري. خلیلزاد په خپل دویم سفر کې د ملا فاضل او ملا خیرالله خیرخوا په ګډون د طالبانو له استازو سره درې ورځې خبرې وکړې. تمه ده چې خلیلزاد به د روان سفر په جریان کې هم له طالبانو سره وګوري.

له بلې خوا د خلیلزاد له ګومارنې وروسته طالبانو هم د ګوانتانامو پنځه تنه پخواني بندیان د قطر سیاسي دفتر د غړو په توګه وګومارل. ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخوا، ملا نورالله نوري، ملا عبدالحق وثیق او مولوي محمد نبي عمري پنځه تنه هغه طالب مشران دي چې په پوځي برخه کې يې پخوا مهمې دندې ترسره کړې دي او اوس د دې ډلې د سیاسي استازولۍ برخه شول. د طالبانو په سیاسي دفتر کې د دغو پنځو تنو زیاتونې وښوده چې طالبان هم د خبرو نویو پړاوونو ته چمتووالی نیسي؛ ځکه د طالبانو په لیکو کې د دغو پنځو مشرانو مخينه ښيي چې سیاسي بهیر کې د دوی حضور دې پروسې ته لا اعتبار ورکوي.

اندېښنې

د خلیلزاد د هڅو او خبرو په دوام، ځینې لوړ پوړي امریکايي چارواکي ځینې داسې څرګندونې کوي چې ښايي د خبرو اترو بهیر زیانمن کړي. ټرمپ واشنګټن پوسټ سره په خبرو کې وویل: «کله چې له کارپوهانو د افغانستان د جګړې په اړه پوښتنه کوم، وايي که افغانستان کې جګړه ونه کړو، ښايي په کور دننه جګړه وکړو». د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، له افغانستانه د وتلو بیه هلته تر پاتې کېدو لوړه ده. تازه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر، جنرال جوزیف ډینفورډ هم په افغانستان کې د امریکا پر پوځي شتون ټینګار کړی. ډینفورډ ویلي، د امریکا حضور په افغانستان کې د القاعدې او داعش وړتیا کمزورې کړې او که امریکا په افغانستان کې نه وي، دغه ډلې به بیا خپل ظرفیتونه لوړ کړي او داسې پېښې به رامنځته کړي، لکه د سپټمبر ۱۱مه. تر ده وړاندې د دفاع وزیر جېمز مټیس ویلي وو چې د امریکايي پوځیانو د حضور او وتلو بحث به د سولې له خبرو وروسته مطرح کېږي. معنا دا چې د پوځیانو د حضور بحث د سولې خبرو کې نه دی شامل.

طالبانو هم د ورته څرګندونو او اندېښنو په غبرګون، په یوه اعلامیه کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی. طالبانو ویلي: «له افغانستان څخه د نورو هېوادونو لپاره د تهدید تصور هېڅ واقعیت نه لري، افغانانو نه د چا په ضرر ګام اخیستی، نه یې د نورو هېوادونو په مسائلو کې مداخله کړې او نه یې هم له دې وروسته اراده لري». طالبانو دغه اندېښنه «غلطه فرضیه» بللې او ویلي يې دي چې دغه تبلیغاتي جګړه د ۱۸ کلنې جګړې لامل شوه.

طالبانو پر خپله رسمي وېب پاڼه په یوه تبصره کې د امریکایانو پر وروستیو شپنیزو عملیاتو او چاپو بحث کړی او په پای کې يې ګواښ کړی چې ښايي له مقابل لوري سره د خبرو د کولو یا نه کولو په باب، له سره غور وکړي.

په تېرو څو ورځو کې د طالبانو او امریکایانو له لوري وروستیو دریځونو دا اندېښنې راولاړې کړې چې د سولې د نوو ټوکېدلو هیلو د مړاوي کېدو وېره یې پیدا کړې. په دې تړاو څو ټکي د پام وړ دي:

لومړی- امریکایان او طالبان تر اوسه د مذاکراتو پړاو ته نه دي داخل شوي. تر اوسه دواړې غاړې د «خبرو په اړه» خبرې کوي. دا پېچلې مرحله ده؛ ځکه چې پر اصلي موضوعاتو لا خبرو ته نه دي رسېدلي؛ نو طبعي ده چې د جګړې په ډګر کې به هر لوری د پخوا په څېر د لا زیات فشار د واردولو هڅه کوي. یوازې هغه وخت کولای شو چې د جګړې په ډګر کې د فشار د کمېدلو هیله وکړو چې خبرو کې پرمختګ وشي او یا هم اوربند ته ورسېږي.

دویم- د امریکا اداره د سولې د خبرو په تړاو وېشلې ده. لا هم د امریکا په اداره کې جنګ ‌غوښتونکی لوری خپل مهم رول لري. بناً په دې مرحله کې هڅه باید دا وشي چې جګړه غوښتونکی ذهنیت لا منزوي شي او عملاً ثابته شي چې د افغانستان جګړه د امریکا د ولس ګټې نه ساتي او یوازې یوه بې‌مفهومه جګړه ده. تېره اونۍ واشنګټن پوسټ او فارین پالیسي داسې مطالب خپاره کړل چې په یو ډول یې د سولې هڅې بابېزه ګڼلې. په داسې حساس وخت کې په رسنیو کې د داسې مطالبو خپرېدل ښيي چې جګړه‌ غوښتونکي جهتونه هم امریکايي سیاست کې فعال دي.

درېیم- افغانان تر بل هر چا سولې ته اړتیا لري؛ ځکه د روانې جګړې قربانیان افغانان دي. نو کله چې بهرني لوري د خبرو لپاره ګام پورته کوي، پکار نه ده چې افغان لوری يې د ودرولو ګواښ وکړي. پکار ده چې افغانان د ټرمپ د ادارې له دغه فرصته استفاده وکړي او امریکایان ډاډه کړي چې ستاسو حضور تاسو ته سرخوږي جوړوي؛ خو ستاسو وتل به تاسو ته هېڅ ډول ګواښ رامنځته نه کړي.

څلورم- د خبرو اترو روان بهیر د اوږدو هڅو او منډو ترړو پایله ده چې مختلفو نړیوالو جهتونو په کې رول لوبولی دی. په دومره پراخه کچه له نړیوال ملاتړه برخمنې خبرې باید په اسانه له ګواښ سره مخ نه شي. معمولاً په نړیوالو اړیکو کې د دولتونو یا جهتونو ترمنځ د خبرو لړۍ هغه وخت پرې کېږي چې یو لوری یو ستر تخلف وکړي.

د دغو ټکو په پام کې نیولو سره پکار دي چې له شته فرصته ګټه پورته شي. سیاست د فرصتونو د مدیریت لوبه ده. خبرې کول الزاماً په دې معنا نه دي چې ګواکې دواړه لوري «رښتیني» دي. په ډیپلوماسۍ کې د «رښتینوالي» هیله مناسبه نه ده. د ډیپلوماسۍ یو تعریف له سوله‌ییزو لارو خپلو اهدافو ته رسېدل یاد شوی. د خبرو د دوام معنا دا ده چې دواړه لوري فکر کوي چې خپلو موخو ته د تفاهم له لارې رسېدای شي؛ نو لازمه نه ده چې د جګړې پر ماشین خپلې سرچینې ولګوي.

په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات په پار!

 

Share11Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

جون 8, 2026

شي جين پينګ پينګ يونګ ته ورسېد

جون 8, 2026

کيم جونګ اون د شي جين پينګ لپاره د هرکلي مراسم ترسره کړل

جون 8, 2026
default

بېجینګ په ګوانګ شي کې د سيلابونو او پېښو ضد د مبارزې د څلورمې درجې بېړني اقدامات ترسره کړل

جون 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In