لا هم د افغانستان په ګوت ګوټ کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو غږونه کېږي، خو امارت په دې اړه څه نه وايي چې دا ښوونځي به څه وخت پرانیستل شي. د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې دیني عالمانو بیا بیا له امارته غوښتي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي، ځکه چې ددغو ښوونځیو پرانیستل، نه له شرعي اړخه کومه ستونزه لري او نه هم د امارت په ګټه دي. دوی ټینګار کوي چې اسلام ښځو ته د زدهکړو حق ورکړی دی او امارت باید له نجونو دا حق وانه خلي. په وروستیو کې په کابل او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دیني عالمان پرله پسې غونډې کوي او بیا بیا له امارت غواړي چې ښوونځي پرانیزي. ددې تر څنګ په پښتونخوا کې افغان دیني عالمانو او د پاکستان په ګډون په ګڼو نورو هېوادونو کې هم پیاوړو دیني عالمانو پر امارت غږ کړی چې د نجونو ښوونځي پرانیزي، ځکه چې نه یوازې د نجونو تعلیم له شرعي اړخه کومه ستونزه نه لري، بلکې اړین دی.
د افغانستان د خلکو پرله پسې غوښتنو، د دیني عالمانو غونډو، شریعي فتواوو او غږونو ته د اسلامي امارت نه مثبت او نه هم نفي ځواب شته. د پوهنې وزارت یوازې دومره وايي چې د مشرتابه امر ته په تمه دي او ځینې یې پکې دا زیاتوي چې پر یوه جامع طرحه کار روان دی، چې پکې نجونو ته د خوندي او مناسب چاپیریال رامنځ ته کول شامل دي. معلومه نه ده چې دا طرحه به څه وخت نهايي کېږي او په دې طرحه کې به داسې څه وي چې په اتو میاشتو کې جوړه نه شوه او اوس هم لا نه جوړېږي. واقعیت دا دی چې اسلامي امارت ددې خنډ اصلي لامل نه بیانوي. د نجونو د ښوونځیو پر وړاندې د خنډ اصلي لامل دا دی چې لا هم د اسلامي امارت ځیني مشران د نجونو تعلیم له شرعي اړخه ناروا ګڼي او فکر کوي چې که دوی نجونو ته اجازه ورکړي، په دې ډول به دوی ګناه کړي وي. دا سمه ده چې دا د اسلامي امارت د ټولو مشرانو نظر نه دی او آن د اکثریت نظر هم نه دی، بلکې یو څو محدود کسان دي. دوی چې پکې ځیني شیخان شامل دي، د اسلامي امارت عمومي مشر ته نږدې کسان دي، له همدې امله د اکثریت د خوښې خلاف لا هم ښوونځي بند ساتل شوي دي. تر هغو چې ددغو کسانو نظر بدل نه شي، نه به ښوونځي پرانیستل شي او نه به هم طرحې کار ورکړي. ستونزه دا ده چې دا کسان نه خپله ولس ته د خپلې دې پرېکړې شرعي دلایل وړاندې کوي او نه هم نورو دیني عالمانو ته ارزښت ورکوي، نو ځکه د دیني عالمانو له پرله پسې فتواوو او غوښتنو سره سره د ښوونځیو د پرانیستنې په برخه کې کوم مهم پرمختګ نشته.
د اسلامي امارت مشرتابه ته پکار ده چې د خلکو او دیني عالمانو غوښتنو ته اهمیت ورکړي. که د ښوونځیو د بندښت په اړه کوم قانع کوونکی دلیل لري، نو له خلکو سره دې یې شریک کړي چې خلک له خپلو غوښتنو تېر شي. که دوی نه دلیل وايي او نه د نورو اوري، نو دا د یوه نظام له تخریب، پر حکومت له بدګومانۍ پیدا کولو، د خلکو له ناهیلي کولو او د حکومت او خلکو ترمنځ له واټن پیدا کولو پرته بله پایله نه لري.