په دې وروستيو ورځو کې د م م د غلو دانو او کرنې سازمان اعلان وکړ، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې تر منفي اغيزې لاندې د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د نړۍ د غلو دانو بيه په سلو کې ۱۲ اعشاريه ۶ زياته شوې او له ۱۹۹۰م کال راهيسې يې نوی ريکارډ جوړ کړی دی. دغه سازمان ويلي، چې په همدې مياشت کې د دې سازمان د غلو دانو د بيې ګراف په منځني ډول ۱۵۹،۳و، چې دغه رقم د روان کال د فبرورۍ په پرتله په سلو کې ۱۲،۶لوړ شوی دی. د خبر له مخې د روان کال د فبرورۍ له ۲۴مې نيټې راهيسې په نړۍ کې د غنمو بيه په سلو کې ۶۶ اعشاريه ۲۴ زیاته شوې او د شمالي افريقا او منځني ختيځ د ځينو هېوادونو خلک اوس له لوږې سره مخ دي.
داسې ښکاري چې په نړۍ کې د غلو دانو د بیو لوړېدل، د اوکراين په کړکېچ پورې اړه لري، ځکه روسيه او اوکراين په نړۍ کې د غلو دانو د توليد او صادراتو لوی هېوادونه ګڼل کيږي. د يادو دوو هېوادونو ترمنځ د جګړې له کبله دوی د غلو دانو عرضه، توليد او لېږد رالېږد په شمول ډېرو برخو کې ډېرې ستونزې لري. په ورته وخت کې څو هېوادونو نورو ته د غلودانو د صادراتو د بندولو اعلان وکړ، چې په پايله کې يې د غلو دانو کمښت مخ په خرابېدو دی او په نړيوال بازار کې د غلو دانو بيه په پر له پسې توګه لوړه شوې ده.
پوښتنه دا ده، چې ولې د روسيې او اوکراين ترمنځ جګړه پيل شوه او په نړۍ کې د غلو دانو د دوو عمده توليدوونکو هېوادونو په توګه دوی یو له بل سره دښمنان شول؟ حقيقت دا دی، چې د اوسني بحران د تر ټولو لویې پاروونکې په توګه د امريکا په مشرۍ ناټو، په تېرو څه باندې شلو کلونو کې پنځه ځله ختيځ ته پراخ کړی او په پر له پسې توګه يې پر روسيې فشارونه اچولي، چې دا د يادې جګړې د پيلېدو سبب ګرځېدلی دی. د ترکيې یوه پوځي کارپوه وایي، چې امريکا له بادارۍ او سياسي ګټو پرته د خلکو ژوند له پامه غورځوي. د بلاروس ولسمشر لوګاشينګو هم همدارنګه ویلي، چې که د امریکا د متحده ایالاتو مشر د اوکراين ولسمشر ولاډيمير زلنسکي ته ووايي، چې جګړه دې پای ته ورسوي، نو جګړه به ژر ختمه شي، خو دا ښکاره ده، چې امريکا به دا کار ونه کړي، ځکه چې د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې دوام د دې هېواد له دولتي ګټو سره سمون لري.
رښتيا خبره دا ده، چې د غلو دانو په نړيوال بازار کې څلور لويې تصدۍ شتون لري او د غلو دانو بيې کنټرولولی شي، چې له هغې ډلې درۍ تصدۍ یې امریکایۍ دي.، نو له همدې کبله امریکا په نړۍ کې د غلو دانو تر ټولو لوی صادراتي هېواد دی او په دې برخه کې زياتره معاملې کنټرولوي. هر کله چې په نړۍ کې د غلو دانو بیې لوړيږي، د دغو تصديو ګټې هم تر زياتې اندازې ډېريږي. د بلومبورګ خبري اژانس خبر ورکړی، چې د غلو دانو او خوړو لويې تصدۍ او شرکتونه تل د غلو دانو د کمښت او د غلو دانو د بيو له لوړېدو څخه ګټه اخلي. د خبر له مخې د ونډو په بازار کې د امريکا د غلو دانو د اې ډي اېم شرکت ارزښت د روان کال له فبرورۍ راهيسې په سلو کې ۲۵ زياتوالی ښيي، نو ويل کيږي، چې ياده جګړه د امريکا د غلو دانو د معاملوي شرکتونو د شتمنيو د زياتوالی سبب کيږي. امريکا تل غلې دانې ستراتيژیکي وسلې بللي او د خپلې بادارۍ د لټولو په موخه يې د غلو دانو معاملې کنټرول کړي دي.
خو امريکا ياد حقيقت نه مني، بلکې د غلو دانو د لوړوالي پړه يې پر چين اچولې او تل يې پر چين تورونه لګولي، چې په نړۍ کې د غلو دانو د بیو لوړوالی د چين له خوا د غلو دانو پر ډېرې زيرمې پورې تړاو لري. مونږ دا منو، چې چین ډېرې غلې دانې ذخيره کوي، خو حقیقت دا دی، چې د زېرمو ټوله اندازه یې له خپلو پیداوارو څخه ده او هغه غلې دانې چې چين يې ذخيره کوي، له نورو هېوادونو څخه نه اخيستل کيږي. تر تېر کال پورې د چين د غلودانو کلنۍ تولیدي اندازه په مسلسلو اوو کلونو کې له ۶۵۰ مليارډو کیلو ګرامو څخه اوښتې ده. دوهم، که څه هم چین غلې دانې ذخيره کوي، خو په نړۍ کې زياترې غلې دانې د چين په لاس کې نه دي، بلکې د امريکايي شرکتونو په لاس کې دي، نو ځکه د امريکا په شمول لويديځ هېوادونه د غلو دانو بيې کنټرولوي. اوس چې په نړیوال بازار کې د غلو دانو بيې لوړې شوي، نو پړه يې د چا پر غاړه ده؟ نړيوال د دغې پوښتنې په ځواب ښه پوهیږي!