د ولسي جرګې د اوولسمې تقنیني دورې ټاکنې چې په ۳۲ ولایتونو کې د روان لمریز کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه تر سره شوې، ټاکل شوې وه چې د ټاکنو کمېسیون لومړنۍ پایلې د لړم میاشتې په ۲۰مه اعلان کړې وای، خو له بده مرغه داسې ونشول او تر اوسه یې چې د لیندۍ ۲۰مه ده، د ۱۸ ولایتونو لومړنۍ پایلې داسې مهال اعلان کړې دي چې له ناندریو ډکې او د ټاکنیزو شکایتونو پر مېز یې د ترسره شویو درغلیو او ګډوډیو په اړه لسګونه زره شکایتونه پراته دي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون کاواکه دریځ
تېره پنجشنبه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له خوا د کابل ولایت د پارلماني ټاکنو د رایو ابطال، د ټاکنو کمېسیون له لوري د یادې پرېکړې رد او بې اعتباره کول او ورپسې د حکومت په مشرۍ د دواړو کمېسیونونو روغه جوړه او په یاده پرېکړه له سره غور او بیا کتنه، هغه څه دي چې له یوې خوا یې د ټاکنو نیم بنده پروسه لا بې باوره او د ولس شک یې پر ټاکنو او د یادو کمېسیونونو پر کړنو او خپلواکۍ په یقین بدل کړ. ترڅنګ یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ترسره شوو او راتلونکو پرېکړو په هکله کاواکه او متزلزل کړ.
ستونزه چېرې ده؟
ستونزه تر ډېره د ټاکنو کمېسیون د رهبرۍ کمزورتیا، د خپلواکې ارادې نشتون او له محلي زورواکو سره د ډېرو ساحوي کارکوونکو معامله ګيري ده چې له بده مرغه د زور او زر پرمټ له ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ ز کلونو را په دېخوا همدا لړۍ ادامه لري. مافیایي کړۍ په پوره قوت او جرئت سره دا چاره ترسره کوي، ټاکنیز محلونه او د ټاکنو کارکوونکي اخلي او د ټاکنو مسیر نامطلوب لوري ته بیایي.
په سږنیو پارلماني ټاکنو کې له پخوانیو هغو سره په توپير د هېواد په ډېری ولایتونو کې پراخ تقلب د پرېمانه تذکرو په وېش؛ د احصایې له محلي دفترونو پیل، د ټاکنو کمېسیون له ساحوي دفترونو سره د سټېکرونو د لګولو پر همغږۍ او د ټاکنو په ورځ بیا د مېشتو امنیتي ځواکونو او ټاکنو کمېسیون د ساحوي همکارانو پر مټ تر سره شو.
په کابل کې ولې د بایومټریک ترڅنګ نورې لارې ومنل شوې؟
په داسې حال کې چې د بایومټریک ماشینونو پر پېرلو په میلیونونو ډالر ولګېدل، خو ظالمانه او حیرانوونکې وه چې د ټاکنو کمېسیون یوازې په کابل کې ونه توانېد او یا یې ونه غوښتل چې دغه وسایل وکاروي او لږ تر لږه په کابل کې د ټاکنو شفافیت تضمین کړي.
کابل ښار او کابل ولایت د افغانستان د ټولو ولایتونو په پرتله امن او د ټاکنو په ورځ د ټاکنو محلونو ته هر ډول لاسرسی ممکن و. ښکاره ده چې دلته له بایومټریک پرته د رایې کارولو ته اجازه ورکول او منل په داسې حال کې چې ټاکنې دویمې ورځې ته هم وغځول شوې، له زر او زور سره له معاملې پرته بله هېڅ توجیه نه لري. که وي، نو د دغه کمېسیون بې کفایتي ده چې دا جرم بیا له ګناه بدتر دی.
د کابل د رایو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته څه په کار وو؟
د ټاکنو په ورځ د ولس ستړیاوو او د خپلو رایو د کارولو په لاره کې د هغوی سرښندنو ته د درناوي په پار ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته په کار وه، څو واقعي او بایومټریک شوې رایې له نورو هغو بېلې او همدا یې د خپلې پرېکړې معیار ګرځولی وای. دا به له یوې خوا ولسواکۍ ته درناوی و او له بل پلوه به د معامله ګرو او مافیایي کړیو پر مخ درنه څپېړه وه او ترڅنګ به یې د دغه کمېسیون د خپلواکۍ او حقانیت لپاره په اوس او راتلونکي کې ستر شهکار و چې له بده مرغه داسې یې ونشوای کړای او په بېړه یې پرېکړه وکړه.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون او په ټوله کې دولت ته څه په کار دي؟
که د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غواړي چې د ولس باور اعاده او د معامله ګرو معاملې افشا کړي، نو په کابل او کابل ته ورته ولایتونو کې دې یوازې غیر بایومټریک رایې باطلې کړي.
دولت دې هم په راتلونکي کې د ټاکنو پروسه الکترونیکي کړي، د پارلماني او ولایتي شوراګانو اوسنی سیسټم دې متناسبې نمایندګۍ ته تغیر کړي او د ټاکنو کمېسیون د غړو او لږ تر لږه د یاد کمېسیون پر محلي تشکیلاتو او هلته په ترسره شوو میراثي استخدامونو دې له سره غور وکړي. له دې پرته د دغه حالت دوام د جمهوري ریاست ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ۳۱مه ناممکنې کوي او که تر سره هم شي، بحران زېږوونکې به وي.