د چین او افغانستان بزګران د پسرلي په موسم کې پر کرکیلي لګیا وي او د خپل راتلونکي فصل ته يې سترګې وي.
چین د نړۍ تر ټولو زیات نفوس لري او کرهنیزو چارو ته ډېره پاملرنه کوي او زراعتي چارې پکې لومړۍ او بنسټيزې چارې بلل کېږي.
افغانستان هم یو داسې هېواد دی، چې ډېری خلک يې پر زراعت تکيه لري او کرهیزې چارې پکې مهم رول لوبوي. د مالوماتو له مخې، کرهنیزې چارې په افغانستان کې د روزګار په سلو کې ۴۰ برخه او د کرهنیزو چارو ارزښت د دې هېواد د کورنیو چارو تولیدي ارزښت یو پر څلورمه برخه نیسي.
د تېر مارچ په پای کې کابل کې د بزګر میله او د کرنیزو محصولاتو نندارتون ترسره شو او د افغانستان د سپرست حکومت د لومړي وزير مرستیال ملا عبدالغني برادر هم پکې ګډون کړی و او ټولو بزګرانو ته یې ډاډ ورکړی، چې حکومت به يې له بزګرانو څخه هیڅ راز مرسته او همکاري ونه سپموي.
د افغانستان سرپرست حکومت د روانې میاشتې په سر کې د نشه يي توکو پر کرکيلې او استعمال هم بندیز لګولی او په دغه هېواد کې د کرهنیزو چارو د هراړخیز پرمختګ لپاره يې ښه فرصت او زمینه برابره کړې ده.
د چین د ان هوې ولایت په تون شي سیمه کې څه موده مخکې د افغانستان مسئلې په اړه لړيزې غونډې ترسره شوې او پکې له افغانانو سره د مرستې ژمنې او همکاريو ډاډ ورکړل شوی او د تون شي وړانديز يې خپور کړی دی.
چین ژمنه کړې، چې د افغانستان د کرهنیزو بنسټيزو تاسیساتو له جوړونې څخه به ملاتړ وکړي او افغانان به وهڅوي، چې د پنبۍ او مرچ په شمول زراعتي چارې ترسره او توليدات يې چين ته صادر کړي.
چین به د افغانستان د جلغوزو، زغفرانو او بادامو په شمول ځانګړي تولیدات وارد کړي. د افغانستان ياد تولیدات د چین د بازار اړتیا پوره کوي او هم افغان بزګرانو ته ډېرې ګټې رسوي.
د مثال په توګه، چين او افغانستان د تېر کال په اکتوبر کې هوايي دهليز بیا پرانېست او د افغانستان جلغوزي د همدې دهليز له لارې چين ته صادر شول. د روان کال تر مارچ پورې ۳۶ ځانګړي پروازونه شوي او چین ته پکې جلغوزي وړل شوي دي. دغو جلغوزيو افغانستان ته ۲۲ میلیونه ډالره ګټه رسولې ده.
ویل کېږي، چې د چین لوی بازار افغانستان ته ډېر زیات فرصتونه برابروي، د کرهنیزو چارو په برخه کې د چین او افغانستان همکاري روښانه راتلونکی لري.