د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين د اپريل په ۲۰ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې رسيپ (RCEP، د سيمه ييزو جامع اقتصادي همکاريزو اړیکو تړون) د سيمې د هېوادونو د اقتصادي احيا، سمسور پرمختګ او د سولې او ثبات د ساتلو په برخه کې يې مثبت رول لوبولی او د بېلابېلو هېوادونو تصدیو او خلکو ته یې ګټې رسولې دي.
رسيپ تړون ته د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د عمل جامه واچول شوه. د چين، جاپان، د کوريا جمهوريت، اسټراليا، نوي زيلنډ او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو د ټولنې (اسيان) د لسو غړيو هېوادونو په شمول ۱۵ هېوادونو د ۲۰۲۰م کال د نومبر په ۱۵مه نېټه په ګډه یاد تړون لاسليک کړ. دغه تړون په نړۍ کې د ازادې سوداګرۍ ډېر لوی تړون دی او اصول يې د انلاين سوداګرۍ، د پوهنې ملکيت حق او د سياليزو تګلارو په شمول د مالونو، خدمتونو او پانګونو له نړيوالو سوداګريو سره اړه لري.
د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د تازه شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړۍ ربعه کې د رسيپ تړون له ۱۴ غړو هېوادونو سره د چين د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت د چين د بهرنۍ سوداګرۍ په حجم کې٪ 30.4 نيولې، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ 6.9 زیاتوالی ښيي.
د بواو اسيايي فورم د روانې میاشتې په ۲۰ مه نېټه پرانيستل شوی او تر ۲۲ مې نېټې پورې به دوام ولري. د دغه فورم یو شمېر چيني او بهرنيو ګډونوالو ويلي، چې رسيپ تړون سيمه ييز پرمختګ له نويو فرصتونو سره مخ کړی دی.
د بواو اسيايي فورم په همدې ورځ د اسیا د اقتصادي لرليد او يووالي بهير په اړه يو کلنی راپور خپور کړی، چې له مخې به يې رسيپ د اسيايي هېوادونو ترمنځ د انلاين سوداګرۍ سربيه کمه کړي او صنعتي او ارزښتي ځنځيرونه به تنظيم کړي. د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي او د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي او ټولنيزې کمېټې اجرائیه سکرتر شمشاد اختر وايي، چې رسيب به د اسيا او ارام سمندر سيمې پرمختګ ته نوې انرژۍ ورکړي. نوموړي وويل: ((رسيپ ډېر نوي عوامل لري او د توکو د توليدونکو ځايونو، د سرمايه ګذارۍ ، د پوهنې ملکيت حق د ساتلو او د انلاين سوداګرۍ په برخه کې يو لړ اسانتياوې برابروي. د دغه تړون له مخې به تر ۹۰٪ زياتې سوداګريزې معاملې له ګمرکي تعرفې معاف وي او دا به د سيمه ييزې سوداګرۍ د لوړ انډول سبب وګرځي. دغه راز خدماتي سوداګري به هم د دغه تړون د غړو هېوادونو په ورخلاصون کې نوی پرمختګ ومومي.))
د سينګاپور پخوانی مرستيال صدراعظم او کایتنګ شرکت رئيس هوانګ ګن چنګ وايي، که څه هم کرونا وبا اقتصادي وده له ستونزو سره مخ کړې، خو په تېرو دوو کلونو کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د نړۍ تر نورو سيمو چټکه اقتصادي وده موندلې او د نړيوالې اقتصادي سمسورتيا لپاره يې مهم رول لوبولی دی. ښاغلي هوانګ ګن چنګ وويل: ((رسيپ سيمې او خپلو غړو هېوادونو ته د پرمختګ زيات فرصتونه رسولي دي، دغه تړون بهرنۍ سوداګرۍ ته اسانتياوې برابروي او ګمرکي تعرفې کموي، چې دا نه يوازې د سرمايې ګذارۍ او بهرنۍ سوداګرۍ په ګټه دي، بلکې خلکو ته به زيات کاري فرصتونه هم برابر کړي او د غړو هېوادونو د خلکو په ژوند کې به ښه والی راولي.))