د کرونا د وبا په پيل کې د خپل هېواد وړتياوو او سرچينو ته په کتو ما هڅه وکړه چې د خپل ولس د نامينده کولو پرځاى هغوى په ځاني، ولسي او دولتي کچه د دغې وبا سره د مبارزې لپاره چمتو کړم. په ځاني ډول مې د لوړو هيلو ساتلو، وړ خوراک کولو او لمر ته د بدن لږترلږه دريمې برخې لوڅولو ننداره ورته وکړه، ترڅو خلک دلمر څخه ويټامين ډي واخلي او د بدن د ژغورنې ځواک يې لوړشي او ځينې نور وړانديزونه مې هم وکړل. په ولسي کچه مې وړانديز وکړ چې له “ښارونو څخه کليو ته ولاړ شي، او هلته کرنې او مالدراۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي”. په دولتي کچه مې وړانديز وکړ چې “حکومت، کاروباريان او پوهان سره راټول او د وبا د مخنيوي لپاره د درملنې خپلې لارې چارې ولټوي”.
دولتي چارواکو چې کرينګونه راويستلي وو او لارې به يې بندولې، غرونه يې په لارو کې جوړکړي ول، هغوى ته مې وړانديز وکړ چې د لارو بندولو پرځاى خوراک، درملو او تګ راتګ وسايلو کې د پاکوالي او واټن په مرسته د کرونا مخنيوي تدابيرو ته پاملرنه وکړي. بنديزونه او قرنطين زمونږ په ګټه نه دى، ان تردې چې د خوست چارواکو ته مې وليکل “ويل کېږي چې په خوست کې تر اوسه د کرونا يوه پېښه هم نه ده شوې، نو بيا قرنطين داسې مانا لري لکه له مرګه وړاندې مړه کېدل.
خو د چين ولس ډېر بختور دى چې د ځيرک مشرتابه په لرلو سره د کمونيست ګوند چارواکي وتوانېدل چې له کرونا څخه د خپل ولس، کاروبارونو او ان د چين د ژغورلو او د سيالوهيوادونو څخه يې سترې سياسي يا جيوپولټيک ګټې پورته کړي او لا يې پورته کوي.
چين په نړۍ کې يو لوی هېواد دی چې نفوس يې دېر دی او حکومت يې د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکوي. چيني مشرتابه د دغې وبا د مخنیوي او کنټرول او د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره ډېر جدي تدبيرونه نيولي چې ډېر کم خلک د دغې وبا له امله ناروغه او مړه شوي. نو که د چين د مشرتابه بې-کرونا تګلاره نه واى، چينايان به ښايي د کرونا له خوا سخت ځپل شوی وی. همدارنګه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ بې-کرونا تګلارې ته ډېره پاملرنه کړې ده، د دغې تګلارې په رڼا کې چين وکولاى شول چې د کرونا وبا د مخنیوي دويم واکسين جوړونکى هېواد شي او د کرونا واکسين يې خورا ډېر د ډاډ وړ شو، د نورو هېوادونو ډېرو خلکو هڅه کوله چې د نورو واکسينونو پرځاى د سينوپارم چينايي واکسين ولګوي. نو د چين خلک بايد د کرونا وبا د مخنيوي په برخه کې د خپلو چارواکو پر هڅو خوشاله وي چې د پرديو د واکسيني کاروبار ښکار کېدلو پرځاى خپل واکسين او د واکسين ګټور کاروبار لري، که داسې نه واى، چينايان به په ملياردونو زيانمن شوي وای او کېداى شوای چې د واکسين د نشتون له کبله ډېری وګړي د ناوړه درملنې ښکار شوي هم واى. ځکه د هر يو هېواد لپاره طبي سرچيني تل محدودې دي. که زيات وګړي پر کرونا اخته شي، نو طبي سرچيني به کافی نه وي.
همدارنګه، چين زموږ د هېواد افغانستان په ګډون د سيمې او نړۍ له ډېرو هېوادنو سره د کرونا د واکسين مرسته وکړه چې دا د ستاينې وړ ده. په سيمه کې چين د نورو هېوادونو نه مخکې د کرونا ضد واکسين د جوړولو توان لري او په وړيا توګه يې خپلو خلکو ته برابر کړی دی. خو افغانستان کې موږ لا هم د پرديو خيراتي واکسين ته په تمه يو، زه تل باور لرم چې موږ هم پوهان لرو، نوکولای شوای چې واکسين توليد شي چې په لږ پانګونه، هڅونه او دولتي ملاتړ په دې برخه کې لاسته راوړنه ولرو، خو له بد مرغه حکومت کې اراده او نوښت نه وو او نه شته.
په نړۍ کې سياستوالو د کرونا له وبا څخه د خپلو ملي او ولسي چارو لپاره سياسي ګټې پورته کړې خو په ټولو هېوادو کې د چين مشرتابه د ملي او ولسي ګټو د ژغورلو لپاره ډېرې هڅې کړې چې دا د دې هېواد د راتلونکي لپاره خورا ګټور وو او لا دي. د چين مشرتابه د بې-کرونا تګلارو په تطبيق سره وتوانېده چې د لوېديځوالو کمپنيو له زبېښاک څخه ځان وژغوري. دوی د ولسونو ګټو ته په پاملرنې سره د لنډمهالي کرنتینونو تدبيرونه نیولي تر څو خلک به يې ښې او هوسا راتلونکې ولري او چينايان به اوږدمهاله ګټې تر لاسه کړي.
اوس د روان کال په لومړۍ ربع کې د چين اقتصادي پرمختګ ته په کتو سره دا څرګنده ده چې د کرونا وبا د مخنيوي په برخه کې د چین د مشرتابه له خوا غوره شوي تدبيرونه هم د دې هېواد د اقتصادي برياليتوب سبب کيږي. نو که څه هم اوسني چين لاهم له ځينو ستونزو سره مخ دی، خو د نړۍ دويم ځبرځواک کېدو سره د لومړيتوب په لور ګامونه اخلي.