جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

په فرانسه کې یوې ښځې څنګه دغه هېواد په لاریونونو بدل کړ؟

لیکنه: غزا نور بي بي سي پښتو

دسمبر 12, 2018
in تحلیل
0 0

په فرانسه کې د سونتوکو د بیې په لوړېدو سره له څو میاشتو راهیسې اعتراضونه پیل شوي وو چې په تېره اکټوبر کې په لاریونونو بدل شول.

په دغو لاریونونو کې د شنبې په ورځ نږدې ۱۲۵ زرو کسانو ګډون کړی و چې لس زره یې یوازې پاریس کې وو.

لاریون کوونکي چې د سونتوکو د بیې زیاتېدو خوابدي کړي، د پلورنځیو ښیښې ماتوي، موټر سوځوي او هټۍ لوټوي. د دوی دغه کار د فرانسې اقتصاد ته ډېر زیان اړولی، ځکه د فرانسې د مالیې وزیر دغه لاریونونه د خپل هېواد اقتصاد ته ناورین او د ولسواکۍ او ټولنې لپاره کړکېچ بولي.

هغه په پاریس کې د لاریونونو له امله زیانمنو پلورنځیو ته د تلو په وخت کې وویل: «دا د کار او کسب لپاره ناورین دی، د اقتصاد لپاره ناورین دی».

د لاریونونو له امله حکومت هم اړ شو چې پر سونتوکو لګېدلې مالیه وځنډوي، خو لا هم لاریونونه روان دي.

د پاریس ښار په څنډو کې ۳۲ کلنه موټروانه پریسیلیا لودوسکي د دغو لاریونونو پیلوونکې ده.

هغې په مې میاشت کې د سونتوکو د بیې کمولو لپاره د فرانسې د ډیزلو په پمپونو کې کمپاین پیل او په انټرنېټ کې یې له خلکو وغوښتل چې غوښتنه یې لاسلیک کړي.

هغې په خپله غوښتنه کې لیکلي وو چې حکومت د پټرولو او ډیزلو بیه بیا بیا زیاتوي.

د پریسیلیا دې انټرنېټي غوښتنې د ۲۰۱۸ ز کال تر اکټوبر پورې د چا پام خپل نه کړ، خو د اکټوبر پر ۲۲مه لوپریزین ورځپاڼې د دې موټروانې د غوښتنې په هکله رپوټ جوړ کړ.

له دغه رپوټ وروسته ډېرو خلکو د سونتوکو د بیې کمولو لپاره د هغې غوښتنه لاسلیک کړه.

په ورته مهال ډېرو فېسبوک کاروونکو د دې غوښتنې د ملاتړ لپاره (د سونتوکو د بیې ډېرېدلو مخالف ملي بلوکاژ) په نوم ډله جوړه کړه.

ځینو کسانو هم په خپله خوښه ځايي ډلې جوړې کړې.

ځینو کروندګرو هم په خواله رسنیو کې فلمونه او کلېپونه خپاره کړل او په هغو کې یې د خپل ژوند سخت حالت بیان کړ.

همدا وو چې دغه لاریونونه د اکټوبر په وروستیو کې لا ډېر فعال شول.

ژېړ واسکټي د خواله رسنیو له لارې له یو بل سره ملګري شول. اوس هم دوی د خپل غږ پورته کولو او مظاهرو لپاره دا رسنۍ کاروي.

ژېړ واسکټي یوه ښځینه غږ را پورته کړل، خو لا هم دوی کوم ځانګړی مشر نه لري.

ولې ژېړ واسکټي؟

لاریون کوونکو اول د سونتوکو د بیې او مالیې کمېدل غوښتل، خو اوس د ولسمشر استعفا هم غواړي. د فرانسې اوسني لاریونوال په ژېړ واسکټو مشهور دي.

زېړ واسکټ هغه واسکټ دی چې د قانون له مخې باید ټولو فرانسوي موټرونو کې وي، کله چې موټر خرابېږي او بېړنی حالت وي، موټروان یې اغوندي او مرستې ته په تمه کېږي.

دغه قانون په ۲۰۰۸ ز کال کې پلی شو او که یې څوک نه مني، ۱۵۳ ډالره جریمه کېږي.

ژېړ واسکټي هغه لاریونونه هم بیا یادوي چې په ۲۰۱۳ ز کال د فرانسې برېټانوي ولایت کې د موټرونو له درنو مالیو لګېدو سره په مخالفت کې وشول. هغه مهال معترض موټروانان او موټر لرونکي هم په سورخولیو مشهور شوي وو.

ژېړ واسکټي ولې لاریونونه کوي؟

د لي پاریسین ورځپاڼې تر رپوټ وروسته د لودوسکي غوښتنې زور واخیست او لاریونونه پیل شول. زېړ واسکټي وايي، د تېلو مالیه او د سونتوکو بیه زیاته شوې او د پېرلو وس یې کم شوی، ځکه دوی لاریونونه کوي.

د ډیزلو بیه چې تر ډېره د فرانسې په موټرو کې کارېږي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې ۲۳ سلنه ډېره شوې او د هر لېټر بیه ۱،۵۱ ایرو ده.

د سونتوکو مالیې زیاتول د امانویل مکرون د حکومت پلان دی چې په ۲۰۱۷ ز کال کې تصویب شو.

دغه سیاست اغېز د ۲۰۱۸ ز کال په اکټوبر کې ډېر شو او له همدې سره د اکټوبر په وروستیو کې لاریونونه هم په ټول هېواد کې پیل شول. اوس چې لاریونونه پراخ شوي، سیاسي غوښتنې هم ور سره ډېرې شوې دي او ان د ولسمشر امانویل مکرون د ګوښه کېدو غږونه هم پورته کېږي.

د چا ملاتړ زیاتېږي؟

د شنبې ورځې لاریونونو د ارامولو لپاره ۸ زره پولیس او ۱۲ زره زغروال ګاډي پر سړکونو ولاړ وو. په زېړ واسکټو مشهورو دغو لاریونکوونکو د پام وړ ملاتړ خپل کړی، ځکه د فرانسې پر سیاسي فضا او د خبرونو پر سرټکو باندې بدل شوي دي.

کله چې د نومبر پر ۱۷مه د لاریونوالو شمېر له دوو لکو ډېر او په ټوله فرانسه کې یې ستراتېژیکې سترې لارې او مرکزونه وتړل، نو څارونکي او سیاسي لوبغاړي یې ویښ کړل.

دغه لاریونونه په کوم سیاسي ګوند یا ټولنې پورې تړلي نه دي، بلکې ډېرو داسې کسانو ګډون پکې کړی چې وايي، اول ځل له یوه لاریون یا داسې یوې ټولنیزې غوښتنې سره یو ځای کېږي.

فرانسوۍ ورځپاڼې لوفیغاړو/ لوفیګارو وايي، دغه کړکېچ په خلکو کې د ولسمشر ایمانویل مکرون او لومړي وزیر اډوارډ فيلیپ پر ملاتړ اغېز کړی.

د وروستیو سروې ګانو د پایلو له مخې، اوس لومړی وزیر په خلکو کې تر ولسمشر ډېر محبوبیت لري.

هغه داسې چې اډوارډ فیلیپ د ۵۵ سلنه خلکو، خو ولسمشر مکرون ایله د ۳۰ سلنه خلکو ملاتړ له ځان سره لري.

ورځپاڼه لیکي، د ولسمشر محبوبیت په خلکو کې ځکه کم شوی چې د تېرو اونیو د لاریونونو پرمهال یې له دې ستونزې ځان ډېر ګوښه ساتلی و او  د خلکو غوښتنو ته یې چندانې پام ونه کړ.

د ژېړ واسکټو لاریونونه د نېټې له مخې

د فرانسې د مالیې وزیر دغه لاریونونه د اقتصاد لپاره ناورین بولي. چارواکي وايي، دغه هېواد ته تراوسه پورې په میلیونونو یورو تاوان رسېدلی دی.

د نومبر په ۱۷مه، ۲۸۲ زرو کسانو لاریون وکړ، یو کس ووژل شو، ۴۰۹ ټپیان او ۳۷  نور ونیول شول.

د نومبر په ۲۴مه، ۱۶۶ زرو کسانو لاریون وکړ، ۸۴ ټپیان او ۳۰۷ کسان ونیول شول.

د ډسمبر په لومړۍ،  ۱۳۶ زرو کسانو لاریون وکړ، ۲۶۳ ټپیان او ۶۳۰ نور ونیول شول.

د ډسمبر په ۸مه، ۱۲۵ زرو کسانو لاریون وکړ، ۱۱۸ ټپیان او ۱۷۲۳ نور ونیول شول.

Share16Tweet10Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In