د مخابراتي خدمتونو او ټلوېزیوني خپرونو د پوښښ لپاره به مو له سپوږمکۍ (سټلایټ) څخه د ګټې اخیستنې په اړه څه نا څه اورېدلي وي، خو سربېره پر دې، سپوږمکۍ د طبیعت، طبیعي سرچینو او پېښو په مدیریت کې هم خورا اغېزمن رول لوبوي.
سپوږمکۍ د بشر په لاس جوړه شوې هغه وسیله ده چې له ځمکې څخه تشیال (فضا) ته د بېلابېلو موخو لپاره استول کېږي. سپوږمکۍ د خپل عمر تر پایه پورې د ځمکې په شاوخوا کې په یوه ټاکلي سرعت د ګرځېدو په حال کې وي.
له سپوږمکۍ د ګټې اخیستنې یوه اساسي موخه دا ده چې د ځمکې اړوند معلومات راټولوي او د عکسونو په بڼه یې د ځمکې پر سر ځانګړو مرکزونو ته رالېږي. دا معلومات او انځورونه له پروسس وروسته په بېلابېلو ادارو او برخو کې کارول کېږي.
له انځور اخیستلو وروسته انسان په دې فکر کې شو چې څرنګه له لوړې ارتفاع څخه د دښمن د طاقت د معلومولو لپاره انځورونه واخلي.
د دغه کار لپاره یې ګازي بالونونه په کامرو سمبال کړل. دا د سپوږمکیو لومړۍ هڅه وه، خو اوس د ټکنالوژۍ د پرمختګ له برکته هر څه خورا دقیق او پرمختللي دي. سپوږمکۍ له ځمکې څخه ډېرې لرې فاصلې ته استول کېږي او له هغه ځایه په زماني او مکاني لحاظ ډېر دقیق معلومات ځمکې ته رالېږي.
ډېر وخت پرمختللي هېوادونه تر ټولو دقیق او پټ استخباراتي معلومات په سپوږمکیو راټولوي او بیا په نظامي برخو کې ورڅخه ګټه اخلي. په اوس وخت کې له سپوږمکیو د نظامي فعالیتونو ترڅنګ، په ملکي برخو، لکه: هوا پېژندنې، اوبو، کرنې، مخابراتو، ځمکپېژندنې او نورو څېړنيزو برخو کې خورا ډېر کار اخیستل کېږي.
که په لنډ ډول وویل شي، سپوږمکۍ بشر ته هغه معلومات راټولوي چې په ځمکه یې د تر لاسه کولو امکان ډېر لږ وي.
سپوږمکۍ د طبیعي پېښو په وړاندوېینه، مدیریت او د بیارغونې په پلان کولو کې هم مهم رول لوبولای شي چې له دې جملې د سېلابونو، وچکالۍ ځپلو، سوځېدنې او اورشیندنې سیمو د تخریب کچه معلومول دي.
په لومړیو وختونو کې هر څه د دولتونو تر کنټرول لاندې وو. دولتونو د نظامي چارو ترڅنګ، ملکي برخې هم ورو ورو تر پوښښ لاندې راوستې. د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د امریکا متحده ایالتونو قانون شخصي سکټور ته هم اجازه ورکړه چې په دې برخه پانګونه وکړي. د شخصي سکټور په رامنځته کېدو سره په دې برخه کې رقابت نور هم ډېر شو او د سپوږمکیو کارېدلو سوداګریزه بڼه غوره کړه.
د هوا پېژندنې په برخه کې سپوږمکۍ د حرارت درجې، اورښتونو، واورو او توپانونو د وړاندوېینو لپاره داسې کارول کېږي چې د ورېځو څپې د موقعیت له پلوه تحلیلوي او بیا یې د تګ مسیر او وخت معلوموي.
وروسته دغه معلومات د ځانګړو مېتودونو او سیسټمونو څخه په ګټې اخیستنې تحلیلېږي چې په ترڅ کې یې خلکو ته د اورښتونو او نورو اقلیمي حالاتو په اړه وړاندوېینې کوي.
په ځمکه د واورو، یخچالونو او د ځمکې په پوښښ کې د بدلونونو، لکه د ښار او کرنې د پراختیا، منظم عکسونه برابروي او په مناسب وخت کې ورڅخه اړین معلومات تر لاسه کېدای شي.
د بېلګې په ډول، د تریاکو د کرکيلې د معلومولو لپاره هم په ډېره اسانه توګه ورڅخه کار اخیستل کېږي. همدارنګه د ځمکپېژندنې په برخه کې د کانونو او منرالونو د کشفولو او نقشه کولو لپاره هم کارول کېږي.
د دغو ټولو ترڅنګ، د سپوږمکۍ له انځورونو په متنازعو قضایاوو کې هم کار اخیستل کېدای شي؛ ځکه دغه وسیله له ځمکې په بې طرفه او منظم ډول انځورونه اخلي. یوه ښه بېلګه یې کولای شو د هلمند سیند په هامون او ترڅنګ یې د ایران په اړونده خاوره کې د کرنې او اوبو ساحې د پراختیا د تغیراتو ارزول وټاکو.
د دې سیمې منظم او دقیق انځورونه په نړیوالو ډېټابېسونو کې شته او دا په ډاګه کوي چې ایران د هامون اوبه څومره خپلې خوا ته اړولې دي او په څومره پیمانه یې کرنیزه ځمکه ورته پراخه کړې.
سپوږمکۍ د طبیعي پېښو په وړاندوېینه، مدیریت او د بیارغونې په پلانولو کې هم مهم رول لوبولای شي چې له دې جملې د سېلابونو، وچکالۍ ځپلو، سوځېدنې او اورشیندنې سیمو د تخریب کچه معلومول دي.
له طبیعي پېښې وړاندې او وروسته د سپوږمکۍ د تصویرونو مقایسه کولای شي د تخریب شوې سیمې کچه په ښه توګه معلومه کړي.
سپوږمکۍ او د انځورونو تحلیل یې په نوره نړۍ کې د پوهنتونونو څانګې تشکیلوي، خو په افغانستان کې دا هر څه ډېر لږ دي. یوازې په یوه پوهنتون کې یوه څانګه شته چې په فرعي توګه په دې برخه کې کار کوي او د هغې کچه هم خورا ټیټه ده.
افغان دولت ته پکار ده چې په دې برخه کې د ځوانانو روزلو ته د پاملرنې ترڅنګ، په پرمختیایي پروژو او همدارنګه د سپوږمکۍ له انځورونو په نړیوالو معاملو، لکه له ایران او نورو هېوادونو سره د اوبو د ستونزو په حل کې کار واخلي.