افغانستان له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په يو داسې جنګ کې راګير دی، چې زمونږ د هېواد نورمال ژوند، اقتصاد، دولتي بنسټونه، فرهنګ او د ژوند هره برخه يې بې سارې ځپلې ده. افغانان د نړۍ لوی مهاجرت تشکيلوي. د دغو جنګونو له امله په سلګونو زره افغانان وژل شوي او په لسګونو زره معلول افغانان د هېواد پر اقتصاد بار دي.
د دغه جنګ يوه لويه مشخصه دا ده چې د موخو په توپير سره یې دوام پيداکړی، په هره مرحله کې د يو جنګ تر پای وروسته بل جنګ پيلېږي. د تېرو ۱۷ کلونو جنګ داسې دوامداره جنګ دی چې پر افغانانو تحميل شوی او د دغه جنګ تر ټولو لوی قربانيان خپله افغانان دي.
د افغانستان جنګ د منطقې پر بې امنۍ ژور تاثير لري. د همدغو تاثيراتو او منطقوي امن په خاطر ضروري ده چې د افغانستان د جنګ اصلي ريښې وپېژندل شي. که د دغه جنګ ريښې معالجه شي، نو په منطقه کې د امنيتي تهديدونو عوامل له منځه ځي او په دې ډول د امنيتي تهديدونو په مقابل کې ټول برخه اخیستلی شي.
د جګړې لوی عوامل:
لومړی- له دين څخه ناسم پوهاوی
دغه فکټور په ځانګړي ډول د افغانانو په خپلمنځي شخړو کې ډېر څرګند دی. د افغان جنګېدونکيو لوريو د جنګ قربانيان په قاطع اکثريت افغانان دي او دوی ټول د خپلو جنګونو لپاره ديني متنونه تفسير او تعبيروي. دغه برخه زما د تخصص په دايره کې نه ده او همدومره اشاره دلته کفايت کوي، کېدای شي په دې اړه د بې پرې ديني محققينو څېړنې ولوستل شي.
دويم- په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون
کله چې په ۲۰۰۱ ز کال کې بهرنيانو د طالبانو نظام ړنګ کړ او د بن کنفرانس له لارې د افغانستان لپاره سياسي نظم رامنځته شو؛ په دغه مرحله کې په لوی لاس د افغانستان فرهنګي، قومي او نظامي انډولونه ګډوډ شول. طالبان چې هغه مهال د افغانستان په ۹۵ سلنه خاوره واکمن وو؛ د زور له لارې له واکه وشړل شول او بيا يې حتی هغه منځلاري هم د بن کنفرانس ته دعوت نه شول. د بن کنفرانس له لارې چې کومو جهتونو حکومت تشکيل کړ، هغوی د تېرو داخلي جنګونو ټول کسات د امريکايي ځواکونو سيوري ته را انتقال کړ. د مخکيني ولسمشر حامد کرزي د واک په لومړيو څو کلونو کې ډېر بېګناه افغانان د دغو کساتونو له امله په ګوانتانامو، بګرام او نورو زندانونو کې بنديان شول.
د طالبانو واکمنۍ د سقوط په وختونو کې ډېری طالبانو په امن او عزت کې ژوند غوښته؛ خو افغان حکومت هغوی ته د امن ژوند له ورکولو عاجز و، د طالبانو ډېری مشران ونيول شول، هغوی په زندانونو کې له تعذيبونو او توهين سره مخ شول او چې کله له زندانونو راخوشي شول، ځینو يې د زندان د تعذيبونو په اړه کتابونه وليکل او دغو ټولو د امريکايانو په وړاندې د جنګ په پراخولو کې نقش ادا کړ. په دې ډول د طالبانو د ليکو لوړپوړي او منځني مشران ټول مجبور شول چې جنګ ته مخه کړي؛ ځکه هغوی بايد له دې دوو انتخابونو يو غوره کړی وای، يا زندان او وژل کېدل او يا له خپلو ځانونو دفاع کول.
په افغانستان کې بهرنيو ځواکونو ځینې مصنوعي جنګي حالتونه هم رامنځته کړي، هغوی د پردې تر شا پر يو شمېر جنګي ګروپونو پانګونه کړې او دلته د دې لپاره چې د سيمې ثبات ولړزوي او د سيمې پر زېرمو، صلاحيتونو او اقتصادي پراختيا مسلط شي، نو يو پرله پسې جنګ غواړي. په افغانستان کې بهرنيان غواړي داسې جنګي ګروپونه تقويه کړي چې هغوی منطقوي قدرتونه تهديد کړي، په دې حساب په افغانستان کې د روان جنګ يو حقيقت دا هم دی چې دا جنګ د افغانستان لپاره نه؛ بلکې د منطقې لپاره طرحه شوی.
درېيم- مهاجرتونه
کله چې شورويانو پر افغانستان يرغل وکړ، له شپږو تر اتو ميليونو افغانان پاکستان، ايران او نورې نړۍ ته مهاجر شول. دغه مهاجر د افغانستان د مسلسلو جنګونو له امله په دوامداره ډول په بهرنيو ملکونو کې پاتې شول. دغه مهاجرين د افغانستان پر ثبات، ټيکاو او امن مستقيم اثر لري، له همدې امله مهمه ده چې له افغان حکومت سره داسې مرسته وشي چې په نهايت کې افغانستان د خپلو مهاجرينو د جذبولو اقتصادي او هر اړخيز ظرفيت پيدا کړي.
څلورم- د تعليمي کچې ټيټوالی
د افغانستان جګړه د څو لسيزو ده، کله چې شورويانو پر افغانستان يرغل وکړ، د نورو تاثيراتو ترڅنګ يې د افغانستان پر تعليمي سیسټم هم بد تاثير پرېښود. ډېر متعلمين، محصلين او د پوهنتون استادان يا له منځه لاړل، يا زندانيان شول او يا مهاجر شول. د دغو جګړو په ترڅ کې د افغانستان ښوونځي د جنګ ډګرونه وګرځېدل او لکه د نورو بنسټونو دغه برخه هم بېسارې ونړېده. وروسته داخلي جنګونو د افغانستان دغه ضعيف تعليمي سیسټم نور هم ويجاړ کړ. د طالبانو تر سقوط وروسته افغانستان ته ډېر ضعيف تعليمي سیسټم پاتې و، نوي افغان حکومت وروسته بيا پر تعليمي سیسټم کار وکړ او اوس د افغانستان تعليمي کچه په نسبي ډول ښه ده. خو د تعليمي سیسټم دغه سير متوازن نه دی، د افغانستان په هغو سيمو کې چې هلته جنګونه دي، له يوې خوا هلته له پخوا څخه تعليمي سیسټم ويجاړ پاتې دی او له بلې خوا د جنګونو له کبله په دغو سيمو کې تعليمي پراختيا ډېره ضعيفه ده، جنګ او بې تعليمي په خپلو منځونو کې مستقيمه اړيکه لري، بې تعليمي جنګ او جنګ بې تعليمي زيږوي. کوم ذهنونه چې د علم پر رڼا منور نه وي، هغه سولهييز سوچ نه لري. افغان جنګ د وسلې په زور نه ګټل کېږي، دا د افغانانو طبيعت نه دی چې پر جنګ او زور يو بل ته مات شي او دا تاريخ ثابته کړې. اوس د دې اړتيا ده چې د جنګ له تهديدونو سره د علم او فرهنګي تبادلې له لارې مقابله وشي.
پنځم- افغانستان او مخ پر ودې بېکاري
د افغانستان دغه اوږده جنګ په پراخه کچه بېکاري رامنځته کړې، په صنعتي او زراعتي لحاظ افغانستان ډېر وروسته پاتې دی او دولتي او خصوصي سکټورونه خلکو ته مناسب شغلونه نه شي رامنځته کولی. په تېرو ۱۷ کلونو کې پراخې بهرنۍ مرستې افغانستان ته راغلې، خو د مصرف د ښه منجمنټ د نه شتون له کبله يا خو بېرته په بېلابېلو طريقو د مرستندویو هېوادونو صندوقونو ته تللې او يا دلته په هېواد کې پر زېربنايي پروژو نه دي لګېدلې، دلته ډېری هغو هېوادونو چې مرستې يې کړې، د خپلو مرستو لپاره يې له خپلو هېوادونو څخه کمپنۍ پر کار ګومارلې، ډېری دغه مرستې بيا د همدې کمپنيو له لارو مرستندویو هېوادونو ته تللې.
د افغانستان د احصايې مرکزي ادارې يا Central Statistic Organization پر بنسټ د په ۲۰۱۸ ز کال کې د افغانستان مجموعي نفوس ۳۱،۶ ميليونه تنه اټکل شوی، د اقتصاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ په افغانستان کې تر ۳۹ سلنه ډېر نفوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. له بلې خوا د افغانستان د کارګرانو د ملي اتحاديې National Union of Workers and Employees of Afghanistan
له څرګندونو سره سم په افغانستان کې اته نيم ميليونه نفوس د کار کولو وړ دی او د بېکارۍ نرخ په کې تر ۳۹ سلنې لوړ دی. دا په داسې حال کې ده چې هر کال ۴۰۰ زره نوي کاري قوې هم بازار ته وړاندې کېږي. د CSO د ارقامو پر بنسټ هر کال يوازې ۱۱۵۸۰۳ کاري قوه د لوړو او منځنيو زده کړو تر فراغت وروسته کاري بازار ته وړاندې کېږي.
که بېکاري په همدغه نرخ مخ په وده وي، نو اکثره بېکاره ځوانان د جنګ په لومو کې نښلي، د همدې لپاره اړينه ده چې په افغانستان کې د کار د زمينو پيدا کولو لپاره با ثباته او دوامداره برنامې په پام کې ونيول شي او د دې لپاره اړتيا ده چې بهرني هېوادونه په بېلابېلو برخو کې پانګونو ته تشويق شي.
چين د افغانستان په اړه څه کولای شي؟
لومړی- د امن او سولې کوښښونه
چين د شانګهای د همغږۍ سازمان په دايره کې د منطقې لپاره ډېرې لویې اقتصادي او تجارتي پروژې لري. په دې لړ کې کلتوري برخه هم د شراکت لويه مجال دی. کله چې چين غواړي په منطقه کې ډېرې لويې پانګونې وکړي او يوه لار يو کمربند يا One Road One Belt په څېر لويې پروژې عملي کړي، نو طبعاً چين په سيمه ييز ډول د يو لوی قدرت په توګه ظهور کوي او څومره چې چين پراختيا کوي، همغومره نړيوال قدرتونه له سيمې په شا کېږي، نو په دې ډول نړيوال قدرتونه په منطقه کې راپورته کېدونکی چين په اسانه پرمختګ ته نه پرېږدي او په دې سيالۍ کې د جنګ د پراخولو انتخاب يو اسانه انتخاب دی، چې د چين د پراختيا مخه پرې ونيول شي. هرڅومره چې جنګ اوږدېږي، هماغومره منطقوي کېږي او خپرېږي. چين چې له يوې خوا يې په داخلي لحاظ اقتصادي پراختيا متوازنه نه ده او له بلې خوا يې د پانګې ډېره زياته برخه په منطقوي پروژو کې بنده ده، نو جنګ کولای شي په ډېره چټکۍ د چين اقتصادي او منطقوي پراختيا پر شا وتمبوي او پانګونې يې ضايع کړي.
له همدې امله که چين غواړي په منطقه کې د يو منطقوي سيال په توګه وځلېږي او لويې اقتصادي پروژې يې بريالۍ شي؛ نو منطقي خبره دا ده چې چين بايد په سيمه کې د خپلې اقتصادي او منطقوي سيالۍ په خاطر د امن او کرارۍ په اړه فعال سياست ولري، د افغانستان د سولې په قضيه کې چين دوه مهمې ځانګړتياوې لري:
لومړی: دا چې چين د افغانستان په داخلي چارو کې بې پرې لوری دی، چين د افغانانو په منځ کې د دوست هېواد په توګه شهرت لري او له بلې خوا طالبان هم د چين په اړه طبيعي نظر لري.
دويم: دا چې په عين وخت کې چين له پاکستان سره ډېر ښه د ملګرتيا علايق لري.
دغه دواړه فکټورونه چين ته دا فرصت په لاس ورکوي چې د افغان سولې په اړه مهم نقش ادا کړي. په دغه نقش کې پر چين افغان حکومت، طالبان او ګاونډ ټول باور کولای شي.
دويم- په افغانستان کې د چين پانګونې
افغانستان د پانګونو لپاره ډېر مناسب هېواد دی، افغان حکومت بايد چين په افغانستان کې د پانګونو لپاره تشويق کړي، افغان حکومت بايد د چين د پانګونو لپاره ټول قانوني او حقوقي سهولتونه رامنځته کړي، چين کولای شي د منطقوي سيال په توګه په لاندې برخو کې پانګونې وکړي:
۱- زراعت: افغانستان يو زراعتي هېواد دی چې ۹۶۱۰۰۰۰ هکتاره کرنيزه ځمکه لري. د افغانستان زراعت عصري مشينريو او د کښت نويو طريقو ته اړتيا لري، د باغدارۍ په برخه کې د پانګونو لپاره ډېرې زمينې شته، اپيومو د بديلونو په برخه کې او همدا راز د کانالونو په برخه کې د چين هېواد پانګونې کولای ش< چې پراخ کاري فرصتونه پيدا کړي او افغانستان په زراعتي لحاظ پر ځان بسيا کړي.
۲- صنايع: که د صنايعو په برخه کې لنډ نظر وکړو، نو افغانستان په ۲۰۰۸ ز کال کې په مجموعي ډول ۸۳۱ فعالې صنعتي موسسې درلودې، خو دغه شمېره هر کال مخ په ښکته روانه وه او بالاخره په ۲۰۱۶-۲۰۱۷ ز کلونو کې دغه شمېره ۶۶۴ ته وغورځېده. له همدې امله د صنعت په بېلابېلو برخو کې پانګونې کولای شي چې لوی کاري فرصتونه رامنځته کړي.
۳- تعليمي او تحصيلي برخه: چين د افغانستان په تعليمي او تحصيلي برخه کې په ونډې اخیستو سره د امن او کرارۍ په رامنځته کولو کې برخه اخیستلی شي. په دې برخه کې چين د مکاتبو په جوړونه، د تعليم په خصوصي برخو کې پانګونه، د متعلمينو او محصلينو لپاره د بورسونو ورکړه او د معياري پوهنتونو په برخه کې پانګونه او مرسته کولای شي. داسې مرستې په اوږدمهال کې سوله ييز ذهني تغير رامنځته کوي او د ټولنې په وګړو کې سوله او کراري بنسټيزه کوي.
۴- د اوبو بندونه: افغانستان د اوبو پنځه مهمې حوزې لري، په دغو ټولو حوزو کې د برېښنا بندونه جوړېدای شي، يوازې د کونړ پر سيند پنځه ځايه د ۱۰۰۰ ميګا واټه په ظرفيت بندونه جوړېدا ی شي، خو په دې برخه کې افغانستان بايد له پاکستان سره د اوبو د مديريت رسمي معاهده ولري؛ داسې چې زمونږ ملي ګټې پکې په لوړه کچه خوندي شوې وي. تر دغه لاسليک وروسته بيا کېدای شي چې پانګونه راجلب شي. افغانستان يوازې له ايران سره اوبو د مديريت رسمي معاهده لري.
۵- معدنونه: افغانستان د مسو، اوسپنې، ډبرو سکرو، ليتيمو، يورانيمو او نفتو پراخې زېرمې لري. په دې برخه کې د پانګونو په خاطر بايد افغانستان د سرمايه ګذارۍ په لار کې هر راز ښکاره او پټ خنډونه له منځه يوسي، دا ډول پانګونې بايد د سياسي او نظامي رقابتونو ښکار نه شي.
۶- لوی سړکونه: جنګونو د افغانستان سړکونه په پراخ ډول ويجاړ کړي، د افغانستان ډېری لرې پرتې سيمې له مرکز سره د پخو سړکونو په واسطه نه دي وصل شوې، حتی په پلازمېنه کابل کې د سړکونو عصري کېدنه يوه لويه ستونزه ده. د ترانسپورټېشن ازدحام او ترافيکي بيروبار ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی، له همدې امله په دې برخه کې پانګونه ډېره مهمه ده.