د شنبې ورځ د ډسمبر په ۱۵مه په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه ناسته تر سره شوه. په دې ناسته کې پر سوله، امنیت او سیمه ییزو همکاریو باندې خبرې اترې وشوې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، په افغانستان کې سوله په پاکستان او سیمه کې د سولې په معنا ده او پاکستان هم په دې قانع دی، خو اوس د دې وخت دی چې پاکستان د خپلې ارادې د ښودلو لپاره عمل وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي بیا وویل، د دې لپاره چې پایلې ته ورسېږو، باید نظر ته مو بدلون ورکړو او د یو بل په تورنولو سره هېڅ ځای ته نه رسېږو او باید له یو بل سره په همغږۍ په افغانستان کې د سولې لپاره هڅه وکړو.
د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یي» هم څرګنده کړه چې درې واړه هېوادونه له ترهگرۍ سره د مبارزې لپاره ژمن دي او په افغانستان کې د سولې لپاره د افغانانو ارادې ته احترام لري او په دې برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دي، خو ترڅو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ باور رامنځته نه شي، دا ډول ناستې بې پایلې دي.
د دې لړۍ لومړۍ ناسته تېر کال د ډسمبر په ۲۳مه د چین په پلازمېنه بیجېنګ ښار کې ترسره شوه چې په هغه کې هم د دریو واړو هېوادونو ترمنځ پر همکاریو، په سیمه کې پر روان وضعیت، له ترورېزم سره د مبارزې په شدت او اقتصادي او سوداګریزو همکاریو باندې خبرې اترې شوې وې.
چین ولې د کابل او اسلام اباد نږدې کول غواړي؟
چین د پاکستان سیمه ییز او ستراتېژیک ملګری او ملاتړی هېواد دی او تل یې په سیمه ییز او نړیوال ډګر کې د پاکستان اړخ نیولی. د چین ولسمشر «شي جین پېنګ» د ۲۰۱۵ زېږدېز کال د اپرېل په ۲۰مه اسلام اباد ته د یو تاریخي سفر په ترڅ کې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز (China-Pakistan Economic Corridor- CPEC) د جوړولو لپاره د ۴۶ میلیاردو ډالرو د پانګونې اعلان وکړ. دغه اقتصادي طرحه په وروستیو کلونو کې لا پراخه شوه چې اوس یې ارزښت ۶۲ میلیاردو ډالرو ته لوړ شوی دی. دا پروژه په حقیقت کې د یو کمربند یوې لارېOne Belt One Road (OBOR) ) ) طرحې مهمه برخه ده چې چین په دې سره وکولای شول د پاکستان بندرونو په ځانګړي ډول ګوادر ته لاسرسی پیدا کړي.
د چین او پاکستان اقتصادي کواریډور په سیمه کې د ارتباط یوه شبکه ده چې د پاکستان بېلابېلې برخې له یو بل سره او ګوادر بندر چې په بلوچستان کې واقع دی، د چین له سنګیانګ ایالت سره تړي. په دې شبکه کې د لویو لارو جوړول، د اوسپنې پټلۍ، نوري فایبر، د هوايي راکړې ورکړې کانالونه، د ګازي انرژۍ د انتقال پایپ لاین شتون لري او په ټوله کې د ګوادر بندر له لارې د چین سوداګریزې اړیکې د سیمې او نړۍ له ډېرو هېوادونو سره پراخوي.
چین په سیمه کې له یوې خوا غواړي د انرژۍ په برخه کې د ګازو او تېلو اړتیا د منځنۍ اسیا او خلیجي هېوادونو څخه پوره کړي او له بلې خوا اروپا، افریقا او منځنۍ اسیا ته خپل سوداګریز توکي انتقال کړي. چین د سترې طرحې (یو کمربند یوې لارې (One Belt One Road په واسطه غواړي په سیمه او نړۍ کې خپل نفوذ پراخ او د هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې په پراختیا کې ونډه واخلي.
چین د همدې موخو لپاره قوي ملګرو ته اړتیا لري، څو وکولای شي په سیمه کې د راکړې ورکړې قوي شبکه رامنځته کړي او پر بنسټ یې خپلې اړتیاوې پوره او خپل صادرات په بېړه نورو هېوادونو ته ورسوي. د همدې لپاره یې په پاکستان کې د سي پېک پر پروژه پانګونه وکړه چې په نتیجه کې یې د ګوادر بندر تر خپل کنټرول لاندې راوستی او د ځینو سرچینو پر بنسټ هلته یې بحري اډه هم جوړه کړې ده چې کولای شي د هند سمندر ډېرې برخې تر خپل څار لاندې ولري.
دا چې چین په سیمه کې د خپلو پروژو د تطبیق په موخه په لوړه کچه پانګونې کوي او پیل یې له پاکستان څخه کړی، اوس اوس غواړي دا پروژې د پلان سره سمې افغانستان او د سیمې نورو هېوادونو ته وغځوي. د دې لپاره چې د پاکستان او افغانستان اړیکې په وروستیو کې کړکېچنې دي او د سیاسي ناندریو په مېچن دل شوې دي، چین هڅه کوي چې د دغو هېوادونو اړیکې ورغوي، څو لږ تر لږه د چین د پروژو د تطبیق پر وړاندې معمولي خنډ هم جوړ نه شي.
په سیمه کې د چین پر وړاندې خنډونه:
دا چې چین په سیمه کې د راکړې ورکړې د شبکې د رامنځته کولو لپاره په پراخه کچه پانګونې کوي او غواړي خپل نفوذ پراخ کړي، په بېلابېلو برخو کې یې پر وړاندې ستونزې هم شته.
په پاکستان کې د چین ډېری پروژې د بلوچو له سیمو څخه تېرېږي. ګوادر بندر هم په بلوچستان کې واقع دی چې هلته بیا ځینې بلوچ بېلتون پال ګوندونه د مرکزي دولت پر وړاندې وسله واله مبارزه کوي او له بلوچو سره د نا عادلانه چلند څخه سر ټکوي، خو چین هم د اسلام اباد په ژبه له هغوی سره چلند غوره کړی چې په دې سره بلوچو څو ځله پر چینایي کارکوونکو او موخو بریدونه هم کړي دي او وروستۍ بېلګه یې تېره میاشت په کراچۍ کې د چین پر کونسلګرۍ د (بلوچ لېبرېشن ارمي) ډلې وسله وال برید یادولای شو.
همدارنګه په سیمه کې د چین- پاکستان پر وړاندې د هند او امریکا د اړیکو نږدې کېدل او په افغانستان کې د امریکا شتون او د چابهار بندر له لارې له هند سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو زیاتېدل هم کولای شو د دغو خنډونو یوه بېلګه وګڼو.
همدارنګه په سیمه او افغانستان کې د چینايي بېلتون پالو ډلو (د شرقي ترکستان ګوند غړیو) د فعالیت زیاتېدل چې چین وېره لري په سېنګیانګ ایالت کې ورته سرخوږی جوړ نه کړي چې دا هم د همدې لړۍ یوه برخه ده.
دا هغه ستونزې دي چې په سیمه کې د چین د پراختیایي پروژو پر وړاندې شتون لري او چین په پوره ځواک سره هڅه کوي چې د سیمې د هېوادونو ملاتړ ترلاسه او کوچني خنډونه هم له خپلې لارې لرې کړي.
په حقیقت کې همدا اوس په پاکستان کې د چین هغه امپراتوري حاکمه ده چې اقتصادي بنسټ یې چینايي دی او امریکا په خپل ټول توان هڅه کوي چې له دوی څخه د میلیاردونو ډالرو ترلاسه کوونکی پاکستان، د چین پر دفاعي او نفوذي ډګر بدل نه شي. د بېلګې په توګه، د پاکستان د بلوچستان ایالت په چاغي سیمه کې د ریکودیک د سرو زرو د کان قرارداد یادولای شو چې امریکا ډېر فشار وارد کړ، څو دا کان د چینایانو لاس ته ونه غورځي.
له بل لوري چین اوسمهال په پاکستان کې په لوړه کچه پانګونه کړې او پاکستان یې په خپل محور را ګرځولی، څو د امریکا او هند پر وړاندې ورسره یوه قوي ملګرتیا جوړه کړي چې په مقابل کې یې امریکا پر پاکستان خپلې مرستې کمې کړې یا یې درولې او له هند سره یې چې د چین او پاکستان مشترک رقیب دی، اړیکې پراخې کړې دي چې په دې منځ کې بیا په خواشینۍ سره افغانستان د ناکام بهرني سیاست یا هم د مجبوریت له مخې د امریکا پر پل قدم اېښی او لا هغه وړتیا نه لري چې په خپل شاوخوا کې له رقابتونو څخه په خپله ګټه کار واخلي.
امریکایان په پاکستان او شاوخوا ټوله سیمه کې د چین له پروژو خبر دي او په دې برخه کې یې اندېښنې هم څرګندې کړې. په وروستیو ورځو کې د امریکا د پوځ د ریزرف ځواکونو یوه متقاعد ډګروال «لارنس سېلین» ویلي: «چین او پاکستان د افغانستان لپاره ګډ پلانونه لري او د دغو پلانونو د عملي کولو لپاره غواړي چې متحده ایالتونه او لوېدیځ ملګري یې له افغانستانه وتلو ته اړباسي».
دغه پخوانی امریکايي پوځي زیاتوي، چین او پاکستان غواړي افغانستان او مرکزي اسیا ته د ګډ اقتصادي کواریډور پروژه وغځوي او ټوله سویلي او مرکزي اسیا تر خپل نفوذ لاندې راولي.
چین که له یوې خوا په سیمه کې د خپلو پراخو او سترو پروژو د تطبیق لپاره هڅه کوي، له امریکا او هند سره رقابتونه هم پالي او له پاکستان څخه په دې برخه کې کار اخلي. له بلې خوا د افغانستان په شمال ختیځو سیمو کې د را ټولو شویو ایغور بېلتون پالو له نفوذ څخه په وېره کې دی او هڅه کوي په هر ډول چې کېږي، د خپلو سرحدونو پر ساتنې سربېره له افغان دولت سره هم توافق ولري.
دې ټولو ته په کتو سره چین غواړي په سیمه کې د خپلو پروژو د تطبیق په موخه لږ تر لږه د دخیلو هېوادونو ترمنځ اړیکې ورغوي او په هر ډول چې کېدای شي د خپلو پروژو د تطبیق لپاره کار وکړي، ځکه دا داسې پروژې دي چې د چین راتلونکې ور پورې تړل شوې ده.
چین د خپلې انرژۍ د کمښت د پوره کولو او د نړۍ بېلابېلو برخو ته د خپلو صادراتو رسولو لپاره د دغو پروژو تطبیق ته جدي اړتیا لري او پرته له دې نه شي کولای خپلې اقتصادي ودې ته په ښه بڼه دوام ورکړي او له وړاندوېینو سره سم تر ۲۰۳۰ ز کال پورې په نړۍ کې لومړی اقتصادي ځواک وګرځي.
چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په رغولو سره غواړي له یوې خوا هند او امریکا ته وښيي چې چین کولای شي له دوی پرته افغانستان او پاکستان سره نږدې کړي او خپلې سترې پروژې تطبیق کړي او له بلې خوا د سیمې د هېوادونو ترمنځ د تضاد فضا کمه کړي چې په دې سره به د امریکا د لاسوهنو زمینه را کمه او د وسله والو ډلو د فعالیت مخه به ډپ شي.