په ۲۰۰۱ ز کال کې پر افغانستان تر پوځي برید وروسته امریکا داسې پېچلې او نامالومه تګلاره غوره کړې چې له ډېرو پکې لاره ورکېږي. دوی له پیله درې بېلابېلې نظریې لري. یوه نظریه دا ده چې په افغانستان کې جګړه د امریکا د ملي امنیت لپاره د راتلونکو ننګونو او چلېنجونو څخه د خلاصون جګړه بلل کېږي.
د دویمې نظریې ملاتړي دا جګړه غندي او په افغانستان کې اوږدمهاله پاتې کېدل د امریکايي ولس د ماليې ضایع ګڼي.
درېیمه نظریه بیا د طالب اورپکو او افغان دولت ترمنځ د جوړجاړي خبرې اترې دي. همدغو دریو نظریو ذهني مغشوشوالی رامنځته کړی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ټاکل کېدو وروسته د سولې خبرې خورا ګرمې شوې چې په خواله رسنیو او د خلکو ترمنځ يي ګرم بحثونه رامنځته کړي دي.
په ورته وخت کې نړیوالې رسنۍ هم هره ورځ د ولسمشر ټرمپ په اړه غږېږي چې ګواکې له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو ایستل غواړي او نور نه غواړي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکايي مالیه ورکوونکو روپۍ ضایع کړي.
دوی فکر کوي چې ولسمشر ټرمپ خپل ټول پام د امریکا د اقتصاد بیارغونې ته اړولی، نو ځکه غواړي چې نور امریکا د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، خو ډېری خلک د مسئلې بل اړخ له پامه غورځوي.
په کابل کې له ځینو شنونکو او چارواکو سره دا اندېښنه ده چې هسې نه ولسمشر ټرمپ یو سهار له خوبه پاڅي او پر ټوېټر له افغانستانه د وتلو اعلان وکړي.
خو خبره د تېر په څېر بل ډول ده. د ولسمشر اوباما په اړه هم ورته فکر کېدو چې ګواکې په ۲۰۱۱ ز کال کې نور د افغانستان له جګړې ستړی شوی او په افغانستان کې د امریکايي جنرالانو خبره به نوره نه اوري.
هغه مهال به د امریکا ملکي مشرانو ویل، په افغانستان کې به یوازې د سفارت ساتنې لپاره کم شمېر ځواکونه پاتې کېږي، خو موږ ولیدل چې ولسمشر اوباما په افغانستان کې د پوځي شتون لپاره امنیتي تړون رامنځته کړ او پر افغان حکومت یې د لاسلیک کولو لپاره یوڅه فشار را وست.
د پاکستان مشهور لیکوال او خبریال نصرت جاوید په خپله لیکنه کې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش او هغه مهال د پاکستاني لومړي وزیر شوکت عزیز یوه محاوره رانقل کړې ده.
ښاغلی عزیز له ولسمشر بوش نه پوښتنه کوي چې امریکا په افغانستان کې پاتې کېږي او که وځي؟
ولسمشر بوش شوکت عزیز ته په ځواب کې د امریکا د ملي امنیت سلاکارې کونډه لیزه رایس څخه د یوې پوښتنې په ډول ځواب ورکوي: «اغلې کونډه لیزه! ایا ویلی شې چې جاپان او سویلي کوریا ته امریکايي ځواکونه په کومو لسیزو کې تللي وو؟»
په افغانستان کې اوږدمهاله پوځي شتون د امریکا د لويې ستراتېژۍ او په اسیا کې د واک د موازنې تر ټولو مهم اړخ جوړوي.
د افغانستان او سیمې لپاره د ولسمشر ټرمپ د سویلي اسیا ستراتېژي په اصل کې په خپله ډېر څه وايي، خو له دې څخه تل سترګې اړول کېږي.
د دې ستراتېژۍ د اعلان په وخت کې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس په زغرده د چین د کمربند او سړک په اړه وویل چې دوی به د ټولو هغو پروژو مخه ونیسي چې له جنجالي سیمو څخه تېرېږي.
هغه د چین- پاکستان اقتصادي دهلېز ته په اشارې سره وویل چې دا ورته د منلو وړ نه ده چې په هغو سیمو کې دې چین پانګونه وکړي چې تر اوسه یې د سیمې هېوادونه پر سر جنجالونه لري.
همدارنګه په واشنګټن کې ځینې شنونکي او څېړنیز بنسټونه په دې اړه شننې کوي او وایي، چین د کمربند او سړک د پروژې په پلمه غواړي چې کمزوري هېوادونه د قرضې په جال کې راګیر کړي.
د دې ترڅنګ په ختیځه اسیا، مرکزي اسیا او سویلي اسیا کې روانو جیوپولیټیکل بدلونونو، امنیتي سیالیو او د امریکا او متحدینو پخواني مخالفین یو ځل بیا سر را پورته کوي چې د دغه وضعیت په رامنځته کېدو سره په واشنګټن کې ګرم بحثونه پیل شوي دي.
څه موده وړاندې د امریکا د سمندري ځواکونو قوماندان جنرال ډانفورډ وویل، نړۍ یو ځل بیا د امریکا او پخوانیو مخالفینو (چین-روس) ترمنځ د ازادې سیالۍ شاهده ده.
هغه همدارنګه د امریکا پوځي ستراتېژیو ته له سره د کتنې غوښتنه وکړه. د دې ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان جنرال مک کرېسټل هم د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره په یوه ملاقات کې مشوره وکړه چې له افغانستان څخه په بشپړه توګه وتل به ستره تېروتنه وي.
دلته مهمه پوښتنه دا ده چې که امریکا رښتیا هم په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره پاتې کېدل غواړي، نو په افغانستان کې به راتلونکی سیاسي او امنیتي وضعیت څه ډول وي؟
له طالبانو سره د افغان حکومت روانې خبرې دا مهال له یو لړ ستونزو سره مخ دي، ځکه چې په حکومت کې دننه او بهر ځینې لوړپوړي چارواکي وخت ناوخت د سولې په روانه پروسه نیوکې کوي.
ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یو نوی ټیم جوړ کړی او د سولې عالي شورا برخلیک هم روښانه نه دی.
روسیې ته د سفر پر مهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرې هم یو ډول مایوسه وې. هغه روسيې ته د سفر په مهال وویل، افغانان باید خپل برخلیک ټاکلو ته پرېښودل شي او نور هېوادونه باید په دغه هېواد کې له لاسوهنې لاس واخلي.
ښایي خلیلزاد د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو اترو کې بریالی شي، خو د پښتون ملتپال مشر افراسیاب خټک خبره په افغانستان او سیمه کې ترهګر ګروپونه هماغه پخواني دي او د وخت له غوښتنې سره یوازې د دوی په شعار او د بیرغ په رنګ کې بدلون راځي.
له بلې خوا د امریکا د سمندري ځواکونو قوماندان جنرل ډانفورډ په خبره، په افغانستان کې اوسمهال شل ترهګرې ډلې فعالیت کوي چې د امریکا ملي امنیت ته لوی خطر پېښوي.
په منځني ختیځ کې د داعش له ماتې وروسته اوسمهال د افغانستان په شمال کې د دوی فعالیتونه ورځ تربلې زیاتېږي، نو په دا ډول وضعیت کې طالبان که د کابل حکومت برخه هم شي، خو سوله به اوږدمهاله نه وي، ځکه چې جګړه به دا نورې ترهګرې ډلې ټپلې پرمخ وړي.
له بلې خوا که څه هم د چین او امریکا سوداګریزه جګړه د موقت وخت لپاره درېدلې، خو په ټوله کې په مختلفو بڼو لا تراوسه دوام لري. امریکا په دې وروستیو کې کوښښ کوي چې په چینايي شرکتونو بندیز ولګوي.
د همدې هلو ځلو په پار چین د یو کمربند یو سرک په پروژو کار ګړندی کړی او غواړي چې له امریکايي انحصار څخه ځان وژغوري.
د اقتصادي دهلېزونو او امنیتي سیالیو څخه ور هاخوا د ایران اټومي مسئله هم امریکا ته ډېره مهمه ده.
تېرکال د چین ZTE شرکت جریمه شو. اوس هم د هواوې (Huawei) شرکت مالي امره مېنګ وانجو په کاناډا کې نیول شوې ده. دغو شرکتونو امریکايي چیپونه په ایران پلورلي وو.
دغه وضعیت ښيي چې د ایران مسئله د امریکا د لویې ستراتېژۍ په برخه کې څومره ستراتېژیک اهمیت لري.
له دې بحثه پایله دا ده چې امریکا نه یوازې په افغانستان، بلکې په ټوله سیمه کې اوږدمهاله ګټې، اندېښنې او پروژې لري او ګرانه ده چې د یوه ولسمشر د موډ یا خوښې پر اساس دې له دې سیمې پښې سپکې کړي.