ډېر خوشاله شوم چې د پنجاب په نوښت او رياست د افغان-امريکا کښالي مذاکراتو کرېډېټ له فرنګي پنجاب څخه واخيستل شو.
بل لور ته اندېښنه لرم او فکر کوم چې امريکا او پاکستان دواړه غواړي په يو ډول هغه سيمه ييز ډيالوک چې د ايران، روسيې او چين په هڅو د طالبانو د خپلواک دريځ په توګه رامنځته شوى، بدنام او بې لارې کړي.
لومړى– امريکا د جګړې دوام غواړي، نو ځکه يې د زلمي خليلزاد په مشرۍ د سولې هڅو ته ودانګل، څو د سيمه ييزو هڅو نيمه بريالى بهير له يوې خوا سبوتاژ کړي او بل لور ته د روان ناورين د حل شيطاني مالکيت ولري.
دويم– پاکستان چې له ډېره وخته يې پر طالبانو د نفوذ کچه راکمه شوې او يوازې د اغېزې تر چارې د کردار ترسره کولو وړتيا لري او بل لور ته هغه له لومړيو د قطر دفتر د پرانیستو يو له سرسختو مخالفينو څخه و؛ اوس غواړي له امريکا سره په دسيسه او توطيه کې د محور او نوښت په پلمو لومړى د سيمې په کچه د سولې روانې هڅې پيکه کړي او په دويم قدم کې د طالبانو مشروعيت وننګوي او هغوى د امريکايي شرارت په همکارۍ سره اړ باسي، څو په هغه برخليک خوښ اوسي، کوم چې څو لسيزې مخکې د افغان مجاهدينو په اړوند تر سره شوى و.
ولې د طالبانو ځيرکه ډيپلوماسي چې هوښيارانه بېلګه يې د عمران خان د خبرو خلاف، چې ويل يې د مذاکراتو دا پړاو به د دوى په نوښت او کوربه توب په اسلام اباد کې تر سره کېږي، خو طالب استازو په خپله ځواکمنه لابي او ټينګ دريځ سره دا مذاکرات په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړل.
اوس زما وړانديز دا دى چې د ګران افغانستان د عزت په پار، د جګړې د بشپړ پای ته رسولو په موخه او په ټوله کې د نورو د نويو څارګريزو لوبو څخه چې ( افغان وژنه، وينه بهول، بمونه، بارود او اورونه دي) د خلاصون لپاره بايد د دې پېچلې قضيې افغان اطراف (افغان حکومت + طالبان) بايد هڅه وکړي چې د پاکستان له فرنګي شرارتونو او د امريکا د فتنې د دوام له ستراتېژيانو د سولې وروستۍ هڅې په خپلو تدبيرونو سره جلا او تر ډېره د افغانستان د پايښت په فکر خوندي وساتي.
کوم چې په دې برخه کې د ګران افغانستان د ټيکاو په موخه افغان حکومت چې موخه مې ترې شخصاً ډاکتر غني او ټيم يې دى، ژر تر ژره د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو، د شپنيو وحشيانه او ړندو بمباریو د درېدو، د قطر دفتر چې د طالب طرف يوازینی او د مذاکراتو د توافق ادرس دی، په رسميت وپېژني. هلته مېشت پلاوي ته دې د تګ راتګ ازادي ورکړل شي او د طالبانو هغو غوښتنو ته د حسن نيت ښکاره کولو په برخه کې چې بنديان دي، لومړني ګامونه اوچت کړي، څو د واکمن حکومت صلاحيت تعريف، مشروعيت يې را وګرځي او حسن نيت يې ثابت شي، د کوم واک چې افغان حکومت يې د لرلو او اختيار ادعا کوي.
همدا ډول طالبان دې د مذاکراتو تر مېز وړاندې زيان اړوونکي عمليات ودروي، د جغرافيې نيولو هڅې دې صفر کړي او پر لنډمهاله اوربند چې حد اقل تر دوو مياشتو کم نه وي، دې غور وکړي.
دا ډول دواړه لوري دې په خپلو کې د سولې دښمنې کړۍ، ډلې او هغه اشخاص منزوي، بې واکه او له خپلو ليکو دې وشړي چې د جګړې د دوام او په ځانګړې توګه د ممکنه هوکړو په لاره کې خنډونه او ستونزې زېږوي.
ځکه زه باور لرم او لرې نه، دغه نږدې تاريخ ته که ور وګرځو، د بهرنيانو پرېکړې او دريځ تر دې کچې همېش بدرنګه، د توطيو څخه مالامال او ګواښوونکې وي.
بل لور ته د روانې کشالې او جګړې بڼه په لويه کې بين الافغاني نه، بلکې بهرني ابعاد يې پراخ دي، نو په دې لړ کې بهرنيان په خاص ډول امريکايان د کړکېچ ښکېل لوري دي او پرته له کوم ضرورت او مصلحت څخه بايد چغه او وشړل شي.
ولې دا چې موږ کله او څه مهال تر دغه منزله رسېږو؛ لازمه، معقوله او زموږ د خير خبره دا ده چې موږ بايد له دغو ستونزو سره سره لومړى د نورو ککړ لاسونه له خپل وطن نه لنډ کړو او په دې اړوند ځینې هغه کارونه چې سبا يې د تاريخي، اسلامي او ملي مسووليت ګوته موږ ته نيول کېږي او هغه مهال به دا پېټى اوچتول هم خورا دروند او زموږ له وسه پورته خبره وي، نو ښه دا ده چې همدا اوس يې په اړه خپل رسالت تر سره کړو.