په افغانستان کې د متحده ایالتونو د سولې د انسټېټیوت مشر
لومړۍ برخه:
په دې ورځو کې د افغانستان د سولې په تړاو خبرې اترې زیاتې شوې. په هېواد کې دننه او بهر د هیئتونو تګ او راتګ، رسمي او غیر رسمي غونډې، کنفرانسونه، سفرونه، کتنې او د کمېسیونونو جوړول هم زیات شوي دي. په ټولنیزو رسنیو کې د سولې خبرې ګرمې روانې دي. اکثره افغانان د سولې راتګ ته تلوار لري، خو بیا له ځینو کسانو سره زیاتې اندېښنې هم شته. د افغانانو لېوالتیا او اندېښنې دواړه په ځای دي، ځکه سوله د ډېرو لپاره ګټوره نسخه ده، خو د ځینو کسانو او ډلو لپاره د تاوان او د قدرت د بایلولو وسیله هم ده.
که څه هم د سولې په تړاو ډېر بحثونه روان دي، خو بیا هم تر یوه حده معلومېږي چې اکثره افغانان د سولې پلویان، مخالفین او ځینې ورته اندېښمن هم دي. دوی د افغانستان د حکومت، طالبانو، امریکا او نورو اړوندو اړخونو د فعالیتونو په اړه سم معلومات نه لري او نه ټولې خواوې له ولسونو سره کافي معلومات شریکوي چې د اکثرو افغانانو اندېښنې له منځه لاړې شي. د معلوماتو د شریکولو لپاره سم میکانېزم هم نشته او د ستراتېژیکو اړیکو تشه لیدل کېږي. کله چې معلوماتي خلا موجوده وي، بیا ولس او شنونکي د شک پر تیوريو باندې زیاتې تبصرې کوي او د ولس په منځ کې د سولې په اړه شکونه را پیدا کوي. زما په اند د شک پر تیوریو باندې زیات بحث کول، د سولې پروسې ته تر ټولو زیات تاوان رسوي. په سیاسي معاملو او هم د سولې په خبرو کې همېشه د راکړې ورکړې مسئله وي؛ څه به ګټې او څه به بایلې، خو د ګټلو او بایلو ترمنځ باید یو تناسب موجود وي.
د سولې پروسې د پرمختګ لپاره لویه برخه پر یو بل باندې د باور او اعتماد جوړونې یا(Confidence Building) مرحله ده. د متخاصمو خواوو ترمنځ د اعتماد جوړونې په مرحله کې همېشه د منځګړو تګ او راتګ، غونډې او تماسونه زیات وي، څو ټولې خواوې په دې قانع شي چې د واقعي سولې د خبرو لپاره چمتو او متعهد دي. کله چې د اعتماد جوړونې له مرحلې وروسته د مذاکراتو او خبرو لپاره توافق رامنځته شي، نو بیا اسانه ده چې د هرې ستونزې لپاره داسې د حللارې پیدا شي چې د ټولو خواوو لپاره د تایید وړ وي او یا ټول ګټونکي شي. په سیاسي لحاظ دغه حالت ته د( Win-Win ) حالت وایي چې هېڅوک بایلونکي نه وي او ټولې خواوې د مذاکراتو او توافقاتو په لړ کې هغه څه تر لاسه کوي چې د جنګ په میدان کې یې نه شي ترلاسه کولای. په دې اساس د افغانستان د سولې خبرې تر اوسه لا د اعتمادسازۍ په فضا کې دي، څو د منظمو خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي.
له دې لنډې سریزې وروسته دا باید ووایم چې په تېر یوه کال کې ما د سولې په تړاو په ډېرو غیر رسمي غونډو، کنفرانسونو او مجالسو کې ګډون کړی او هم د افغانستان په تړاو له باخبره کورنيو او بهرنيو لوړپوړو چارواکو سره بحثونه کړي او خپل نظریات مو سره شریک کړي دي. د دې مقالې محتوا د همدغو مرکو، بحثونو او کتنو نچوړ او د سولې په اړه زما شخصي برداشت دی.
په دې مقاله کې یوازې هغو مهمو ټکو ته اشاره شوې چې د سولې پر وړاندې کوم فرصتونه او ننګونې موجودې دي. له ډېری افغانانو سره دا لاندې پوښتنې مطرح دي:
- له طالبانو سره د افغان حکومت او امریکا د خبرو پس منظر یا لنډه تاریخچه څنګه پیل شوه؟
- ولې سولې ته اړتیا ده؟
- ولې د سولې په خبرو کې ګړندیتوب یا استعجالیت رامنځته شوی دی؟
- ټولې خواوې واقعاً سیاسي حل غواړي او که نه؟
- د متخاصمو ډلو په موقفونو کې څه تغیر لیدل کېږي او که نه؟
- د سولې د موجوده فرصت پر وړاندې خنډونه څه دي؟
- څه ډول سوله او په کوم قېمت؟ او داسې نور.
- د سیاسي خبرو د پیل بند بست یا (Stalemate) څنګه باید حل شي؟
په دې مقاله کې د پورته پوښتنو په اړه په لنډه یا اجمالي توګه رڼا اچول شوې او رېفرېنسونه مې نه دي ذکر کړي، ځکه چې د لوستونکو لپاره یې لوستل اسانه شي.
له طالبانو سره د افغان حکومت او امریکا د خبرو پس منظر یا لنډه تاریخچه څنګه پیل شوه؟
له ۲۰۰۳ ز کال نه را په دېخوا اکثرو طالبانو غوښتل چې په خپلو سیمو کې ژوند وکړي او د بهرنيو قواوو او حکومتي ادارو له اذیت نه په امن کې وي. په هغه وخت کې د امریکا متحده ایالتونو او هم افغان حکومت دې ته حاضر نه وو چې له طالبانو سره وغږېږي او ویل یې که طالبان غواړي چې په خپلو سیمو کې و اوسېږي، رادې شي او تسلیم دې شي. طالبانو دا نه منله او ویل یې چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید په ګډه د طالبانو د راتګ لپاره داسې پالیسي ولري چې دوی ته د هېڅ ادارې له خوا تهدید او اذیت نه وي؛ ځکه هغه وخت د افغانستان امنیتي ادارې اکثره د طالبانو د مخالفینو او یا په اصطلاح له شمالي ټلوالې سره وې او طالبانو له هغوی نه وېره درلوده چې که دوی راشي، نو دوی به خامخا ځورېږي. که څه هم په حکومت کې ځینو کسانو هلې ځلې وکړې چې د امنیت شورا په سطحه داسې کومه پالیسي رامنځته کړي چې طالبان په خپلو سیمو کې په ارامه ژوند وکړای شي، خو متاسفانه داسې کومې موافقې ته ونه رسېدل او په قدرت کې واکمنو اکثرو کسانو یوازې د تسلیمۍ خبره کوله. طالبانو هم د تسلیمۍ خبره ردوله او د خپلو صفونو په منظمولو او د چریکي حملو پیل کېدو ته یې دوام ورکړ. په دې توګه د افغانستان د وخت د حکومتولۍ د خرابېدو او د نړیوالو د زورواکۍ له امله په افغانستان کې د جنګ لمن مخ په پراخېدو شوه. البته په دې بحث نه کوو چې څوک د چا له خوا تقویه کېدل، ځکه کله چې جنګ دوام پیداکوي، متخاصمې ډلې خامخا سیاسي، نظامي او اقتصادي ملاتړ له بېلابېلو هېوادونو او ډلو نه ترلاسه کوي.
دوام لري…