اندورا په جنوب لوېديځه اروپا کې د شمالي عرض البلدونو د ۴۲ او د ختیځو عرض البلدونو د یوې درجې ترمنځ موقعیت لري. دغه هېواد ۴۶۸ کیلومتره مربع مساحت لري او له دې پلوه د نړۍ ۱۹۲ م لوی هېواد دی.
اندورا شمال ته له فرانسې، جنوب، ختيځ او لوېدیځ ته له اسپانیا سره ګډه پوله لري.
دغه هېواد چې د نړۍ له کوچنیو هېوادونو څخه دی، د اروپا په جنوب لوېدیځه برخه کې د پیرنه غرونو د لړۍ د ختیځې برخې په جنوبي لمنو کې پروت دی.
د اندورا جګ غرونه پیرنه نومېږي. دغو جګو غرونو او ژورو درو د دغه هېواد طبیعت ډېر ښکلی کړی. د ژورو درو په منځنیو برخو کې یې لنډ، خو له اوبو ډګ سیندونه بهیږي چې تر ټولو لوی سیند یې والیرا دی. د دغه هېواد تر ټولو ټیټه سیمه د وري رونر ده چې د سمندر له سطحې ۸۴۰ متره لوړوالی لري او تر ټولو لوړه څوکه یې کوما پیدروسا ده چې ۲۹۴۶ متره لوړوالی لري.
د دغه هېواد پلازمېنه اندوراله ویلا ښار دی. دغه هېواد ۸۵۴۷۰ تنه نفوس لري چې په هر کلیومتر مربع سیمه کې یې ۱۸۲ تنه ژوند کوي. د اندورا ۸۸ سلنه خلک په ښارونو کې ژوند کوي او ۱۲ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې مېشت دي.
د دغه هېواد ۴۳ سلنه خلک سپین اسپانايي، ۳۳ سلنه اندورايي، ۱۱ سلنه پرتګالي، ۷ سلنه فرانسوي او ۶ سلنه یې د نورو نژادونو لرونکي دي.
دغه راز ۸۲ سلنه خلک یې رومن کاتولیکان او پاتې نور یې د بېلابېلو دینونو پیروان دي. رسمي ژبې یې فرانسوي او پرتګالي ده.
اندورا د ادراي وېش له مخې په ۷ برخو وېشل شوې دی. اندوراله ویلا، کانیلو، انکمپ، سنت جولیا، دی لوریا، له مسنا، اوردینو او ارنسال د دغه هېواد مهم او لوی ښارونه دي.
د حکومت ډول یې پارلماني ولسواک دی. د اندورا لومړی اساسي قانون په ۱۹۹۱ ز کال کې جوړ او د ۱۹۹۳ ز کال د مارچ په ۱۶مه ټولپوښتنې ته وړاندې شو او د اپرېل په ۲۸مه نافذ شو. د دغه هېواد اوسنۍ واکمني له دریو برخو جوړه شوې ده.
د اندورا د دولت مشر یعنې د اجرایه شورا رییس د فرانس اولاند چې کرستین فریمونت یې استازیتوب کوي او د اسپانیا د اورخل د سیمې د مذهبي مشر استازی جانسیسلیا چې نیمستي اوستی یې استازی دی، د دغه هېواد د لومړي وزیر، د ولسي جرګې او دوو واکمنو شهزاده ګانو له خوا د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي. دغه مشر بیا په خپل وار د اندورا د کابینې نهه وزیران ټاکي او دغه وزیران په ولسي جرګه کې پوره صلاحیت لري.
د دغه هېواد ولسي جرګه ۲۸ غړي لري چې ۱۴ یې د خلکو په خوښه او ۱۴ نور یې له اوو اداري برخو څخه ټاکل کېږي او ټول د څلورو کلونو لپاره کار کوي. په دغه هېواد کې د رايې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.
د اندورا حقوقي نظام د فرانسې او اسپانیا په مدني قوانینو او پخوانیو عنعناتو ولاړ دی. مذهبي احکام هم د اندورا د محاکمو په پرېکړو کې خپل ځای لري. ستره محکمه، د عدالت عالي شورا او د اساسي قانون محکمه د دغه هېواد لوړ قضایي ارګانونه دي. د اندورا ستره محکمه یو قاضي القضات او اته قاضیان لري. مدني محکمه، جنایي محکمه او ادراي محکمه د سترې محکمې مهمې برخې دي.
ولسواک ګوند، لېبرال ګوند، لېبراله اتحادیه، ملي ولسواکه ډله، نوې ولسواکي، ټولنپال ولسواک ګوند د دغه هېواد مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.
اندورا په ۱۹۷۸ ز کال خپلواکي اخیستې او هر کال د سپټمبر اتمه په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي.
دغه هېواد په ۱۹۹۳ ز کال کې د ګڼو نړیوالو ټولنو ترڅنګ د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
اندورا کوچنی هېواد دی، خو ډېر پرمختللی او فعال اقتصاد لري. د دغه هېواد ۲ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده، نو له همدې امله یې کرنیز تولیدات کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای او دغه هېواد د اړتیا وړ ډېر توکي له بهر څخه واردوي. د اندورا د صنایعو سکټور هم وړوکی دی او ډېر حساب نه شي ور باندې کېدلی.
بانکي چارې، سیلانیان، هوټلونه، پرچون خرڅلاو او مالي چارې د دغه هېواد په اقتصاد کې مهمه ونډه لري او نږدې ۸۵ سلنه خلکو ته یې د کار کولو زمینه برابره کړې ده. د سیلانیانو خدمات د اندورا د ناخالص کورني تولید ۷۵ سلنه برخه جوړوي.
اندورا سره له دې چې کوچنی هېواد دی، خو د زرګونو سیلانیانو لپاره د استوګنې او تفرېح پوره امکانات لري. په کال کې شاوخوا ۸۰۰۰۰ زره بهرني سیلانیان دغه هېواد ته ورځي او هلته د لوړو شنو غرونو، ژورو ښایسته درو، رڼو اوبو او د تاوده دوبي له لمرینو ورځو څخه خوند اخلي. همدارنګه ژمی مهال اندورا د سکي وهلو لپاره ډېر په زړه پورې ځای دی.
دغه هېواد د اروپایي ټولنې د ګمرکي تړون غړیتوب هم لري. د ګمرکي محصول اندازه په دغه هېواد کې ډېره ټيټه ده او د سیلانیانو پر ډېرو خدماتو باندې دولتي مالیات نشته، نو له همدې امله په اندورا کې د ژوند بیه ارزانه ده او دا په خپل وار په لسګونو زره سیلانیان دغه هېواد ته د سفر لپاره هڅوي چې هلته هر کال څه د پاسه یو میلیارد ډالر لګوي.
اندورا څړځایونه نه لري، له همدې امله د غوایانو، پسونو ، وزو روزنه پکې په هېڅ حساب ده، خو خلک یې نږدې دېرش زره اسونه لري چې ډېر چټک ځغلي او په ټوله اروپا کې نوموتي دي. دغه هېواد د اوسپنې، ډبرو سکرو او سربو مهم کانونه لري.
اسپانیا، فرانسه، بلجيم، هالند، امریکا، برېټانیا او جرمني د اندورا مهم تجارتي شریکان دي. د ټلیفون کوډ نمبر یې ۰۰۳۷۶ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې اې ډي دی.
اندورا د اوبو کورنۍ لارې، د تېلو او ګازو نل لیکې، هوایي ډګرونه او د اوبو د غاړې سوداګریز بندرونه نه لري او د اسپانیا او فرانسې له هوایي ډګرونو او بندرونو څخه کار اخلي.
په دغه هېواد کې یو ټلوېزیون، دوې راډیوګانې او ۱۰ سوداګریزې خصوصي راډیوګانې فعالیت کوي.
اندورا له ۱۰ کلونو څخه لوړ عمر لرونکي خلک په لیک او لوست پوهېږي چې ډېری یې منځنۍ او لوړې زده کړې لري. په اندورا کې په منځنۍ توګه هر کس ۱۲ کاله په درس کې تېروي.
زده کړه په دغه هېواد کې شپږ پړاوونه لري. له وړکتون نه نیولې تر ماسټرۍ او دوکتورا پورې يې ورته ښه زمینه برابره کړې ده.
په دغه هېواد کې روغتیایي اسانتیاوې د ډاډ وړ دي. خصوصي یا عامه بېمې لري چې له خلکو سره د وزګارتیا، ناروغتیا، زړښت، معلولیت، تقاعد یا مړینې په وخت کې مرستې کوي.
اندورا منظم وسله وال پوځ نه لري، د دغه هېواد د سرحدونو او کورني امنیت ساتنه د پولیسو دنده بلل کېږي. د هغه تړون له مخې چې د اندورا په اړه پخوا د فرانسې او اسپانیا د دولتونو ترمنځ لاسلیک شوی، د اندورا د دفاع مسوولیت د دغو دوو هېوادونو پر غاړه دی.
د دغه هېواد د اوسنۍ خاورې د پخواني تاریخ په هکله ډېر معلومات نشته. په ۱۲۷۸ ز کال کې د اسپانیا د سیمې د کلیسا او د فرانسې د فوا د سیمې د فیوډالي مشرانو ترمنځ داسې یو تړون لاسلیک شو چې د دې سیمې په هکله یې د دوی ډېرې پخوانۍ لانجې پای ته ورسولې. دواړو لورو د اندورا شتون په رسمیت وپېژانده او پرېکړه وشوه چې دغه کوچنۍ سیمه به په ګډه اداره کوي.
د اندورا، فرانسې او اسپانیا یاد تړون د نړۍ له ډېرو پخوانیو تړونونو څخه دی چې اوس هم د اعتبار وړ دی او درې واړه خواوې په درنه سترګه ورته ګوري.
اندورا له ۱۲۷۸ ز کال څخه تر ۱۹۹۳ ز کال پورې ۷۱۵ کاله د فرانسې او اسپانیا د استازو له خوا په ګډه اداره کېده. په دې موده کې د دغو دریو خواوو په لومړني تړون کې دوه ځلې تعدیلات راغلي چې د هغې له مخې د فرانسې له خوا د کنت دنده لومړی د فرانسې پاچایانو او وروسته بیا د فرانسې ولسمشرانو ته وسپارل شوه.
اوس اوس د فرانسې ولسمشر یا د اسپانیا د اندورا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، دوی خپل استازی لري او د اندورا د ولسي جرګې د ۲۴ غړو په ګډون دغه هېواد اداره کوي او د اندورا بهرنۍ اړیکې د فرانسې د دولت له خوا په مخ بیول کېږي.
د دغه هېواد خلک د دې سیمې له خپلواکۍ وروسته له هېڅ ډول کورنۍ جګړې، بهرني یرغل، کودتا یا کومې بلې پېښې سره نه دي مخ شوي. له همدې امله دغه هېواد د نړۍ تر ټولو د پوره امنه او سوله ییز هېواد نوم ګټلی دی.
اندورا د اروپایي ټولنې غړیتوب نه لري، خو یورو یې د خپل پولي واحد په توګه منلې او د اروپا د ګمرکونو له ځینو کودونو څخه هم ګټه اخلي. افغانستان او اندورا په خپلو کې هېڅ راز اړيکې نه لري.