د پښتو ژبې نومیالی معاصر شاعر او لیکوال پيرمحمد کاروان د نور محمد زوی دی چې د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د نريزې په کلي کې زېږېدلی دی. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د نريزې کلي په لومړني ښوونځي کې تر شپږم ټولگي پورې کړې دي. د ښوونځي د درسونو ترڅنگ يې په ماشومتوب کې قران کریم او څو نور ديني کتابونه لکه، خلاصه، منيه هم لوستي دي.
د سعدي گلستان نومی مشهور کتاب يې هم لوستی چې څه ناڅه يې د نوموړي د شاعرۍ مينه په هماغه ماشومتوب کې پياوړې کړې ده. هغه د پښتو د فولکلور او په تېره بیا له افسانو سره ډېره مينه درلوده. د ښاپېريانو او نورو مينانو ډېرې کيسې يې يادې وې او خپلو همزولو ته به يې هر وخت ويلې. پښتو لنډۍ او د پښتو داستانونو او نکلونو منظومې نارې يې ډېرې خوښېدې، ډېرې يې ان په کوچنیوالي کې په ياد وې. دوولس یا ديارلس کلن به و چې څه ناڅه منظومې جملې یې جوړولی شوې. دا منظومې جملې به يې په ولسي فورم او يا د لنډيو په شکل جوړولې.
کاروان د خپل ځان په اړه وایي: «کله چې ماشوم وم، د سهار تر لمانځه وروسته به مې له ملا نه د ديني کتابونو ترڅنگ د سعدي گلستان لوست چې ماته به يې ډېر خوند هم راکاوه. زما استاد مومن خان نومېده، خدای دې يې وبښي. نوموړی زما د پلار له ماماخېلو څخه و. يوه ورځ په گلستان کې د یوه خواږه شعر بیتونه مخې ته راغلل، کله چې ملاصاحب په پښتو راته تشرېح کړل، په هماغه ماشومتوب کې يې سخت خوند راکړ. په هغه وخت کې به چې زه سبق ته تلم، د ماشومتوب له شوخۍ نه هم په امان نه وم. په بډه کې به مې لينده راسره وه. کله به چې له سبق نه د خپل کور په لور را روان شوم، نو لمر به پر کلي سر وهلی و. په لاره کې به مې په بامبوټيو او ونو کې مرغۍ څارلې چې گوندې يوه خو پکې وولم. په همدې سهار چې زه د سعدي د عاشقانه او مفکرانه شعر تر اغېزې لاندې راغلی وم، گورم چې د ملاصاحب د کور ترڅنگ د انځر په ونه کې د مرغۍ بچی ناست او د لمر لومړنۍ څړيکه يې په بڼکو لگېدلې وه. دا منظره د سعدي د شعر غوندې ښکلې وه. د ماشومتوب شوخي مې په زړه کې را وپارېده، ما ويل راځه هلکه لينده له بډې پسې را وباسه او دا د مرغۍ بچی داسې پر دې گېډه باندې ووله. ژر ژر مې ديني کتابونه او د سعدي گلستان کېښودل او له بډې مې لينده پسې را ويسته. کله مې چې په لينده کې گاټی واچاوه او د ويشتلو په نيت مې راکش کړه، د مرغۍ بچي مښوکه په وزر کې وهله او پر بڼکو يې هماغسې د لمر وړانگې لگېدې. يو نيم اواز يې هم کاوه. په اواز کې يې عاجزي او بې کسي معلومېده. د سعدي صاحب شعر را په ياد شو، د مرغۍ بچی يې را باندې گران کړ. په سترگو کې مې اوښکې راغلې او د مرغۍ د بچي ويشتل راته لويه گناه وبرېښېده. هغه وو چې له ليندې مې بېرته گاټی وغورځاوه، لينده مې بيا په بډه کې کېښوده او د لارې پر سر اېښي کتابونه مې را واخيستل. داسې زما د ماشومتوب دوره له عجيبو خوږو او ښکليو شاعرانه خيالونو سره غاړه غړۍ تېرېدله. له شپږم ټولگي پسې فارغ شوم. په اول کې خوشحاله وم چې هلکه توره دې وکړه دا دی په کلي کې دې مکتب تمام کړ، اوس نو خپلې مرغۍ وله او د ښاپېريانو نکلونه اوره. تر يوڅو ورځو مرغيو ویشتلو او خوشي گرځېدلو ستړی شوم. د مکتب ارمان راغی. په خپلو همصنفيانو پسې خپه شوم، خو څه مې کړي وای. په کلي کې تر شپږم ټولگي ور هاخوا مکتب نه و چې ما پکې نور سبق ويلی وای. يوه ورځ همداسې د مرغيو د ويشتلو په لټون راوتی وم، په يوه ونه کې مې ناسته مرغۍ څارله چې پلار مې راباندې غږ وکړ او د ځان خواته يې ور وبللم.
مرغۍ د ونې له څانگې والوته او زما په زړه کې د مرغۍ ويشتلو تلوسه همداسې غوټه پاتې شوه. د پلار خواته ورغلم. د پلار په مخ کې مې خوشحالي برېښېده. زه هم خوشحاله شوم او په زړه کې مې گوړې ماتولې چې يايې کوم ښه شی راته ساتلی او يابه يې ښه زېری راوړی وي.
پلار مې په خندا اوخوشحالۍ راته وويل:
څنگه زړه دې دی چې نور سبق ووايې؟
ماپه منډه ځواب ورکړ، هو ولې نه.
پلارمې وويل چې داسې ده، نو راځه چې له مکتب نه کاغذونه درته واخلم، سبا بل سبا به دې خوست ته بوځم، هلته به په مکتب کې سبق وايې. ما ورته وويل، نو په خوست کې به چېرته اوسېږم؟ پلار مې د خپلو ترو زامنو راته وويل چې هغوی په ډېره مينه راته ويلي چې تا ور ولم. زه خوشحاله شوم. په ذهن کې مې د ځلوبيو او خربوزو بوی را وگرځېد او يو پټ خوند مې ترې واخيست.
خوست ته راغلم، د خوست په پنزايه کلي کې د پلار د تره زامنو کره اوسېدم. پر ټولو گران وم. د خپل اولاد غوندې يې راسره مينه وه. په ماشومتوب کې د لېونۍ مينې تر بريده دينداره وم. همېشه به مې د قران تلاوت کاوه، ځکه خو پر خپلوانو مې گران وم. د خوست په غرغښت لېسه کې شامل شوم. کلی به مې ډېر يادېده، مورجانه به مې تل په زړه کې وه او په وړې خور پسې مې ډېر خپه وم. بيا هم په درسونو کې بد نه وم. تر نهم ټولگي په غرغښت لېسه کې وم. کله چې لسم ټولگي ته کامياب شوم، نو د خوست د ميخانيکي ليسې د امتحان خبره مې واورېده، د خوست ميخانيکي ليسې ته مې امتحان ورکړ. د امتحان صحنه ډېره عجيبه وه، د خوست د ميخانيکي لېسې په ميداني کې تر دنگو دنگو ونو لاندې امتحان ته ناست وو. اول ځل و چې د امتحان سوالونه د يوه کتاب په شکل چاپ شوي وو. د يوه سوال به درې یا څلور ځوابونه وو. بس تر سم ځواب به دې کرښه راکاږله چې دا څنگه مې ولوستل، سر مې پرې خلاص شو، حل کولو ته يې ولگېدم. څو سوالونه مې داسې په منډه حل کول چې د امتحان له هیئت نه يو تن زما پارچې ته وکتل. په شونډو کې موسک شو. زه يې له څېرې پر دې وپوهېدم چې که خدای کول د سوالونه ځوابونه مې سم دي. په زړه کې خوشحاله شوم او د پاتې سوالونو ځوابونه مې پيداکول. څو ورځې وروسته زه د غرغښت لېسې په لسم ټولگي کې ناست وم چې د خوست ميخانيکي لېسې د کاميابو شاگردانو لېست راغلی و. زموږ معلم ته چې کامياب هلکان معلوم شوي وو، ډېر خوشحاله و. د کاميابو شاگردانو د نومونو تر اخيستلو وړاندې يې وويل، زه ډېر خوشحاله يم چې سږکال د خوست ميخانيکي لېسې ته داسې شاگردان کامياب شوي چې د واسطې او د پيسو زور نه لري، دوی په خپل لياقت کامياب شوي. مخکې له دې چې زه يې نومونه واخلم، ټولو ته مبارکي وايم. په دې وخت کې زما زړه لکه پاڼه داسې رپېده. نه پوهېدم چې کامياب به يم کنه؟ په زړه کې مې قوت پيداکاوه چې که خامخا کامياب نه وم، نو خپله اراده بايد ونه بايلم. په سترگو کې مې اوښکې رانه شي او د خپلو همصنفيانو پر وړاندې ونه شرمېږم. په دې وخت کې معلم صاحب د کاميابو شاگردانو د نومونو په اخيستو پيل وکړ. زموږ له صنف نه ډېرو کسانو امتحانونه ورکړي وو. زما غوندې بې واسطې کسانو هم او د واسطو ولاوو هم. معلم له يوه دوو نومونو وروسته زما نوم واخيست.
له ډېرې خوشحالۍ نه مې په سترگو کې اوښکې راغلې او همصنفيانو مې چکچکې راته وکړې. ډېر خوشحاله وم. په ماشومتوب او زلميتوب کې خوشحالي او برياليتوب نو بېل کيف لري. د خوست ميخانيکي لېسې په لوستلو مې پيل وکړ. ما په امتحان کې د برېښنا څانگه ټاکلې وه. وروسته مې د ماشين کارۍ څانگې ته ځان را بدل کړ. په دې لېسه کې به یې موږ ته د غرمې ډوډۍ هم را کوله. ښه په شوق به درسونو ته ورتلم. ذهن مې بد نه و، که لږ کوښښ مې کولی، ډېر به تکړه شوی وای، خو زما به د مکتب د کتابونو پر ځای د شعر او هنر کتابونه ډېر لوستل. په همدې وخت کې به مې هم څه جملې منظومولې. کله کله به مې د هغو همصنفيانو، مسافرو وروڼو او عزيزانو ته چې په دوبۍ، قطر او سعودي عربستان کې مسافر وو، ليکونه ليکل. په دې ليکونو کې به مې لنډۍ او ځينې زما له خوا جوړشوي شعرونه ليکل او بيا به دوی ته استول کېدل. پر همصنفيانو گران وم. پر ما هم گران وو. ځينې خو لکه وروڼه داسې راته اېسېدل. له هېچا سره مې داسې خاصه کينه او کرکه نه وه. لنډه دا چې په ١٣٥٦ لمریز کال کې له خوست ميخانيکي لېسې فارغ شوم. له فراغت سره سم د وظيفې په لټه شوم. ښه خبره دا وه چې له مسلکي مکتبونو فارغانو ته يې په اسانۍ وظيفې ورکولې…»
پیرمحمد کاروان د هېواد له بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو، رسنیو او موسسو سره دندې تر سره کړې دي. نوموړي دغه راز پښتو ژبې او ادب ته د پام وړ خدمتونه کړي. په پښتو نظم او نثر کې یې هم ډېر کتابونه چاپ شوي چې د ډېرو لوستونکو او مینه والو له تاوده هرکلي سره مخ شوي.