د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په ناڅاپي سفر کابل ته راغی. پاکستاني رسنۍ وايي چې شاه محمود قریشي به د سیمې هېوادنو ته د سفرونو په ترڅ کې لومړی کابل او بیا نورو هېوادونو ته سفر وکړي، خو په داسې مهم وخت کې چې په ابوظبۍ کې د امریکا او طالبانو تر خبرو وروسته ولسمشر ټرمپ د خپلو نيمايي سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړه او بل لور ته افغان حکومت د پاکستان، امریکا او طالبانو پر وروستۍ ناسته جدي ملاحظې لري، د شاه محمود قریشي سفر مهم ارزول کېږي.
د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په وروستیو خبرو کې د مهمو پرېکړو خبرې کېږي، هغه پرېکړې او تصامیم چې افغان حکومت ترې بې خبره او کېدای شي پرې تحمیل هم شي، لکه د زندانیانو ازادول، اوربند ته غاړه اېښودل، د موقت حکومت رامنځته کېدل، د ولسمشرۍ د ټاکنو ځنډ او ځينې نور چې په همدې اړه افغان حکومت کلک غبرګون وښود، لومړی يې د امنیت شورا سلاکار توندې خبرې وکړې، ور پسې د امنیتي بنسټونو مشرۍ ته داسې کسان وګومارل شول چې له پاکستان او طالبانو سره اوږده تربګني لري.
خلیلزاد په خپله وروستۍ مرکه کې وویل چې له افغان پلاوي سره د طالبانو نه کتنه ښه کار نه و. نوموړی وایي، دا کار د ګډونوالو هېوادنو له لوري هم وغندل شو او له ټولو سره دا اندېښنه پيدا شوه چې طالبان سوله غواړي که هسې وخت تېروي، ځکه د خلیلزاد په وينا د خبرو اصلي لوری افغان حکومت دی او باید خبرې ورسره وشي.
په داسې حال کې چې پاکستان د افغان سولې په خبرو کې تر یوه بریده د امریکا قناعت ترلاسه کړی او کیسه یو ځل بیا د پاکستان په ګټه روانه ده، په داسې حال کې به دغه هېواد کله هم ونه غواړي چې د افغان حکومت اعتماد او باور له لاسه ورکړي، ځکه په دغه حالت کې به امریکایان هم ناراضه او د دوی په کړو زحمتونو به اوبه لاهو شي، نو ځکه شاه محمود قریشي په شنه سهار کابل ته راغی او ژمنه يې وکړه چې دوی چمتو دي ترڅو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو سهولت رامنځته کړي. یعنې قریشي له دغه پیغام سره راغلی و چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو دي او دا پرېکړه کېدای شي پر طالبانو د ډېر فشار په ترڅ کې رامنځته شوې وي؛ ځکه همداسې حالت د جهاد پر مهال هم و. هغه مهال د حزب اسلامي مشر نیویارک ته د ملګرو ملتونو غونډې ته تللی و، د امریکا د هغه وخت ولسمشر هیله لرله چې له حکمتیار سره وويني، خو حکمتیار يې غوښتنه رد کړې وه چې دغه کار ضیاءالحق سخت په غوسه کړی و او خپل د ای اېس ای مشر اختر عبدالرحمان ته يې ویلي وو چې حکمتیار ته ووایه چې تا زموږ دوستان خپه کړل او ورته ووایه چې ته موږ جوړکړی يې او خرابولی دې هم شو! کېدای شي پر طالبانو هم ورته فشار راغلی وي، ګنې قریشي په کوم ډاډ دا خبره کوي چې دوی به طالبان د خبرو مېز ته کېنوي؟
بل لور ته ټاکل شوې چې څو ورځې وروسته پاکستان ته (ای اېم اېف) یا نړیوال بانک دوولس میلیارده ډالره مرسته ورکړي. د دغه قرض په اړه تېره میاشت خبرې شوې او کېدای شي. څو ورځې وروسته بیا په دې اړه خبرې وشي او داسې ویل کېږي چې پاکستان د نړیوال بانک قناعت نه دی ترلاسه کړی او کېدای شي دا مرستې وځنډېږي. په داسې حال کې چې د نړیوال بانک مهم سهم لرونکې امریکا ده او امریکا له پاکستان څخه خپلې غوښتنې لري. د پاکستان د مالیې وزیر اسدعمر وویل چې د نړیوال بانک په ترکیب کې راغلي پلاوي له دوی ځینې سیاسي غوښتنې لرلې چې د ده په وينا پوره کول يې سخت نه دي، خو د پوځ نظر پکې مهم دی. په داسې حال کې چې دا ځل د پاکستان په تاریخ کې داسې ملکي حکومت راغلی چې د پوځ ټول کارونه خپله کوي. په دې مانا، دا ځل په پاکستان کې داسې حکومت دی چې له پوځي هغه سره يې تو پیر نه کېږي، نو ځکه یې پوځ او ملکي حکومت ګډ کوښښ کوي چې له امریکا سره ستونزه حل او د یوڅه په تر لاسه کولو سره یوڅه له لاسه ورکړي او که داسې ونه شي، وېره ده چې د عمران خان تازه حکومت به له لویو اقتصادي ستونزو او ننګونو سره مخ او پورونه به يې نور هم درانه شي، نو ځکه پاکستان هرې خوا ته لاس اچوي، څو د امریکا قناعت ترلاسه او ځان بیا په ځينو مسایلو کې له امریکا سره شریک کړي.