په افغانستان کې د متحده ایالتونو د سولې د انسټېټیوت مشر
دویمه برخه:
له ۲۰۰۶ ز کال وروسته د افغانستان اوسنۍ جګړې بل شکل او رنګ خپل کړ. د افغانستان حکومت او د حکومت پلوی نړیوال ائتلاف چې په سر کې یې امریکا او ناټو ده، غوښتل چې خپل فشار پر طالبانو زیات کړي، څو طالبان ماتې وخوري او د افغانستان جګړه له نظامي لارې وګټي. طالبانو هم د خپلو منطقوي پلویانو او په خاصه توګه د پاکستان په ملاتړ جنګ ته په پوره مقاومت دوام ورکړ. په دې موده کې د حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد د طالبانو جنګي مبارزې، دوی ته د(Insurgency) یا یو ډول شورشي حرکت مشروعیت ورکړ، ځکه له دې وړاندې امریکا، ناټو او افغان حکومت، طالبانو ته د یوې تروریستي ډلې په سترګه کتل.
په ۲۰۰۹ ز کال کې د امریکا د نوې ادارې جمهور رییس اوباما او ناټو یو ځل بیا هڅه وکړه چې خپلې قواوې په افغانستان کې اضافه کړي، څو طالبان وټکوي او هغوی دې ته اړ کړي چې د خبرو مېز ته کېني. په دې مرحله کې ناټو او امریکایانو که له یوې خوا خپل جنګي فشار زیات کړ، خو له بلې خوا یې د خپلو ځواکونو د وتلو وخت هم تعین کړ چې له ۲۰۱۴ ز کال وروسته به خپل ځواکونه په تدریجي توګه کموي او د افغانستان د مسئلې د حل لپاره به سیاسي لار لټوي. په ټولو جنګونو کې دا معموله ده چې متخاصمې خواوې خبرو او هم جنګ ته په یو وخت کې دوام ورکوي او هر لوری غواړي چې د یو قوي موقف په درلودو سره د مذاکراتو د مېز تر شا کېني او زیات امتیازات ترلاسه کړي. دا چې امریکا د خپلو ځواکونو د وتلو وخت تعین کړی و، نو طالبانو به ویل چې د امریکا په لاس ساعت دی، خو له دوی سره بیا وخت دی او دوی د جنګ د ګټلو عجله نه لري. په دې توګه طالبانو کوښښ کاوه چې د امریکا تر وتلو پورې د جنګ اور تود وساتي. د طالبانو په اند، کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي او یا یې د افغانستان له حکومت سره خپلې مرستې کمې شي، د دوی موقف په خپله قوي کېږي او په دې امید وو چې شاید د کابل حکومت ته سقوط هم ورکړای شي.
په دې مرحله کې د امریکا د فشار له امله د طالبانو او د هغوی له پلویانو سره پټې خبرې اترې هم روانې وې او بالاخره د طالبانو لپاره لکه د شمالي ایرلنډ په شان، د سیاسي دفتر په جوړولو موافقه وشوه، څو د طالبانو لپاره د خبرو یو ادرس پیدا شي. په همدې موخه په ۲۰۱۳ ز کال کې د قطر حکومت دې ته حاضر شو چې د طالبانو لپاره سیاسي دفتر ورکړي. امریکا، افغان حکومت او طالبانو دا ومنله او په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر پر پرانیستلو توافق وشو. طالبانو هم غوښتل چې د خپل مقاومت لپاره مشروعیت تر لاسه کړي او د جنګ د ختمولو لپاره سیاسي لاره ولټوي، نو ځکه یې له امریکا سره د سیاسي دفتر په پرانیستلو توافق وکړ.
له بده مرغه په هغه وخت کې د افغانستان د پخواني جمهور رییس حامد کرزي او امریکا ترمنځ روابط ډېر خراب وو. د قطر دفتر د پرانیستلو په تړاو دا فیصله شوې وه چې طالبان به د اسلامي امارت د وخت بیرغ نه پورته کوي. د امریکا د حکومت او په خاصه توګه د امریکا د جمهور رییس اوباما له خوا کرزي ته ډاډ ورکړل شوی و چې طالبان به د امارات اسلامي بیرغ نه پورته کوي او هم به د قطر دفتر د موازي حکومت معنی نه لري؛ خو طالبانو د قطر د دفتر د پرانیستلو په وخت کې د اسلامي امارت بیرغ پورته کړ. د دغه بیرغ په اوچتولو جمهور رییس کرزي جدي او شدید عکس العمل وښود او دا یې د افغانستان د حکومت پر وړاندې د موازي حکومت د جوړولو یوه دسیسه وګڼله. د افغان حکومت وېره هم پر ځای وه، ځکه طالبانو د بیرغ په اوچتولو غوښتل چې خپل حرکت ته مشروعیت ورکړي او د موازي حکومت تمثیل وکړي. د ښاغلي کرزي د سخت عکس العمل په ښودلو، هماغه ورځ پس له څو ساعتونو د قطر دفتر په رسمي توګه وتړل شو، خو د طالبانو سیاسي کمېسیون د شیرمحمد ستانکزي په مشرۍ هلته پاتې شو او د هماغه وخت نه راپه دېخوا د قطر دفتر په غیر رسمي توګه د طالبانو د سیاسي دفتر په استازیتوب شتون لري.
د ۲۰۱۴ ز کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې طالبانو په پټه له جمهور رییس اشرف غني نه ملاتړ وکړ او دواړو خواوو له ټاکنو څخه د مخه سره کتلي هم وو چې د قدرت له نیولو وروسته به د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکوي. طالبانو دوه عمده شرطونه درلودل چې افغانستان به له امریکا سره امنیتي تړون نه امضا کوي، ځکه دا د سولې پر ځای د جنګ د دوام تړون دی او بله دا چې د اشرف غني حکومت به له طالبانو سره مستقیمې خبرې اترې کوي، نه د پاکستان له لارې. زما د مرکو او بحثونو په لړ کې دا جوته شوې چې هغه وخت د جمهوري ریاست نوماند اشرف غني دغه دواړې وعدې له طالبانو سره منلې وې، خو کله چې اشرف غني قدرت ترلاسه کړ، په لومړۍ ورځ یې له امریکا سره امنیتي تړون امضا کړ. البته جمهور رییس غني هم دلایل درلودل. که امنیتي تړون نه وای امضا شوی، امریکا شاید خپلې مرستې درولې وای او خپل ځواکونه یې له وعدې سره سم په تدریجي توګه د ۲۰۱۶ ز کال په اخر کې ایستلي وای چې دا کار په خپله د نظام د سقوط سبب ګرځېده. په ۲۰۱۴ ز کال کې له سیاسي انتقال سره سم د امنیتي ځواکونو تقویې او اقتصادي انتقال ته زمینه مساعدول ضروري وو، ځکه افغانستان د امنیتي ادارو د تمویل او نظام چلولو لپاره کافي بودجه په بانک کې نه درلوده. د مرستو د ترلاسه کولو او د نظام د ړنګېدو د مخنیوي لپاره د امنیتي تړون قراداد مهم و.
خو په دویمه مسئله کې چې د اشرف غني حکومت له طالبانو سره مستقیمې خبرې اترې باید کړې وای، پر ځای یې له طالبانو سره سوله یوازې د اسلام اباد له لارې ممکنه وبلله او په همدې موخه د پروتوکول خلاف راولپنډۍ ته لاړ او د پاکستان د پوځ مرکزي دفتر یا (GHQ) کې یې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحل شریف سره وکتل. له بده مرغه چې په مقابل کې یې پاکستاني حکومت د اشرف غني حکومت ته هېڅ امتیاز ور نه کړ او نه یې پر طالبانو فشار راوړ چې د سولې خبرو ته کېني، بلکې جنګونو نور هم شدت پیدا کړ. له امریکا سره پر امنیتي تړون سربېره، طالبان په دې خبره چې اسلام اباد به په خبرو کې د دوی استازیتوب کوي او یا به سوله د اسلام اباد له لارې راځي، سخت خپه کړل او دا یې وپتېیله چې د اشرف غني له حکومت سره به هېڅکله مخامخ خبرې نه کوي او د سولې پر ځای یې جنګ ته دوام ورکړ. د جنګ د دوام په نتیجه کې د لومړي ځل لپاره کندوز سقوط وکړ او د داعش د ډلې شتون په خاصه توګه په ننګرهار، زابل او هلمند کې پراخ شو. په لومړي سر کې افغان حکومت هم د داعش په ظهور کې یو څه مبالغه وکړه، څو امریکا ته دا وښیي چې که دوی خپل ټول ځواکونه د ۲۰۱۶ ز کال په پای کې وباسي، د داعش نفوذ به زیات شي او دا به افغانستان، د سیمې هېوادونو، نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امریکايي ګټو ته جدي خطر متوجه کړي.
د داعش رامنځته کېدو، د سیمې هېوادونه هم له تشویش سره مخامخ کړل چې ګوندې امریکا د طالبانو پر ځای داعش قوي کوي ترڅو د سمیې هېوادونه او په ځانګړې توګه مرکزي اسیا بې ثباته کړي. د شک د تیوريو پر اساس، د جمهور ریيس کرزي په ګډون د افغانستان زیات سیاسیون او عوام په دې عقیده دي چې طالب او داعش دواړه امریکایانو رامنځته کړي. د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي په علني توګه ویلي وو چې امریکا طالبان په هلیکوپټرو کې شمال ته انتقالوي، څو د مرکزي اسیا هېوادونو پر ضد د افغانستان شمالي سیمې نا امنه کړي.
د داعش د شتون پراخېدو؛ ایران، روسيې، چین او طالبانو ته جدي خطر متوجه کړ. د سیمې هېوادونو له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې، څو د داعش او امریکا پر وړاندې مقابله وکړي. د دغو تشویشونو له امله، د طالبانو سیمه ییز حمایت هم پراخ شو، خو د طالبانو د اړیکو پراخېدو پاکستان اندېښمن کړ.
پر پاکستان باندې د امریکا د فشار له امله د ۲۰۱۵ ز کال په جولای کې د څلور اړخیزو خبروQuadrilateral Talks) ) زمینه د افغان حکومت، پاکستان، طالبانو او امریکا ترمنځ اسلام اباد ته نږدې د مري په سیمه کې برابره شوه. په همدغه وخت کې د پاکستان حکومت د طالبانو د مشر ملامحمد عمر د مړینې خبر په غیر مستقیمه توګه خپور کړ. خبر داسې خپور شو چې ملامحمد عمر دوه کاله وړاندې د ۲۰۱۳ ز کال د اپرېل په ۲۳مه مړ شوی، حال دا چې طالبانو په همدغه کال د ملامحمد عمر د مشرتابه ۱۹مه کلیزه ونمانځله او ویې ویل چې ملامحمد عمر په منظمه توګه له طالبانو سره اړیکې لري او د مري خبرو لپاره د طالبانو استازي هم د هغه په مشوره لېږل شوي دي. زما په اند، پاکستان د ملا عمر د مرګ خبر په دې حساسه مرحله کې د دوو موخو لپاره خپور کړ. لومړی دا چې له یوې خوا پاکستان د سیمې هېوادونو او امریکا ته وښیي چې د ملامحمد عمر له شتون پرته هم د دوی په ملاتړ د طالبانو جنګ دوام درلود، نو دوی نه شي کولای چې د پاکستان رول نادیده وګڼي. دویمه موخه د پاکستان دا وه چې په سیاسي لحاظ طالبان کمزوري کړي، څو دوی پر پاکستان متکي پاتې شي.
د ملامحمد عمر له مړینې سره سم د طالبانو نوي مشر ملا اخترمحمد منصور له افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړې او په دې توګه د مري خبرې له ناکامۍ سره مخ شوې. د ملامحمد عمر په ژوند کې هم افغان حکومت او طالبانو هڅه کړې وه چې د سولې خبرې پیل کړي، خو د پاکستان حکومت دا خبرې هم له ناکامۍ سره مخ کړې وې، ځکه چې په ۲۰۱۰ ز کال کې یې د طالبانو د تحریک مرستیال، ملا برادر په کراچۍ کې ونیو. ملا برادر او د طالبانو څو نور غړي د امریکا د فشار له امله دوې میاشتې وړاندې خلاص شول، څو د سولې خبرې ګړندۍ شي او د اعتماد جوړونې فضا رامنځته شي.
د ملامحمد عمر د مړینې خبر هم د طالبانو حرکت او هم د سولې خبرو ته سخته ضربه ورسوله. د طالبانو رهبري د نوي مشر په ټاکلو کې له ستونزو سره مخ شوه. د طالبانو د رهبرۍ په منځ کې له کشمکشونو، ضد او نقیض نظریاتو او بحثونو وروسته ملا اخترمحمد منصور د طالبانو نوی مشر ومنل شو. ملامنصور نظامي قوت، مالي سرچینو ته لاسرسی او هم یې د پاکستان له نظامي کړیو سره ښه شناخت درلود، په عین حال کې د پاکستان د کنټرول او دسیسو نه هم ښه خبر و. ملامنصور د پاکستان د توقع خلاف، د سیمې له هېوادونو سره او په ځانګړې توګه یې له ایران سره خپلې اړیکې وساتلې چې پاکستان له دې اړیکو چندان خوشاله نه و. ملامنصور د ایران په مرسته له روسیې سره هم اړیکې ټینګې کړې وې. ملامنصور دغه راز له امریکا سره د خبرو اترو چینلونه هم فعال وساتل او دا چې امریکا ته وښیي چې نوموړی پر طالبانو کنټرول لري، نو امریکایي عسکر،(Robert “Bowe” Bergdahl) چې طالبانو په ۲۰۰۹ ز کال کې نیولی و، له ګوانتانامو نه د طالبانو د پنځو بندیانو د خلاصون په بدل کې خوشې کړ. ویل کېږي چې ملامنصور غوښتل چې د سولې په خبرو کې برخه واخلي، خو ډېر ژر ووژل شو. که څه هم پاکستان او امریکا دا نه تاییدوي چې د ملامنصور په وژنه کې پاکستانیانو، امریکایانو ته معلومات ورکړي دي، خو شواهد دا ښیي، کله چې ملامنصور له ایرانه پاکستان ته واوښت، د کويټې د احمدوال په سیمه کې کله چې د ده موټر د ډرون په توغندي وویشتل شو، پاکستاني رسنیو ډېر ژر د ملامنصور پاسپورټ، د ایران ویزه او هم د ډرون په واسطه د ملامنصور د ویشتل شوي موټر عکسونه خپاره کړل. د پاکستان د استخباراتو د معلوماتو له ورکولو پرته دا ممکنه نه وه چې دومره ژر دې د ملامنصور د موټر، د هغه د مړي شناخت او اسناد رسنیو ته وښودل شي، حال دا چې د هغه پاسپورټ او ویزه هم په مستعار نوم وه.
د ملامنصور له وژل کېدو وروسته بیا هم د طالبانو د رهبرۍ په منځ کې د مشرتابه د ټاکلو پر سر جنجالونه پیدا شول، خو بالاخره ملاهیبت الله چې نظامي سابقه یې نه درلوده او د طالبانو له حلقې نه بهر خلکو نه پېژانده، د نوي مشر په توګه وټاکل شو. د دې لپاره چې د طالبانو نوی مشر خپل کنټرول د طالبانو په صفونو کې ثابت کړي، طالبانو بیا هم جګړې ته دوام ورکړ، خو په ضمن کې یې د خبرو چینلونه هم فعال وساتل. زما په اند، د ملامحمد عمر او ملامنصور په له منځه تلو او همدا شان د طالبانو اړیکې له روسیې او ایران سره د دوی سیاسي او دیني مشروعیت کمزوری کړ. له ډېرو طالبانو سره دا پوښتنه ده چې دوی د خپل مشر له مړینې ولې په وخت خبر نه شول او دوی ولې دوه کاله جګړې ته د امیر المؤمنین د نشتون په صورت کې دوام ورکړ.
دوام لري…