(په یوویشتمه پېړۍ کې د بشري سرچینو مدیریت) کتاب تازه پښتو شوی. د کتاب لیکوال زورلوسن یوسل دی چې سید نورالله عابد پښتو کړی دی. د کتاب پښتو بڼه ۱۲۴ مخونه لري.
دا کتاب د لېسانس په کچه د بشري سرچینو د مدیریت په برخه کې د مهمو موضوعاتو او اوسنیو بحثونو یو غورچاڼ وړاندې کوي. د کتاب موخه د لاندې اړینو پوښتنو د ځوابونو په موندلو کې د بشري سرچینو د مدیریت له زده کړیالانو سره مرسته کول دي:
۱-د بشري سرچینو مدیریت څه شی دی؟
۲- د بشري سرچینو مدیریت څنګه په سازماني ترتیباتو کې کارول کېږي؟
۳- ولې خلک د نورو سازمانونو په څېر مهم دي؟
۴- څنګه کولای شو، بشري سرچینې په یوویشتمه پېړۍ کې په اغېزناک ډول اداره کړو؟
دغه لارښود د سازماني چلند او بشري سرچینو د مدیریت پر بنسټونو تمرکز کوي او هغه بنسټیز سازماني موضوعات او عوامل څېړي چې په کاري ساحه کې پر کارکوونکو اغېز کوي. که څه هم ممکنه نه ده چې په دغه لارښود کې د بیان شوې هرې موضوع په اړه د مکمل کتاب ولیکل شي، خو په کتاب کې د امکان تر حده د هرې موضوع په اړه پوره معلومات راټول شوي دي.
همدارنګه د هر څپرکي په پای کې څو پوښتنې راوړل شوې دي، څو د ذکر شویو موضوعاتو په اړه ستاسو د پوهې کچه وارزوي.
د کتاب دویم څپرکی د خلکو طبیعت او په سازمان کې د دوی رول تشریح کوي. درېیم څپرکی د بشري سرچینو پر مدیریت تمرکز کوي. څلورم څپرکی یې د کارکوونکو پر هڅونه او ژمنتیا راڅرخي. پنځم څپرکی په یو سازمان کې د ډلو او ټیمونو ارزښت او شپږم څپرکی یې بیا سازماني کلتور او په سازماني کلتور کې د بشري سرچینو رول بیانوي.
اووم څپرکی سازماني جوړښت تعریفوي. اتم څپرکی سازماني او انفرادي زده کړې او نهم څپرکی له هغو بنسټیزو موضوعاتو څخه بحث کوي، کوم چې په اوسني سوداګریز چاپېریال کې د بشري سرچینو کارکوونکي له ننګونو سره مخ کوي.
په ټوله کې کتاب د بشري سرچینو د مدیریت په اړه ښه ماخذ دی.
مینه وال کولای شي دا کتاب په اکسوس او د ښار په نورو لویو کتابپلورنځیو کې په مناسب قېمت ترلاسه کړي.