دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

سوله: فرصتوته او ننګونې

لیکنه: شاه محمود میاخېل

دسمبر 26, 2018
in تحلیل
0 0

په افغانستان کې د متحده ایالتونو د سولې د انستیتیوت مشر درېیمه برخه:

ولې سولې ته اړتیا ده؟

د افغانستان د جنګ مسئله د زیات تاوان لرونکي بندو بست یا (Hurting Stalemate) سره مخ شوې ده او دا بندو بست ټولو خواوو ته په ډېر لوړ قیمت تمامېږي. د ملامحمد عمر په مړینه، د طالبانو د حرکت سیاسي او دیني مشروعیت چې هغه دوی خپل امیرالمومنین باله، کم شو. د ملامنصور له وژل کېدو وروسته که څه هم طالبانو په ظاهره خپل یووالی تر یوه حده ساتلی او جنګ ته یې دوام ورکړی، خو د دې ترڅنګ یې د طالبانو پر مشروعیت او نظامي فعالیتونو منفي تاثیر هم کړی دی. د سیاسي مشروعیت له کمېدو سره طبیعي خبره ده چې له عربي هېوادونو څخه د طالبانو د مالي سرچینو عواید مخ په کمېدو دي. له ډېرو ملکونو سره د طالبانو اړیکې د طالبانو پر تحریک منفي تاثیر لري، ځکه د ډېرو ملکونو موخې د طالبانو د تحریک له موخو سره توپیر لري او په طبعي توګه د طالبانو په منځ کې نورې ډلې ټپلې پیدا شوې او یا ځینې طالبان له داعش سره یو ځای شول. که جنګ همداسې دوام وکړي، د طالبانو زړه رهبري پر خپلو غړو کنټرول له لاسه ورکوي. بل دا چې څومره داخلي او بهرني جنګي ډلې زیاتېږي، هماغومره د افغانستان جنګ پېچلې کېږي او طالبان هم په خپلو صفوفو کنټرول له لاسه ورکوي. همداشان د ۲۰۱۴ ز کال له مې میاشتې راپه دېخوا که څه هم طالبانو له ټولو سیاسي او پوځي ستونزو سره سره جنګ ته دوام ورکړ، خو د جنګ دوام طالبانو ته په ډېره لوړه بیه تمام شو او په لسګونه زره جنګیالي یې د جنګ په ډګر کې ووژل شول او دوی ته نږدې سرچینې وایي چې د دوی له څلوېښتو زرو نه زیات کسان د افغانستان له حکومت سره بندیان دي، په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت دا شمېر نه تاییدوي.

افغان حکومت او عامو خلکو ته هم روان جنګ په ډېر لوړ قيمت تر اوسه تمام شوی دی. له ۲۰۱۴ ز کال نه راپه دېخوا تقریباً ۲۹ زره امنیتي ځواکونه په جنګ کې وژل شوي دي او اوس هم هره ورځ له ۲۰۰-۳۰۰ کسان په جنګ کې وژل کیږي. ملکي تلفات زیات شوي، د بېوزلۍ کچه ۵۳ سلنې ته رسېدلې او نړیوال هم ستړي شوي یا له (Donor Fatigue) سره مخ دي چې له افغان حکومت او خلکو سره خپلو مرستو ته تر نامعلومې مودې لپاره دوام ورکړي. افغان حکومت او یا هغه کسان چې د تېرو څو کلونو په موده کې د روان جنګ له امله چاغ شوي، فکر کوي چې نړیوال باید له دوی سره تر نامعلومې مودې مرستې وکړي او جنګ هم د دوی لپاره وګټي؛ خو دا د نړیوالو لپاره ډېره ستونزمنه ده. په حقیقت کې نړیوالو د افغانانو په سیاسي مشرانو او هم د افغانستان په حکومت او ادارو باندې خپل اعتماد له لاسه ورکړی دی.

د ټرمپ ادارې لپاره د افغانستان جنګ چندان لومړیتوب نه لري او له خپلو جنرالانو څخه دوې پوښتنې کوي چې ایا دوی د افغانستان جنګ د پوځي زور له لارې ګټلی شي او کنه؟ او بل دا چې د افغانستان جنګ د امریکا لپاره څه ګټه لري؟ زما په اند د دواړو پوښتنو لپاره شاید ځواب منفي وي، ځکه دوی چې د افغانستان جنګ د زیاتو پوځونو په شتون کې ونشو ګټلای، نو څنګه به یې په محدودو ځواکونو، په محدوده موده کې وګټې. له ۲۰۰۲ ز کال راپه دېخوا نړیوالو او د امریکا د حکومت لپاره په افغانستان کې لویه ستونزه د ښې حکومتولۍ او د قانون د حاکمیت نشتون دی. که په افغانستان کې حکومتولي ښه نه شي او د قانون حاکمیت رامنځته نه شي، که نړیواله ټولنه هر څومره مرستې هم وکړي، کوم ځای نه نیسي. د حکومتولۍ ښه کېدل، په افغانانو او د افغانستان په حکومت پورې اړه لري او نړیوال هېڅکله نه شي کولای چې په افغانستان کې حکومتولي ښه کړي. د همدغو ستونزو له امله، ولسمشر ټرمپ، د جنوبي اسیا ستراتېژي له ډېر ځنډ وروسته زړه نا زړه اعلان کړه چې په څلورو عمده ټکو تاکید کوي چې باید پر پاکستان فشار راوستل شي، څو طالبان د خبرو مېز ته کېنوي او یا د افغانستان د سولې په پروسه کې صادقانه مرسته وکړي. په افغان حکومت هم باید فشار زیات شي چې حکومتولي ښه کړي او نور به د افغانستان حکومت ته سپين چک نه ورکوي، د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره به مرسته کوي، څو افغانستان په خپلو پښو ودرېږي او هم به د سولې خبرو ته زمینه مساعدوي.

د افغانستان جګړه لکه څنګه چې پخوا شوروي اتحاد ته (Bleeding Wound) یا ناسور زخم و، همداشان اوسنۍ جګړه د جنګ ټولو اړخونو ته او په خاصه توګه افغانانو ته شدید ناسور دی. د افغانستان جنګ نظامي حل نه لری او باید چې د جګړې د پای لپاره سیاسي حل ولټول شي.

ولی د سولې په خبرو کې ګړندیتوب رامنځته شوی دی؟

د سیمې له هېوادونو، د افغانستان له حکومت او هم له طالبانو سره وېره دا ده چې کېدای شي د امریکا ولسمشر ټرمپ په یو اړخیزه توګه تصمیم ونیسي، څو له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو امر صادر یا ټویټ  (Tweet) وکړي. د خارجي پالیسیو په هکله د ټرمپ (Unconventional Approach ) یا غیر مترقبه تصمیم نیول، ټولې خواوې په اندېښنه کې اچولې دي، ځکه د امریکا په نشتون کې یو سمیه ییز هېواد هم نه شي کولای چې د امریکا تشه ډکه کړي او ټولې خواوې د امریکایي ځواکونو با مسوولیته وتل یا(Responsible Withdrawal) غواړي. افغان حکومت خو د امریکا له حمایت پرته په یقیني توګه نه شي کولای چې د زیاتې مودې لپاره په قدرت کې پاتې شي. طالبان هم د قدرت د خلا له رامنځته کېدو نه وېره لري، ځکه دوی هم نه شي کولای چې د نظام د نشتون خلا ډکه کړي.

که خدای ناخواسته د افغانستان نظام سقوط کوي، په افغانستان کې له نوییمې لسیزې د بدتر حالت توقع شته او هغه حالت به په ټوله کې افغانانو ته او په خاصه توګه سمیه ییزو هېوادونو ته جدي ګواښ وي چې نړیوال هم د هغه حالت له ضرر نه بچ نه شي پاتې کېدای. په دې اساس، د سولې خبرې امریکا او په ټوله کې افغانانو، طالبانو او هم سیمه ییزو هېوادونو ته استعجالیت لري. په همدې موخه، امریکا د سولې لپاره نوی استازی زلمی خلیلزاد وټاکه. د خلیلزاد له ټاکلو د مخه، د افغانستان د موضوع په اړه د امریکا د بېلابېلو ادارو ترمنځ جلا نظرونه او تګلارې موجودې وې، خو اوس د امریکا ټولې ادارې په یوه خوله دي چې د افغانستان د مسئلې د حل لپاره باید سوله ییزې لارې چارې ولټوي. له افغانستانه د دوی وتل باید با مسوولیته وتل وي چې افغانستان بیا له یوه بل ناورین سره مخ نه شي.

ایا ټولې خواوې واقعاً سیاسي حل غواړي او که نه؟

که پورته شواهدو ته نظر وکړو، په لنډ ډول ویلی شم چې د افغانستان حکومت او ولس، امریکا او نړیواله ټولنه، طالبان او اکثره سیمه ییز هېوادونه د افغانستان د مسئلې حل د سیاسې خبرو له لارې غواړي. نړیواله ټولنه، سیمه ییز هېوادونه، افغان حکومت او افغانان ټول په دې نظر دي چې د افغانستان د مسئلې حل د زور او جنګ له لارې ممکن نه دی. البته جنګ یو بل ته دردسر جوړولی شي، خو د جنګ دوام د ټولو اړخونو لپاره ګټه نه لري. که د سولې خبرې ځای ونه نیسي او فرض کړو چې دنیا ستړې شوه او طالبانو د جنګ له لارې قدرت ونیو، بیا هم طالبان نه شي کولای چې په ارامه حکومت وکړي، ځکه د دنیا اکثره ملکونه یې په رسمیت نه پېژني او نه ورسره مالي او نظامي مرستې کېدای شي. داخلي جګړې به بیا یو بل شکل نیسي او نورې ډلې به د دوی په مقابل کې جنګېږي.

که له یوې خوا ټولې خواوې د سیاسي حل طرفداره دي، خو له بله اړخه د ټولو خواوو ترمنځ بې اعتمادي نهایت زیاته ده. د اعتماد جوړونې لپاره زیاتو هلو ځلو ته اړتیا ده، څو د رسمي خبرو لپاره دروازه خلاصه شي. د سولې په پروسه کې همېشه د رسمي خبرو پیل کېدو ته زمینه مساعدول، په حقیقت کې پنځوس سلنه د سولې په خبرو کې پرمختګ دی.

Share24Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

سپتمبر 7, 2026

خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

سپتمبر 7, 2026
BANDAR ABBAS, IRAN - AUGUST 10: Ships are anchored in the Strait of Hormuz on August 10, 2026 off the coast of Bandar Abbas, Iran. In a recent statement, Iran's Supreme National Security Council said the vital waterway would not reopen until the United States "corrects its behavior," demanding that the U.S. end its war on Iran and compensate the country for war damage, among other conditions. Iran has largely halted vessel traffic through the strait with the threat of strikes; meanwhile, the U.S. has imposed a blockade on Iranian ports. (Photo by Ali Saeedi/Getty Images)

ایران له هرمز تنګي څخه د باندې ممنوعه سیمه جوړوي

سپتمبر 7, 2026

زيلينسکي: د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره مې لیدنه له خورا عملي او اساسي پایلو ډکه وه

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In