ارګ د تېرې يکشنبې په ورځ د ملي امنيت دوه پخواني رييسان، اسدالله خالد او امرالله صالح د ملي دفاع او کورنيو چارو د سرپرست وزيرانو په توګه اعلان کړل.
له دې مخکې عمر داودزی د سولې د عالي شورا د دارالانشا د مشر او د ولسمشر د ستر سلاکار په توګه وټاکل شو.
ځينو رسنيو د ملي امنيت پخواني مشر رحمت الله نبيل ته د حکومت له خوا د ځينو لوړو څوکيو د ورکړې د وړانديز خبرونه هم خپاره کړي.
پر حکومت د منتقدينو او امريکا ته د باور وړ کسانو له ګومارنو احتمالي موخې:
که څه هم د ملي وحدت حکومت بنسټ د دوو ډلو ترمنځ د واک پر وېشلو اېښودل شوی، داسې چې د حکومت ټولې څوکۍ د دوو لورو ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ په مساوي ډول وېشل شوې، خو له دې وروستيو ګومارنو داسې ښکاري چې حکومت په دغه کار سره څو نورې موخې تعقيبول هم غواړي.
په هېواد کې د امريکايي پوځيانو د پاتې کېدو په اړه امريکا ته لابي کول، له نورو سره د خپلو ناکاميو شريکول، په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ځان د بري يقيني کول، له حکومت څخه په دې وروستيو کې د حنيف اتمر په ګډون د ځینو مهمو کسانو وتل او د هغوی د تشې ډکول، د ملي وحدت حکومت له خوا په لوړو څوکيو د نويو کسانو د ګومارنو موخې کېدای شي.
د طالبانو او سپينې ماڼۍ د استازو ترمنځ د ابوظبۍ له ناستې وروسته د سپينې ماڼۍ له خوا داسې خبرونه خپاره شول چې امريکا به په راتلونکو څو اونيو کې له افغانستان څخه د خپلو اوو زرو پوځيانو د وتلو لړۍ پيل کړي.
که څه هم د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما لا پخوا په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې اعلان وکړ چې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پايه به له افغانستان څخه خپل ټول پوځيان وباسي او يوازې محدود شمېر به په خپلو اډو کې پاتې شي، خو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د ملي وحدت حکومت په رامنځته کېدو سره حکومت د امريکايي پوځيانو پاتې کېدو لپاره لابي پيل کړه او د امريکا ولسمشر ټرمپ يې د افغانستان طبيعي زېرمو ته تطميع کړ او ټرمپ بالاخره په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د ډېرېدو پرېکړه وکړه، خو اوس داسې ښکاري چې سپينه ماڼۍ نور په افغانستان کې پر خپل بري او د ملي وحدت حکومت د مشرانو پر ژمنو بې باوره شوې ده، خو د ملي وحدت حکومت هڅه کوي چې په کابينه په تېره بيا امنيتي سکټور کې نویو او امريکا ته د باوري څېرو په ګومارلو سره يوځل بيا د سپينې ماڼۍ باور ترلاسه او د خپلو پوځيانو د وتلو پرېکړې بدلولو ته يې راضې کړي.
امرالله صالح او اسدالله خالد هغه کسان دي چې له امريکا سره ډېرې نږدې اړيکې لري.
دغه راز حکومت غواړي چې خپل سياسي منتقدين او مخالفين د لوړو څوکيو په ورکولو سره قانع او په راتلونکو ټاکنو کې يې له مخالفت څخه ځان بې غمه کړي.
په دې وروستيو کې له حکومت څخه د حنيف اتمر، اکرم خپلواک او حکمت خليل کرزي په ګډون ځينې لوړپوړي چارواکي ووتل او په عامه افکارو کې حکومت په ځانګړې توګه د ارګ لوری منزوي ښکاره شو، نو د حکومت د نويو څېرو له ګومارلو څخه يوه موخه دا هم ده چې غواړي خپل انزوايي حالت بېرته ډک کړي.
بل ګومان دا هم دی چې د ملي وحدت حکومت چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې واک ته له رسېدو را په دې خوا يې له امريکاسره يو داسې امنيتي تړون لاسليک کړ چې په اړه يې له ولس سره لا ډېرې پوښتنې نه دي حل شوې. د پاکستان د پوځ له خوا پر ډيورنډ کرښه د اغزن سیم د غځولو، د امريکايي پوځيانو له خوا د شپنيو عملياتو د پيلېدو، بمباريو او ولسي خلکو د مرګ ژوبلې د زياتېدو پر وړاندې افغان حکومت هېڅ ډول رسمي غبرګون يا نه دی ښودلی او يا يې کمزوری دريځ په ډاګه کړی. دغه راز په هېواد کې د بېکارۍ کچه لوړه شوې او د خلکو اقتصادي وضعيت له ستونزو سره مخ دی او د ځينو سرچينو په وينا، له ۴۰ تر ۶۰سلنه هېوادوال د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي چې له امله يې د ملي وحدت حکومت په عامه افکارو کې خپل باور له لاسه ورکړی او اوس د نويو څېرو په ګومارلو سره غواړي خپل سياسي مخالفين هم په خپلو ناکاميو کې شريک کړي او هم په دې توګه په ټاکنيزو شعارونو کې يوڅه ولري چې ولس ته يې د بيا ځلي رايې ترلاسه کولو لپاره توجيه کړي او دغه ناکامي يوه عمومي مسئله معرفي کړي.