جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

برژنسکي څنګه د افغانستان په بیه پولنډ وژغوره؟

زاهد جلالي

سپتمبر 23, 2018
in تحلیل
0 0

«د برژنسکي ستراتيژيک عقل: يوه پولنډي څنګه د افغانستان په ورانولو خپل هېواد وژغوره؟!» د ميسيسيپي پوهنتون ته وړاندې شوې رساله يا تيسېز دی چې د افغانستان په تاريخ کې پر يوه ډېر مهم تاريخي باب ليکل شوی او ارزښتناک حقايق يې افغانانو او نړۍ ته رابرسېره کړي، چې افغانانو ته د داسې حقايقو پېژندل ډېر اړين دي؛ ځکه تاريخ د راتلونکي هېنداره ده او دوست و دښمن په کې پېژندل کېږي.

د ۱۹۷۹ مېلادي کال په وروستيو کې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان بريد وکړ. د شوروي اتحاد پلمه دا وه چې په افغانستان کې د سي ای اې د لاسوهنې مخه ونيسي، هغه وخت کې دغه پلمه چا ته د منلو وړ نه وه، خو په ۱۹۹۶ مېلادي کال کې د سي ای اې د پخواني مشر، رابرټ ګېټس د خاطراتو کتاب «From the Shadows» کې وويل چې امريکا د روس له حملې شپږ مياشتې مخکې، د ۱۹۷۹ مېلادي کال د جولای په درېيمه نېټه د امريکا ولسمشر جيمي کارټر له مجاهدينو سره پټه مرسته لاسليک کړه. همدارنګه د امريکا د وخت د ملي امنيت مشاور، زبګنيو برژنسکي په ۱۹۹۸م کې په يوه مرکه کې تاييد کړه چې له مجاهدينو سره د امريکا مرسته د روس له يرغله مخکې پيل شوې وه.

ژورنالېست له زبګنيو برژنسکي پوښتنه وکړه چې د رابرټ ګېټس د خاطراتو د کتاب هغه معلومات چې د شوروي اتحاد له بريده مخکې له مجاهدينو سره د امريکې د مرستې په اړه ليکل شوي تاييدوي؟، برژنسکي يې ځواب کې وويل: «هو، د سي ای اې د رسمي ريکارډ له مخې، له مجاهدينو سره د سي ای اې مرستې په ۱۹۸۰م کلونو کې پيل شوې، يعنې د شوروي له يرغله وروسته يې مرستې پيل شوې، خو حقيقت تر اوسه پټ ساتل شوی و. په حقيقت کې د ۱۹۷۹م د جون په درېيمه نېټه ولسمشر جيمي کارټر د روس پلوه حکومت ضد مجاهدينو سره پټه مرسته لاسليک کړه. په همدې ورځ مې جيمي کارټر ته وليکل چې دغه مرسته به افغانستان کې د شوروي پوځي يرغل پيل کړي».

ژورنالېست وروسته پوښتنه وکړه چې په خپلې کړنې خو پښېمانه نه وې. برژنسکي وويل: «په څه پښېمانه شم؟ مخفي کار کول يوه ښه نظريه وه. د دې اغېزه دا شوه چې شورويان يې د افغانستان په دام کې ګير کړل او ته غواړي چې زه پښېمانه شم؟ په کومه ورځ چې شورويان رسما له حدودو تېر شول، په هماغه ورځ مې ولسمشر کارټر ته وليکل چې د ويټنام جګړې د انتقام ښه وخت دی».

برژنسکي او امريکايان، افغانستان ته د روسانو په راتلو خوښ وو، آن که د مجاهدينو په صفونو کې وروسته داسې کسان او ډلې رامنځ ته شوې چې بيا له امريکې سره لاس او ګرېوان شول، خو امريکايان دغو دښمنانو ته دومره اندېښنه نه لري، څومره چې د شوروي ماتې ته خوښ دي. همدغه ژورنالېست له برژنسکي پوښتنه وکړه چې د شوروي ماتولو په نتيجه کې ترورېستان هم رامنځ ته شول، تاسې د ترورېستانو په روزلو او ملاتړ پښېمانه نه ياستئ؟ برژنسکي وويل چې د نړۍ په تاريخ کې څه ډېر مهم دي؟ طالبان او که د شوروي اتحاد؟ ځينې باغي اسلامي ډلې او که د مرکزي اروپا ازادي او د سړې جګړې پای؟

روسان هم پوهېدلي وو چې پر افغانستان يرغل د دوی په ګټه نه دی او کېدای شي افغانستان دوی ته ويټنام شي، ځکه خو يې د نور محمد تره کي مکرره غوښتنه رد کړه. د هرات له پاڅونه وروسته نور محمد تره کي د شوروي له سترې سياسي څېرې، کوسيګين غوښتنه وکړه چې د شوروي پوځيان افغانستان ته واستوي، خو کوسيګين رد کړه او تر پايه په خپل موقف ولاړ و، ځکه پوهېده چې افغانستان شوروي اتحاد ته د امريکې دام دی.

عموما د امريکايانو هدف دا و چې شوروي افغانستان ته راولي او د ويټنام جګړې غچ ترې واخلي، دوی ته مهمه نه وه چې روس افغانستان ورانوي، عام خلک وژني، هر څه له منځه وړي او بله هره نادوده کوي، خو چې د ويټنام غچ واخلي او سړه جګړه همدلته پای ته ورسوي!

د امريکا موخه شوروي اتحاد ته کلک ګوزار ورکول او د يکه تاز قوت پاتې کېدل وو، خو دغه تيسز ادعا کوي چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د بريد پر مهال په پولنډ کې حالت خراب شوي وو، روس خپل پوځيان پولنډ ته لېږدول او هلته يې بيا تباهي کوله، برژنسکي چې اصلا پولنډی و، د خپل ملتپالنې احساس له مخې يې شوروي اتحاد په افغانستان کې بوخت کړ، څو پولنډ د دوی له يرغله خوندي پاتې شي!

د کتاب ليکوال ته برژنسکي ليکلي وو چې له مجاهدينو سره په مرسته کې د ده «نور ستراتيژيک او شخصي عوامل» هم وو. ليکوال له دغې جملې داسې فهم اخلي چې د برژنسکي «نور ستراتيژيک او شخصي عوامل» د پولنډ ساتنه وه، دی وايي چې برژنسکي له سي ای اې معلومات تر لاسه کول چې په پولنډ کې حالات د اندېښنې وړ وو او د شوروي اتحاد د يرغل احتمال ډېر و، نو د برژنسکي ستراتيژيک عقل د پولنډ د ساتنې په موخه افغانستان ډېر ښه وکاراوه!

دغه ادعا کېدای شي ځينو ته دقيقه او پر ځای ښکاره نه شي، خو چې د برژنسکي ژوند ته وکتل شي، دغه ادعا تقویه کېږي او آن د حقيقت تر حده رسي.

زبګنيو برژنسکي په ۱۹۲۸م کال کې د پولنډ په وارسا کې په يوه وطنپاله و ملتپاله کورنۍ کې زېږېدلی. پلار يې ډيپلومات و، او د پولنډ-روس جګړه کې د روسانو مقابل کې جنګېدلی هم و. په ۱۹۳۸م کې يې کورنۍ کاناډا ته لاړه. په ۱۹۳۹م کې پولنډ د روس او جرمني له خوا ونيول شو، د دوی سيمه د روس له لوري ونيول شوه، نو د دوی کورنۍ هم خپل ځای او کور ته نه شوه راګرځېدلای.

برژنسکي د ماسټرۍ او دوکتورا رسالې د شوروي اتحاد په هکله وليکلې او د هغوی ظلم او غير طبيعي جوړښت يې په کې وراټه، چې د برژنسکي د وطنپالنې نښه ده او ښکاره کوي چې دوی د خپل هېواد او يرغلګر له موضوعاتو سره سرسري تعامل نه دی کړی، همدارنګه دغو تيسزونو په امريکا کې چې د روسي بلاک مخالف و، د خلکو توجه برژنسکي ته وګرځوله.

په ۱۹۵۸م کې د امريکا تبعه شو او د هارورډ پوهنتون کې استاد شو. هلته يې هم د شوروي اتحاد په اړه د اتحاد او شخړې په نامه کتاب وليکه. د تېرې پېړۍ په شپږمه لسيزه کې د امريکايي ولسمشر جان اف کېنېډی د کمپاين مشاور شو. کتاب ليکلو او سياسي فعاليتونو برژنسکي ته په امريکايي سياسي ادارو کې لار خلاصه کړه او مختلفې دندې يې سر ته ورسولې. له څو مختلفو دندو وروسته په ۱۹۷۶م کې د جيمي کارټر د ملي امنيت مشاور شو.

کله چې د زبګنيو برژنسکي لومړي ژوند او بيا وروستيو مواقفو ته وکتل شي، د ده وطنپالنه او له شوروي سره دښمني په کې ښکاره ده. «د بژنسکي ستراتيژيک عقل» ليکوال وايي چې د برژنسکي د وطنپالنې احساس او ډيپلوماتيکې ځيرکتيا روسان د پولنډ له اشغالولو او ورانولو د افغانستان په لور راوګرځول او برژنسکي خپله هم کنایتاً دغه دعوا منلې.

د برژنسکي هېوادپالنه به له مجاهدينو سره د شوروي له حملې مخکې مرسته کې يو پټ تاثير لري، خو امريکا ته د پولنډ ساتل او د افغانستان ورانول مهم نه وو، امريکا يوازې يو هدف لاره، هغه دا چې له شوروي اتحاده د ويټنام غچ واخلي او سړه جګړه پای ته ورسوي، چې په پايله کې يې امريکا د نړۍ يوازې يو زبرځواک پاتې شي، چې همداسې وشول.

امريکا د خپل ستراتيژيک دښمن د له منځه وړلو له پاره د افغانستان خاوره استعمال کړه، شورويان يې دلته قصدا راوستل چې خپل هدف پوره کړي، چې د افغانستان د تباهۍ او اوږدې او دوامدارې بې ثباتۍ لامل شو. نن امريکا د بشرپالنې په شعارونو کې تر نورو مخکې ده، خو همدا افغانستان کې چې دوی د بشرپالنې نارې پورته کوي، په لکونو او ميليونونو کسان د همدوی د بشردښمنه پاليسيو په نتيجه کې له منځه لاړل او لا هم په همدغه پلمه وژل کېږي.

د افغانستان په اړه د امريکا دغسې تور تاريخ او ظالمانه مواقفو په اړه به افغانستان څه ډول موقف ولري؟ او لا به هم د دوی په ښکلو شعارونو غولېږي؟! دا د افغانان بصيرت پورې اړه لري!

Share37Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In