په افغانستان کې د متحده ایالتونو د سولې د انستېتیوت مشر
وروستۍ برخه:
د متخاصمو خواوو په موقفونو کې څه تغیر لیدل کېږي او که نه؟
د ټولو خواوو په رسمي موقفونو کې مهم تغیر لیدل کېږي، خو په غیر رسمي ناستو کې د ټولو خواوو موقفونه د رسمي موقفونو په پرتله ډېر زیات نرم او نږدې دي. طالبانو پخوا ویل چې دوی د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي او ویل به یې چې ترڅو چې یو بهرنی عسکر په افغانستان کې وي، دوی خبرو ته حاضر نه دي او جنګ ته به دوام ورکوي. طالبان اوس وایي چې دوی د امریکا د ټولو ځواکونو د وتلو پر ځای له امریکا نه د وتلو مهالوېش د امریکا په خوښه غواړي او موده هم باید امریکا وټاکي. البته دا موده باید له دوو- دریو کلونو زیاته نه وي. طالبانو ویل چې د افغانستان له حکومت سره هېڅکله خبرې نه کوي. د طالبانو دلیل دا دی چې امریکا د دوی په اند، د دوی مشروع حکومت له منځه وړی او دوی له امریکا سره په جنګ کې دي. د کابل حکومت د امریکا په زور رامنځته شوی او د خبرو واک نه لري. که څه هم طالبان خپل پخوانی نظام مشروع ګڼي، خو په حقیقت کې دوی هم قدرت په زور نیولی و او مشروعیت یې په هغه وخت کې هم تر پوښتنې لاندې و. اوس طالبان وایي، کله چې امریکا د وتلو مهالوېش تعین کړ، بیا دوی د افغان حکومت د پلاوي په ګډون بین الافغاني ناستې ته حاضر دي چې په نورو مسایلو، لکه د افغانستان د نظام په ډول، اوربند، د بندیانو په خوشې کېدو، له تورلېست نه د طالبانو پر وتلو، له نظام سره د طالبانو په یو ځای کېدو، د اساسي قانون په تغیر او نورو مسایلو باندې خبرې وکړي.
امریکا که څه هم له طالبانو سره پخوا اړیکې درلودې او خبرې یې کولې، ځکه د همدغو خبرو او اړیکو په لړ کې د قطر دفتر جوړ شو، خو د رسمي خبرو په هکله یې ویل چې دوی باید د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي، خو اوس د امریکا حکومت دې ته حاضر دی چې له طالبانو سره خبرې وکړي، که څه هم په رسمي توګه یې د خبرو کولو تایید نه دی کړی، خو په غیر رسمي توګه خبرې روانې دي او په دې وروستیو کې په ابوظبۍ کې د امریکا، طالبانو، پاکستان، متحده اماراتو، سعودي عربستان او له افغان پلاوي سره دوې اړخیزې او څو اړخیزې خبرې یې ښه بېلګه ده.
افغان حکومت هم پخوا ویل چې طالبان دې اساسي قانون ومني، اوربند دې اعلان کړي، سلاوې دې تسلیم کړي، طالبان دې راشي او د یو سیاسي ګوند په توګه د فعالیت وکړي، خو اوس د افغانستان حکومت بې له قید او شرطه خبرو ته حاضر دی، البته په نورو مسایلو به د مذاکراتو په لړ کې بحث کېږي.
په دې توګه د ټولو خواوو په رسمي موقفونو کې تغیر راغلی، خو ستونزه د رسمي مذاکراتو په شروع کېدو کې ده چې څنګه د کوټې د ننوتلو دروازه پر کلۍ باندې خلاصه شي. که هره خوا علني یا په یو اړخیزه توګه خپل موقف علني اعلانوي، په حقیقت کې مقابل لوري ته نور هم امتیاز ورکوي، بې له دې چې له مقابل لوري نه کوم تعهد او نرمښت موجود وي.
د سولې د موجوده فرصت پر وړاندې خنډونه څه دي؟
لومړۍ ستونزه لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، د رسمي خبرو پیل دی چې ټولې خواوې د خبرو د پیل پر اجنډا توافق وکړي. که هره خوا د مقابل لوري د موقف له وضاحت پرته، لږ له خپل موقف نه تېرېږي، په حقیقت کې ډېر څه د خبرو پر مهال له لاسه ورکوي. په ځانګړې توګه افغان حکومت او طالبانو ته د سولې د خبرو پیل د مرګ او ژوند اهمیت لري. که طالبان له امتیاز پرته خبرو ته کېني، په حقیقت کې د دوی ټوله مبارزه ناروا ښکاري او د خپلو صفونو اعتماد له لاسه ورکوي. له افغان حکومت سره خبرې په حقیقت کې د افغانستان حکومت په رسمیت پېژندل دي. که دوی افغان حکومت په رسمیت پېژني، نو د افغانستان قوانین به هم په رسمیت پېژني. کله یې چې د افغانستان قانون په رسمیت وپېژاند، په دې توګه د دوی بندیان سیاسي نه، بلکې ټول جنایي دوسیې لري او د افغانستان د قوانینو په اساس بندیان شوي دي. بیا د طالبانو د بندیانو خلاصون ستونزمن دی. که د طالبانو بندیان خلاص نه شي، طالبان نه شي کولای چې د بندیانو او د هغو کسانو وارثینو ته قناعت ورکړي چې له دوی سره په مبارزه کې وژل شوي او یا بندیان شوي دي، چې دا ډول د طالبانو تحریک د خپلو پلویانو په منځ کې اعتبار له لاسه ورکوي. د طالبانو قوت د کوم سیاسي تحریک په توګه لا مطرح نه دی، بلکې د طالبانو قوت یوازې په جنګ کې دی.
پر دغو مسایلو سربېره، د نورو موضوعاتو په اړه د زیاتو افغانانو اندېښنه دا ده چې څنګه د نظام ثبات وساتل شي، ټاکنې او په اساسي قانون کې تعدیل څنګه رامنځته شي او د تېرو کلونو لاسته راوړنې څنګه وساتي؟ طالبانو ته د نږدې کسانو له خولې، د هغوی په موقف کې ډېر زیات تغیر لیدل کېږي. دوی اسلامي امارات نه غواړي، د همدغه نظام تشکیل مني، ټاکنې غواړي او د بیان د ازادۍ او د ښځو د حقونو په اړه هم نرموالی ښیي. د اساسي قانون تعدیل هم وروسته له منتخبې یا موقتې ادارې د جوړېدو په دوران کې غواړي.
د افغان حکومت لپاره هم دا ستونزمنه ده چې دوی پر داسې خبرو توافق وکړي چې دوی یې برخه نه اوسي. که دا کار وشي، د افغان حکومت مشروعیت له پوښتنې سره مخ کېږي او د دوی نه حضور او یا پر موقت حکومت توافق، په حقیقت کې یوازې حکومت نه، بلکې ټول نظام له ستونزو او سقوط سره مخ کوي. د خبرو پېچلتیا په دې کې ده، که طالبان غواړي چې د ملګرو ملتونو له تور لېست نه ووځي، دا د افغانستان د حکومت دنده ده چې د ملګرو ملتونو ادارې ته وړاندیز وکړي. که طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته تیار نه وي، نو څنګه دوی له تور لېست نه د هغوی د ویستلو وړاندیز وکړي. که طالبان غواړي چې خپل بندیان خوشې کړي، بیا هم له افغان حکومت سره خبرو ته اړتیا ده، ځکه د طالبانو ټول بندیان له امریکایانو سره نه دي.
امریکا هم نه غواړي چې له طالبانو سره داسې معامله وکړي چې د افغانستان نظام له خطر سره مخ کړي؛ ځکه دوی دلته له یو ټریلیون ډالرو نه زیات مصرف کړی، امنیتي ځواکونو او نظام یو څه شکل نیولی دی. د افغانستان د نظام ړنګېدل د افغانانو، د سیمې هېوادونو او هم د امریکا په ګټه نه دی. که د افغانستان نظام سقوط کوي، د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې جمهوري پلوه ګوند کاندید نه شي کولای چې خپلو خلکو ته قناعت ورکړي چې دوی ولې له افغانستانه بې له کومې پرېکړې او ثباته ووتل او یا په اصطلاح د دوی ټوله خواري به په سیند لاهو شي، ځکه د میلیاردونو ډالرو مصرف او د ۲۴۰۰ کسانو په شاوخوا کې عسکرو وژل کېدل د څه لپاره!؟
دا پورته هغه مهم مسایل دي چې د سولې د خبرو د پیل کېدو پر وړاندې یې خنډونه پیداکړي دي.
څه ډول سوله او په کوم قېمت؟
که په لنډ ډول ووایم، که واقعي سوله په هر قېمت وي، بیا هم د جنګ د دوام نه ارزانه او ښه ده. له عامو افغانانو سره دا اندېښنه ده چې د سولې خبرې د جنیوا د تړون په شان باید نه وي. د جنیوا په خبرو کې افغانانو برخه نه درلوده، نو ځکه د افغانانو په ستونزو خبرې ونه شوې. د جنیوا د تړون پر اساس د شوروي اتحاد ځواکونه له افغانستانه ووتل، خو په افغانستان جنګ ختم نه شو. اوس هم په افغانستان کې له زیاتو افغانانو سره دا وېره ده چې ګوندې له طالبانو سره د امریکایانو خبرې باید یوازې د دوی د ځواکونو د وتلو په خاطر نه وي، بلکې د نظام ثبات مهم دی چې افغانستان بیا د یو بل جنګ له پیل سره مخ نه شي.
په هغه وخت کې ما د امریکا غږ راډیو د محلي خبریال په توګه کار کاوه. زما یادیږي، کله چې د جنیوا د تړون له لاسلیک وروسته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازی، دیګو کوردویز (Diego Cordovez) د کچه ګړې کمپ ته لاړ، څو د مهاجرینو استازي د جنیوا له تړونه خبر کړي او د کمپ له مشرانو سره مشوره وکړي؛ زما پلار، سیدمحمود حسرت، د کوردویز له خبرو وروسته د مهاجرینو په استازیتوب ورته وویل چې تاسې باید د جنیوا د تړون له لاسلیک د مخه د مشورې لپاره راغلي وی او زموږ نظر مو غوښتی وی، اوس ستاسې راتګ څه ګټه نه لري. پلار مې ورته وویل چې د جنیوا تړون د افغانانو ستونزې نه شي حل کولای؛ ځکه نه جنګ په افغانستان کې ختم کېدای شي او نه مهاجرین بېرته خپل وطن ته ستنېدلی شي. کوردویز د دویم ځل لپاره بیا اوچت شو او وویل دغه مشر چې کومې خبرې وکړې، دا سمې دي او دغه تړون د افغانانو ستونزې نه شي حل کولای، خو کله چې دوی د مجاهدینو له مشرانو، پاکستانیانو او یا امریکایانو سره خبرې کولې، ټولو به ویل که روسان له افغانستانه ووځي، د افغانستان ستونزې په خپله حل کېږي. پر دې اساس د جنیوا تړون د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو په موخه لاسلیک شوی دی. د کوردویز او هم زما د خدای بښلي پلار خبره سمه وه.
د سولې د خبرو پر وړاندې بل لوی خنډ وخت دی. د ټاکنو د اوسني مهالوېش په اساس، باید ټاکنې د راتلونکې اپرېل میاشتې په اخره کې وشي. طالبان وایي، که هر څوک منتخب شي، دا د دې معنې لري چې دوی به پنځه کاله نور جنګ ته دوام ورکوي؛ ځکه راتلونکی منتخب جمهور رییس به بیا دې ته حاضر نه وي چې سوله وکړي او سوله به د طالبانو د تسلیمېدو پر بنیاد غواړي. د تېرو ټاکنو د وعدو په اساس، دوی په یوه کاندید هم اعتماد نه لري چې هغوی به خپلې ژمنې عملي کړي، خو د افغان حکومت لپاره هم دا ستونزمنه ده چې ټاکنې وځنډوي، ځکه د سولې د پروسې د پرمختګ وخت معلوم نه دی چې کله به ټولې خواوې په مستقیمو خبرو کې سره توافق کوي. طالبان او افغان سیاسیون د موقت حکومت خبرې کوي، خو د افغان موجوده حکومت مشرتابه او یا هغه نوماندان چې د ټاکنو لپاره چمتووالی لري، په دې عقیده دي چې ټاکنې باید شاته وانه چول شي او د سولې خبرو ته باید دوام ورکړل شي؛ ځکه که ټاکنې شاته لوېږي، د نظام مشروعیت په خپله تر پوښتنې لاندې راځي او دا د نظام په ثبات منفي اغېز لري او یوځل بیا د ۱۹۹۲ز کال په څېر د نظام سقوط ته لاره هوارېږي.
عام ولس په دې هیله دی چې که د سولې په خبرو کې په واقعي او سمه توګه د پرمختګ امکان وي، که ټاکنې څو میاشتې شاته واچول شي، څه خبره نه ده، خو ستونزه بیا هم د دغه نظام مشروعیت دی. که د موجوده حکومت وخت پوره کېږي، هېڅ قانوني دلیل نشته چې دغه حکومت دې د پارلمان په شان د له خپل قانوني معیاد نه هاخوا پاتې شي. د موقت حکومت خبرې یا د بن په شان بل کنفرانس جوړېدل که له یوې خوا د سولې په خاطر منطق لري، خو له بلې خوا د موقت حکومت معنی دا ده چې افغانستان به بېرته شاتګ کوي. له بله اړخه فکر نه کوم چې نړۍ دې د ۲۰۰۲ ز کال په څېر حوصله ولري چې د سیمې او نړۍ لوی هېوادونه د بن د کنفرانس په شان بیا د بل کنفرانس حمایت وکړي. د داسې کنفراس دایرېدل، د سیمه ییز او نړیوال ملاتړ حاصل هم زیات وخت ته اړتیا لري.
د افغانستان حکومت او امریکا که له یوې خوا د سولې خبرو ته خوشبینه دي، خو له بلې خوا استعجالیت هم لري چې په راتلونکو دریو- څلورو میاشتو کې د سولې خبرې او هم ټاکنې د یو بل پر ضد واقع نه شي، بلکې دواړو مسئلو ته په توافق سره معقوله لار ولټول شي. د هغه مشهور متل پر اساس چې (نه سیخ وسوځي او نه کباب).
د سیاسي خبرو د پیل کېدو بندو بست یا (Stalemate) څنګه باید حل شي؟
د دغه بندو بست د له منځه وړلو لپاره یوازینۍ لار دا ده چې د سولې خبرو لویه برخه په نا رسمي توګه د بندو دروازو ترشا وشي، څو د نهایي تړون متن تیار شي. په دغه نا رسمي خبرو کې ټول ذیدخله افغاني خواوې چې زیاتې اندېښنې لري، باید ګډون ولري، څو د سولې د خبرو په تړاو د منفي تبلیغاتو مخه ونیول شي. د نا رسمي خبرو په اجنډا کې ټولې موضوعاګانې لکه د ځواکونو وتل، د موقتې ادارې جوړول، د راتلونکي نظام ډول، ټاکنې، د اساسي قانون تعدیل، اوربند، د بندیانو خوشې کېدل، له تور لېست نه د طالبانو ایستل، امنیت او نور ټول مسایل باید د خبرو په اجنډا کې شامل وي. په همدې ډول د اجنډا د هرې موضوع لپاره د حل لارې چارې او د جانبینو توافق رامنځته شي. کله چې په غیر رسمي توګه د سولې د تړون په اخري متن هوکړه وشوه، بیا د تړون د لاسلیک او د ولس د اعتماد لپاره علني مجالس امکان لري چې د تړون محتوا ټولو خواوو ته په افغانستان او هم په سیمه کې تشرېح او د ټولو اندېښنې حل شي. د تړون د عملي کېدو لپاره د منطقوي هېوادونو تعهد او هم نړیوال ضمانت مهم دی چې دایمي ثبات په افغانستان کې رامنځته شي. که د منطقوي هېوادونو تعهد او نړیوال ضمانت نه وي، په افغانستان کې بیا هم جنګ نه ختمېږي او یوازې د جنګ شکل او ډول به تغیر وکړي.
پای