یکشنبه, مارچ 8, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

په افغانستان کې؛ څوک د چا ميراث دی؟

لیکنه: محمد اسمعيل يون

دسمبر 30, 2018
in تحلیل, لیکنې
0 0

ډېر وړاندې ماضي ته نه ځو؛ د خپلې اوسنۍ زمانې پر قضاوتونو قضاوت کوو، په همدې تېر څلورنيم کلن حکومت غږېږو، هر کار چې د اوسني حکومت په وس پوره نه وي؛ په هغه کې پاتې راشي او يا يې هم په کار کې څرګنده نيمګړتيا احساس شي، نو وايي دا خو د تېر حکومت ميراث دی. په همدې يو لنډ او نا معقول ځواب، ټولې خاورې پر تېر حکومت واچوي او په دې ډول خپل ځان له مسووليته وژغوري. خو که چېرې د همدې حکومت رغښت، جوړښت، واکمنو چارواکو، د کورني حالت څرنګوالي او بهرني ملاتړ ته وګورو، نو له تېر حکومت سره په کې ډېر زيات توپير نه ليدل کېږي. په تېر حکومت کې هم فساد په څپو و، اوس هم دی، هغه وخت هم جګړه روانه وه، اوس هم روانه ده، هغه وخت هم حکومت ائتلافي و، اوس هم ائتلافي دی، هغه وخت هم حکومت له بهرني ملاتړ پرته خپل ژوند نه شو تضمينولای، اوس يې هم نه شي خوندي کولای، هغه وخت هم ځانساتي، غوړه مالان او د وخت زامن په حکومت کې واکمن وو، اوس هم دي. هغه وخت هم د جنګسالارانو واک او راج چلېده، اوس هم چلېږي، هغه وخت هم زورواکو ولسمشر ته مخامخ کنځلې کولې، اوس يې هم کوي، هغه وخت هم د سنبلې (اتلسمه) په وحشت او دهشت نمانځل کېدله، اوس هم نمانځل کېږي، هماغه څېرې چې همغه وخت په ټلوېزيونونو کې ځلېدلې، اوس هم ځلېږي. ډېر کم کيفي او يو څه ظاهري بدلونونه محسوسېدای شي. کومې څېرې چې د بن تر کنفرانس وروسته پر هېواد واکمنې شوې، د کرزي په لنډمهاله، منځمهاله او دوو انتخابي دورو کې يې امتداد پيدا کړ، له يوې دورې بلې ته لا پسې وغوړېدلې، البته په طبيعي ډول به ځينې عمر خوړلې څېرې د ژوند له مداره وتلې وې، خو همغه فکري او سياسي جريان چې له همغې ورځې حاکم و، تر نن ورځې په ډېر کم تغير او توپير سره دوام لري. زه د هغو اشخاصو له جملې څخه يم چې له لنډمهالې دورې څخه بيا تر ننه پورې د حکومت ټوله اډانه په دقت سره څارم. له همغه پيله او تر دې دمه چې زما په ګډون هر شخص د وخت د ناخوالو پر وړاندې بغاوت کاوه، نو د همغې زمانې واکمنو غوړه مالانو، ځانخوښو به د متعصب، ژبپال، نشنلېست او فاشېست په ګڼو نومونو تورنولو. کله چې د اشرف غني د حکومت بڼه راجوړه شوه، نو موږ فکر کاوه چې ظاهراً د يو تريخ او غوڅ سړي په وجود کې به د کرزي د وخت غوړه مالان وده ونه کړي، ځای به يې راڼه، ژورليدي او زړور خلک ونيسي، خو کله چې دغه حکومت خپل لومړني ګامونه پورته کړل، نو پخواني غوړه مالان هم ګام پر ګام له دې حکومت سره همغږي شول. زه په دغه حکومت کې د نورو ډېرو ترڅنګ يو دوه داسې څرګند غوړه مالان پېژنم چې د ولسمشر کرزي د حاکميت په وروستيو کې يې په پټه او څرګنده زموږ د هغو ملي مبارزو او مظاهرو مخالفت کاوه چې موږ د ملي هويت د خونديتابه او ځلا لپاره کولې. دغو خلکو به همدا ويل چې: «تاسې رييس صاحب ته مشکلات جوړوی، دا وخت اوس د دې خبرو نه دی، رييس صيب پرېږدئ چې ملت راټول کړي، اوس د هويت د پورته کېدو وخت نه دی». موږ به يې ماجرا جوا معرفي کولو او خپل ځانونه به يې د وخت پر سياستونو او رمزونو پوه ګڼل.

کله چې د ملي هويت د خونديتابه ستونزه د کرزي له حاکميته د غني حاکميت ته راورسېده، نو موږ بیا هم لاريونونو ته اړ شولو، غني بيا د ښاغلي کرزي همغو پاتې شونو ښاغلو ته دنده وسپارله چې موږ سره په دې باب وغږېږي. هغوی بيا موږ ته وويل چې «اوس د دې وخت نه دی چې تاسې دا مسئلې راپورته کړی، ملک بحران ته ځي. رييس صاحب نورې ډېرې ستونزې لري، له دې مسئلې څخه تېر شئ او تاسې خو پوهېږی چې دا ځينې ستونزې موږ ته له تېر نظامه په ميراث پاتې دي، دا بايد همغه وخت حل شوې وای، د تېر نظام مشکلات اوسنی حکومت او رييس صاحب نه شي حل کولای.» دا مهال نو زما حوسېله ختمه شوه، ما ويل تاسې نه پوهېږی چې د تېر نظام ميراث څه شی دی او څوک دي؟ د تېر نظام ميراث خو همدا تاسې ياستئ چې په هغه حکومت کې هم واليان او وزيران وی او اوسني کې هم. دا مشکلات خو هغه وخت کې هم وو، اوس هم دي، هغه وخت هم تاسې چارواکي وی او اوس هم ياست، هغه وخت هم تاسې موږ په بېلابېلو نومونو تورنولو او اوس هم همدا کار کوی، هغه وخت به مو هم ويل چې ((رييس صاحب)) ته جنجال جوړوی او اوس هم وايی چې ((رييس صاحب)) ته جنجال جوړوی. که چېرې د تېر حکومت او يا د کرزي صيب د ميراث خبره وي، نو خو ستاسو دواړو په ګډون ډېر د کرزي ميراث ياستی، خپله همدا ښاغلی اوسنی جمهور رييس د کوم نظام ميراث دی؟ ايا د بن له کنفرانسه رانيولې، بيا تر ننه پورې د همدې حکومت برخه نه وه؟ ايا دی د مرستو د انسجام ادارې مشر نه و؟ د ماليې وزير نه و؟ د کابل پوهنتون رييس نه و؟ د واک د لېږد بهير مشر نه و؟ چې په دومره واک کې څوک د تېر حکومت ميراث نه وي، نو بيا يې نور څوک ميراثيان دي؟

ما هغه وخت دغو ښاغلو ته دا خبره هم وکړه، ګورئ چې سبا بل حکومت راځي، هسې نه چې موږ بيا محکوميت کې او تاسې بيا حاکميت کې اوسی او بيا به مو موږ د تېر حکومت د ميراثيانو په توګه د مجرمينو په تور تورن کړي يو، ايا تاسې به موږ ته داسې تضمين راکړی چې پر همدې دوو حکومتونو بسنه وکړی او بل کې شريک نه شی؟

دا مې يوه بېلګه راوړه، اوس ټول حکومت له داسې بېلګو ډک دی، اوس خبره دا کوم چې د اوسني حکومت اصلي جوړښت په سلو کې (نوي) همغه کسان دي چې په تېر حکومت کې راټول وو. واکمن، مداحان، فسادګر او نور همغه د وخت زامن دي چې پرون هم په حاکميت کې وو، نن هم دي او سبا به هم وي. ډاکټر غني کېدای شي يوازې (لس) سلنه اشخاص چې په هغه کې يو شمېر ځوانان او ځينې هغه اشخاص چې له دې ټولنې څخه لرې او له لوېديځه راغلي دي، د حکومت پر ځينو مهمو څوکيو ګومارلي وي، نور نو هماغه غر او هماغه کربوړي دي.

اوس پوښتنه دا ده چې د تېر حکومت ميراث خو اوسني حکومت ته پاتې شو، د اوسني به هم سباني ته پاتې شي که نه؟ په خواشينۍ سره بايد ووايو چې ځواب يې (هو) دی. هغه څوک چې د وخت پر نبض پوه دي، هغوی د زمانې له باد سره سم چلېږي، د وخت د توپان مخې ته نه ودرېږي، خو هغوی چې د وخت نادودې نه شي زغملی، له هغه سره مقابلې ته وردانګي، يا يې د وخت توپان له ځان سره وړي او يا د توپان مسير بدلوي، خو د وخت زامن له وخت سره سم زیږېږي، بيا ژوندي کېږي او د وختونو له رنګونو سره خپل رنګ بدلوي او تر موږ ډېر ((هوښيار)) دي.

مـــوږه لېونو د زمانې ګرېوان نيولی دی

خلک هوښياران دي له وختونو سره ځي

ډېر حکومتونه او ډېر نظامونه همدغه ډول اشخاصو له ګړنګه غورځولي. د وروستۍ پايلې په توګه مې وړانديز دا دی چې د اوسني حکومت د مهمو سياسي او اداري چارواکو يو اوږد لېست بايد د رسنيو او زمانې حافظې ته وسپارل شي چې دا ډول اشخاص بل حکومت ته د متواتر ميراث په توګه په ميراث پاتې نه شي، دا په دې مانا چې هغه حکومت به هم دغسې ريشخند کړي، لکه دا دوه تېر حکومتونه چې يې هم وخوړل او هم يې ملامتي پر نورو وربار کړه. هدف دا دی چې د ((غني حکومت)) ((غني ميراث)) کوم ((غريب ولسمشر)) ته پاتې نه شي.

Share43Tweet19Share7

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
یکشنبه, مارچ 8, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In