سیشلز د افریقا لویې وچې په شمال ختیځو سواحلو کې د ختیځو طول البلدونو د ۶۲ او ۶۳ درجو او د جنوبي عرض البلدونو د ۴ او ۵ درجو ترمنځ موقعیت لري. پراخوالی یې ۱۷۱ کیلومتره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ ۱۶۱م لوی هېواد دی. دغه هېواد څلورو خواوو ته له اوبو سره ۴۹۱ کیلومتره پوله لري.
سیشلز توده او لنده استوايي هوا لري. په دغه هېواد کې له سمندر سره د ګاونډیتوب له کبله هر کال کابو ۲۵۰۰ ملي متره اورښت کېږي.
سیشلز د افریقا د لویې وچې په شمال ختیځو اوبو کې له ۹۲ لویو او کوچنیو ټاپوګانو څخه جوړ شوی کوچنی افریقایي هېواد دی.
سیندونه یې ډېر لنډ او له اوبو ډک دي. د سیندونو ټولې اوبه یې د هند سمندر ته ځي.
د دغه هېواد پلازمېنه وکتوریا ښار دی، د ټولو وګړو شمېر یې ۹۵ زره کسانو ته رسېږي چې په هر کلیومتر مربع سیمه کې یې ۲۰۰ تنه ژوند کوي.
د دغه هېواد ۶۵ سلنه خلک په ښارونو او ۳۵ سلنه یې په کلیو او بانډو کې مېشت دي. د سیشلز د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې د دوو ماشومانو د درلودو حق لري.
د اداري وېش له مخې دغه هېواد په ۲۵ ولسوالیو وېشل شوی دی. بیل اومبري، بي والون، کاسکد او اوتاکاماکا یې مهم ښارونه دي.
وګړي یې تور، سپین، اروپايي، افریقایي او اسیایي نژاده دي. د دغه هېواد ډېر خلک فرانسویان او د هغوی د پخوانیو افریقايي مرېیانو لمسیان دي. په دې سربېره هندیان، چینایان، عرب او نور اروپایان هم په دغه هېواد کې ژوند کوي.
۹۵ سلنه وګړي یې هندي مذهبه، ۲ سلنه یې مسلمانان او پاتې نور یې د نا پېژانده مذهب پیروان دي. رسمي ژبه یې انګلیسي او لیکدود یې لاتیني دی.
د سیشلز د حکومت ډول جمهوري دی. نوی اساسي قانون یې په ۱۹۹۳ ز کال د جون په ۱۸مه نافذ شو. د دغه هېواد ولسمشر د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي، دوه ځلې کار کولای شي او د وزیرانو کابینه هم د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي.
د دغه هېواد ولسي جرګه ۳۴ غړي لري چې ۲۵ یې د خلکو په خوښه او ۹ یې د سیاسي ډلو له خوا د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي. په دغه هېواد کې رایه ورکول عمومي او د رایې ورکولو سن پکې ۱۷ کاله ټاکل شوی دی.
د سیشلز حقوقي نظام پر برېټانوي عمومي قوانینو، د فرانسې پر مدني قانون او پر سیمه ییزو عنعنوي روایاتو ولاړ دی.
د استیناف محکمه او ستره محکمه د دغه هېواد لوړ قضایي ارګانونه دي چې قاضیان یې د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي.
ولسواک ګوند، نوی ولسواک ګوند، د سیشلز لېبرال ګوند او د سیشلز ولسواک غورځنګ یې مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.
دغه هېواد د ۱۹۷۶ ز کال د جون په ۲۹مه له برېټانیا څخه خپلواکي واخیسته او هر کال همدا ورځ د خپلواکۍ د ورځې په نوم پکې نمانځل کېږي.
د ۱۹۷۶ ز کال د سپټمبر په ۲مه یې د ملګرو ملتونو ترڅنګ، د نورو نړیوالو ټولنو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
له خپلواکۍ څخه د مخه د دغه هېواد د سړي سرکلني عاید کچې یوازې د خلکو د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کولې، خو په تېرو څلور لسیزو کې د هند په سمندر کې د ټاپوګانو له لارې د دغه هېواد د خلکو د سړي سر کلني عاید کچه اووه برابره ډېره شوې او سیشلز اوس له هغو هېوادونو څخه دی چې خلک یې لوړ عاید لري. د دغه هېواد په اقتصاد کې د سیلانیانو کاروبار لومړی ځای لري چې د هېواد ۳۵ سلنه خلکو ته یې کار او دولت ته یې ۷۰ سلنه عواید برابر کړي او له دې وروسته یې په اقتصاد کې د کبانو نیول دویم ځای لري.
په دې وروستیو کې د سیشلز دولت بهرني پانګوال هڅولي، څو په دغه هېواد کې سیلانیانو ته نوي هوټلونه، اسانتیاوې او هوساینې برابرې کړي. له دې سره جوخت د سیشلز دولت هڅې کوي چې د کوچنیو فابریکو د جوړولو، د کرنې او کب نیونې د پراختیا له لارې پر تورېزم باندې د خپل هېواد انحصاري اتکا کمه کړي.
په تېرو لسیزو کې جګړو وښوده چې یوازې پر سیلانیانو باندې د سیشلز اقتصادي اتکا، له ځان سره ډېرې ناوړه پایلې او اغېزې درلودې. د دغه هېواد ټاپوګان د ډېرو سیلانیانو د هڅولو لپاره له غټو سیمه ییزو سیالیو سره مخ دي. د دولتي تشبثاتو خصوصي کول او د دولتي بودجې د کسر راکمول هغه دوې ستونزې وې چې د سیشلز دولت او د دغه هېواد اقتصادي ټولنو په دې وروستیو کلونو کې څه نا څه هوارې کړې دي.
د ۲۰۰۸ ز کال په ډسمبر کې سیشلز له ای اېم اېف نړیوال بانک سره د متقابلو اړیکو یو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، سیشلز د خپلو پیسو د بیو ټاکنه د بازار عواملو ته پرېښوده، پر بهرنیو اسعارو کنټرول لرې شو، دولتي لګښتونه کم شول او په خپلو مالي او اسعاري کړنلارو یې بیاکتنه وکړه. له هغه ځایه چې د سیشلز دولت د دغو کړنلارو په تطبیق کې بریا تر لاسه کړه، ای اېم اېف له دغه هېواد سره ۳۱ میلیونه ډالره مرسته وکړه چې په دې سره یې ډېرې ستونزې حل شوې.
د کبانو نیول، خوراکي توکي، د څښاک توکي، ټوکران، سمنټ، لرګي، موبلایل، فرنیچر، ګوګړ، سیلانیان او د کوچنیو بېړيو جوړول او ترمیم یې مهم صنعتي فکټورونه دي.
د دغه هېواد ۵ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده، ۱۵ سلنه یې څړځایونو او پاتې نوره یې غرونو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۵ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۴ سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.
لرګي، وریجې، خرما، کچالو، ږدن، ګني، قهوه، کېلې، سابه، هګۍ او واښه د سیشلز د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي.
سعودي عربستان، جنوبي افریقا، اسپانیا، سنګاپور، فرانسه او هند د دغه هېواد لوی تجارتي شریکان دي.
سیشلز ۱۸ هوایي ډګرونه لري چې ۱۰ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.
د دغه هېواد د ټلیفون کوډ نمبر ۰۰۲۴۸ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې اېس سي دی او ۴۰ کسان یې انټرنېټ ته لاسرسی لري.
سیشلز دوه دولتي ټلوېزیونونه او یوه راډیو لري.
د دې ترڅنګ په دغه هېواد کې ۴ ورځپاڼې او ۴۰ اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ هم فعالیت کوي.
سیشلز د افریقا او نړۍ له بډایه او پرمختللو کوچنیو هېوادونو څخه دی. د دغه هېواد ۹۲ سلنه خلک په لیک او لوست پوهېږي او زده کړه پکې له ۶- ۱۶ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو باندې جبري ده.
دغه هېواد تانزانیا او عمان ته نږدې موقعیت لري چې پخوا یې خورا سوق الجیشي ارزښت درلود. له همدې امله عربي سوداګرو له ۱۶مې پېړۍ مخکې دغو ټاپوګانو ته تګ راتګ پیل کړ او هلته یې فعالیت کاوه. په ۱۵۰۵ ز کال کې د لومړي ځل لپاره د اروپايي پرتګالیانو بېړۍ د دغه هېواد سواحلو ته ورسېدې.
د پرتګالیانو له تګ راتګ سره جوخت سمندري غله د سیشلز په سواحلو کې ځای پر ځای شول او په سمندري غلاوو یې لاس پورې کړ. په ۱۷۴۳ ز کال کې د موریشیس فرانسوي واکمن موریس دولاپور د دغه سیمې ټاپوګانو ته استازي واستول. دوی ورو ورو دغه ټاپوګان د فرانسې د پاچا شپاړسم لویي د مالیې وزیر په ویاړ د سیشلز په نامه ونومول. فرانسویانو هغه وخت په دغه هېواد کې د عطري بوټو کرنې ته د سوداګرۍ لپاره وده ورکړه او هلته یې څو پوځي ټولي ځای پر ځای کړل.
د ۱۸مې پېړۍ په پای کې هغه وخت چې ټوله اروپا د فرانسې د انقلاب څپو نیولې وه، په ۱۷۴۹ ز کال کې د هند په سمندر کې ځینو پرتو برېټانوي ټولګیو پر سیشلز یرغل وکړ او فرانسویان یې له دغو ټاپوګانو څخه وایستل. په ۱۸۱۴ ز کال کې د پاریس تړون د برېټانیا حاکمیت ته رسمي بڼه ورکړه او دغه ټاپویز هېواد یې له یوې بلې برېټانوي سیمې سره یو ځای کړ. په ۱۹۰۳ ز کال کې دغه هېواد له موریشیس څخه بېل او د برېټانیا د یوې جلا مستعمرې بڼه یې غوره کړه. دغه هېواد ۱۸۲ کاله د برېټانیا تر ولکې لاندې پاتې شو. په لومړیو سلو کلونو کې یې د هند په سمندر کې د برېټانیا د سوداګریزو او پوځي بېړیو د تګ راتګ لپاره هومره ارزښت درلود چې د برېټانوي سیاست ماهرینو د هند د سمندر د ملغلرې نوم ورکړی و. په لومړۍ او دویمه نړیواله جګړه کې سیشلز مهم ځای درلود او د برېټانیا ستره هوایي او سمندري اډه بلل کېده.
برېټانیا پر دغه هېواد باندې د خپل حاکمیت پر وخت کې د دغه هېواد د خلکو د تور فرهنګ د اړولو هڅه وکړه، خو د ۲۰مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې همدا تور پوستي د دوی پر ضد راپاڅېدل او د خپلواکۍ لپاره یې پرله پسې بغاوتونه وکړل. د برېټانوي واکمنۍ پر ضد د سیشلز د خلکو پاڅون په ۱۹۶۰ ز کال کې ډېر پیاوړی شو. په ۱۹۶۴ ز کال کې د دغه هېواد د خلکو ولسواک ګوند جوړ شو چې په خلکو کې یې د ملي احساساتو د پیاوړتیا او خپلواکۍ ننګه کوله. دغه ګوند په ۱۹۶۵ او ۱۹۶۶ ز کلونو کې د برېټانوي واکمنۍ پر ضد ډېر لاریونونه او اعتصابونه وکړل. په همدې وخت کې د استعمار پلویانو چې د خپل هېواد د خپلواکۍ او ولسواک ګوند مخالفین وو، د سیشلز د مالیې ورکوونکو ټولنه جوړه کړه چې وروسته یې ځان د دغه هېواد د ولسواک ګوند په نامه ثبت کړ. په ۱۹۷۰ ز کال کې د سیشلز کورواکي بشپړه شوه، له دې وروسته یې د خپلواکۍ مبارزینو خپلې هڅې نورې هم غښتلې کړې او برېټانیا یې په مناسبو نړیوالو شرایطو کې د خپل هېواد د پوره خپلواکۍ منلو ته اړ کړه. بالاخره د ۱۹۷۶ ز کال د جون په ۲۹مه یې له برېټانیا څخه خپلواکي واخیسته.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د سیشلز نوم نشته، نو له همدې کبله دغه دواړه هېوادونه په خپلو کې اړیکې نه لري.
له افغانستانه تر سیشلز پورې د هوا له لارې فاصله ۴۴۸۲ کیلومترو ته رسېږي او دغه راز د کابل او وکتوریا ترمنځ د وخت توپیر هم ۳۰ دقیقې دی.