امانویل کانټ د المان په کونیګریسبرګ ښار کې زیږېدلی. پلار یې الماني نژاد، خو مور یې تلیزیت نژاده وه. نوموړی په یوه غریبه، خو مذهبي کورنۍ کې دنیا ته راغلی و. پلار یې د آس زین جوړوونکی و. لکه څنګه چې نوموړی په یوه لویه مذهبي کورنۍ کې زیږېدلی و، نو د کورنۍ افکارو یې هم پر فلسفه او افکارو اغېز کړی دی. پلار یې نهه اولادونه درلودل چې دی یې څلورم زوی و. د نوموړي پلار هڅه کوله څو خپل اولادونه ښه وروزي. کانت اته کلن و چې یوې مدرسې ته یې بوتلو او خپل ملګري کشیش ته یې مسوولیت وسپاره، څو نوموړی سم وروزي.
که څه هم هغه په ماشومتوب او ځوانۍ کې ډېرې سختۍ وليدلې، خو ده دا سختۍ ټولې پر یوې محرکه قوې بدلې کړې او د ځان په ګته یې مثبته ګته ترې پورته کړه. ستونزو دی وځاپه، خو مات یې نه کړ. له وخت سره یې ضد ونه کړ، بلکې ځان یې ورته منظم کړ، په ځان کې یې تحرک راوست او فکري بلوغ یې ترې واخیست، پوخ شو او په خندا یې د ژوند هرې ښې او بدې ته ښه راغلاست ووایه، ځکه ورته خلک د نړۍ تر ټولو بریالی کس وایي.
امانویل د خپلې روزنې په برخه کې خپل والدین پړه نه بولي او نه یې هم ویلي چې پلار یې ورته څه نه دي کړي. دی وايي، هغه یې د ژوند تر ټولو خواږه وختونه وو چې ده د خپلې کورنۍ په څنګ کې تېر کړل، که څه هم د ده په خبره له نورو اړخونو ښه نه و؛ خو وایي، پلار او مور به یې د ده پر وړاندې له یو بل سره داسې چلند کاوه چې ګنې دوی په ژوند کې هېڅ ستونزه نه ده لیدلې.
امانویل د خپلو والدینو په اړه په خپل یوه کتاب کې لیکلي: «والدین مې خورا امانتکار او پرهېزګاره انسانان وو، د هغوی له برکته زه هست شوم، هغوی زما د پیدایښت په ورځ خندل، خو ما یې قدر هغه وخت ولید چې کله مې یې پر جنازه سترګې ولګېدلې.» دی وایي، مور به مې هېڅکله هېره نه کړم، هغه لومړنۍ څوک وه چې په ما کې یې د نیکۍ تخم وکاره او هغه یې رالوی کړ. هغې زه له سختو مرحلو تېر کړم، په ځان یې سختې شپې تېرې کړې، خو زه یې رڼا ته راوستم . هغې په ما کې د یو قوي وجدان ترڅنګ یو ژور فکر وروزه. زما د هرڅه شریکه زما مور ده، هغه وه چې زه یم.
امانویل کانت نه خوښول چې څوک یې په شخصي ژوند کې کار ولري. تر ټولو لویه او اصلي دنده یې دا وه چې په عالم تفکر کې واوسي. هغه فوق العاده بوخت او پرکاره ژوند درلود، خو ډېر منظم او دقیق. د کانت روزمره ژوند د مثال په توګه یادېږي، هغه به د ورځې څو کیلومتره پیاده مزل کاوه او هڅه به یې کوله، څو له خپل دغه کاره دوې ګټې پورته کړي. یو خو به یې ورزش کاوه او بل په خپلو فکرونو کې غرق و.
هغه به په همدې پیاده تللو کې ورځني کارونه تنظیمول او بیا به یې هڅه کوله چې د ورځې په جریان کې ټولو هغو ته رسیدهګي وکړي. امانویل وايي: «وخت تر ټولو ارزښتناک شی دی، هغه ډېر ناځوانه هم دی، نه درسره پاتې کېږي او نه دې پرېږدي چې ته یې مدیریت کړې، بلکې باید له وخت سره خپل ځان مدیریت کړې او وکولی شې چې د وخت مطابق خپل کارونه تنظیم کړې، نه دا چې وخت له ځان سره تنظیم کړې، ځکه وخت تېرېدونکی دی، تاته نه درېږي، نو مجبوراً باید ځان ورسره مدیریت کړل شي.
نوموړي ته یوه نږدې کس فون هیپل په خپل یو کتاب کې د کانت د نظم په اړه لیکلي، هغه به خپل خدمتګار لامپ ته ویل چې باید د سهار تر لمر ختو مخکې یې راپورته کړي، څو دی د شپې خوب ته ادامه ورنه کړي او خپله ورځ د شپې غوندې تیاره تېره نه کړي. کانت به چې کله هم خپلې کوټې ته لاړ، نو پر خپل اشپز به یې غږ وکړ، درې ربعه یو دي. له ډوډۍ وروسته به بیا د خپل مېز شاته کېناست او بیا به د کار په وخت کې بېځایه خبره هم ورباندې بده لګېده.
کانت په کاري وخت کې یوازې یو شي ته ثابت وخت ټاکلی و چې هغه به یې نه قضا کاوه چې هغه مطالعه وه. ده به په دې وخت کې یوازې دوه شیان مطالعه کول، یو امیل روسو او بل هم د فرانسې انقلاب.
کانت وایي، وسواس او په چټي مسایلو ځان بوختول، د وخت ضایع ده، ځکه ټول پوهېږو چې وخت نه راګرځي او نه پرون نن کېدلی شي، نو ښه ده چې پر مخ لاړ شو او د نن فرصت چې لرو یې، د سبا لپاره هم نه، بلکې د نن لپاره ښه تېر کړو، ځکه سبا کېدای شي تر نن ډېر ښه کارونه وکړو. هغه وایي، دا فکر دی چې کولی شي موږ ته ژوند راوښيي او موږ ته دا وښيي چې ژوند څنګه باید وشي. نوموړی چې پر تن وچ او ظاهراً داسې ښکارېده چې ناروغ او ضعیف دی، خو ده به ویل، ژوند په دې نه ارزي چې د ځان په جوړولو یې تېر کړو، بلکې ژوند هغه وخت ارزښت پیدا کوي چې موږ دننه جوړ واوسو.
هغه د خپل ډېر ژوند د لامل په اړه وايي:
«ژوند له ټولو خطرونو او ټولو بدمرغیو سره سره یوه ښه ډالۍ هم ده چې باید له ټولو ضربو یې په امان وساتو. منظم او تر ټولو ښه ژوند هغه دی چې ته یې خپله مدیریت وکړې او ټولو ستونزو ته یې په سړه سینه هرکلی ووایې، نه دا چې تا ګډوډ کړي. باید زده کړه ترې وکړې، بد یې بیا تکرار نه کړې او ښه یې د وجدان د ارامولو لپاره بیا بیا یاد کړې.»
کانت یو بل عجیب عادت هم درلود. هغه د نورو په څېر زاهدانه او وچ ژوند نه خوښاوه، تل به یې پر دسترخوان څو کسه مېلمانه وو. خو دا کار یې هم بې نظمه نه و، تل به یې د مېلمنو شمېر تر دریو پورته نه و.
امانویل به ويل، یوازې ډوډۍ خوړل دا زیان لري چې ته په خپلو فکرونو کې ډوبېږې او کله چې دې معده په حرکت راځي، نو ستا د تفکر پر وخت د مغزو قوت معده ځان ته اخلي او یا هم برعکس دا مغزو ته زیان رسوي.
نوموړي د خپلې مجردۍ په اړه ویلي، زه خوشبخت نه وم، خو که مې عمر ته وګورم، نو بې له شکه چې زه خوشبخت ترین انسان یم، ځکه مجردان تر نورو هغو ډېر عمر کوي. نوموړي ته نږدې کسان وایي، کانت دوه ځلې د واده کولو هڅه وکړه، خو دواړه ځله یې د دې خبرې له ویلو وروسته خپله پرېکړه بدله کړه:«کله چې مې ښځې ته اړتیا درلوده، نه مې شوای کولی تر عهده یې ووځم، خو کله مې چې وس پیدا کړ، اړتیا یې نه وه».
کانت د زده کړو په وخت کې له ډېرو لوړو ژورو سره مخ و. ټولې زده کړې یې په ډېرې سختۍ بشپړې کړې، هغه د کتابونو اخیستلو لپاره پیسې نه درلودې او نه یې هم د خپلو زده کړو تر پایه ښکلې او قېمتي جامې واغوستې.
خو دا هر څه یې د تقدیر پرېکړې بللې او تل به یې له ځان سره پر دې فکر کاوه چې څنګه باید له ټولو ناخوالو سره مبارزه وکړي. فارغ شو او له فارغېدو سره سم په یوه ښوونځي کې د استاد په توګه په دنده وګومارل شو.
له څو کلنې استادۍ وروسته د المان په دولتي پوهنتون کې د فلسفې استاد شو. دې دندې یې په ژوند کې ژور بدلونونه راوستل، اقتصاد یې ښه شو، نو یې په سړه سینه د تاریخ او فلسفې په برخه کې تحقیق او څېړنې ته ډېر وخت پیدا کړ، ځکه ډوډۍ یې پیدا کړه او دغه منظم شخص وکولی شوی هرڅه په سمه توګه پر مخ یوسي.
له فلسفې سره سره نوموړي په همدغه پوهنتون کې ډېری نور موضوعات، لکه: فزیک، ریاضي، تئولوژي، ستوري پېژندنه او انسان پېژندنه هم تدریسوله.
المانی فیلسوف هردر هغه څوک و چې نوموړي ته د فن بیان په کورسونو کې ناست و. دی کانت یو له هغو اشخاصو څخه بولي چې پر باور یې هغه یوازې یو استاد نه، بلکې یو مکتب و، یو فکر و او یو بشپړ پوهنتون و. نوموړي د خپلو خاطراتو په کتابچه کې د کانت په اړه لیکلي: «هغه په تېر عمر کې هم د ځوانانو غوندې تازه والی درلود، هغه ډېر خوش اخلاق او نېک انسان و، هغه د ارامښت او مینې یوه بېلګه وه، له خولې یې خبرې نه، بلکې ګلونه بادېدل. د هغه ټولې خبرې درسونه وو چې باید یاداښت یې اخیستل شوی وای. ډېر نقطه چین او سنجیده غږېده، په ټوله کې ویلی شو چې هغه یو بشپړ پوهنتون و.»
کانت له لنډې مودې ناروغۍ وروسته د ۱۸۰۴میلادي کال د فبرورۍ په ۱۲مه له نړۍ سره مخه ښه وکړه. کله چې خاورو ته سپارل کېده، د المان له ټولو ښارونو ورته په لکونو کسان راغلل، څو د دې فلسفي استاد او عالم روح ته خوښي وبښي. هغه ته د هغه په ژوند هم ډېرو خلکو قدر او احترام درلود.
د نوموړي له مرګ وروسته یې دریو تنو شاګردانو او مریدانو بوروسکي، جاشمن او وازیانسکې د هغه شخصیت معرفي کاوه. دوی د نوموړي اقوال له ځان سره راوړي وو چې دې مسئلې د کانت په اړه پوهه لا پراخه او هغه یې د نړۍ په کچه د غوره فیلسوفانو په لیکه کې ودراوه.
کتابونه یې چاپ شول، هغه د فلسفې، تاریخ، فزیک، ریاضي او نورو برخو کې خورا ډېر کتابونه چاپ کړل، خو فلسفې یې پر نورو هغو سیوری وغوړاوه او داسې فلسفه یې خلکو ته وړاندې کړه، چې خلک ورته ګوته په غاښ پاتې شول او تر اوسه یې نوم د خلکو پر ژبه دی.