بوتسوانا د افریقا د لویې وچې په جنوبي برخه کې د ختیځو طول البلدونو د ۲۰ او ۲۹ او د جنوبي عرض البلدونو د ۱۸ او ۲۷ درجو په منځ کې موقعیت لري. پراخوالی یې ۲۲۳۷۴۲ کیلو متره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ څلوېښتم لوی هېواد دی. شمال ته یې نامیبیا، ختیځ ته یې زېمبابوې، جنوب ته یې جنوبي افریقا او لوېدیځ ته یې نامیبیا موقعیت لري.
بوتسوانا له اوبو څخه د لرېوالي، استوایي سیمې ته د نږدېوالي او د پراخو ډاګونو د درلودلو له کبله وچه او توده هوا لري. د دغه هېواد پلازمېنه کابرون ښار دی. د وګړو شمېر یې ۲ میلیونه اټکل شوی او په هر کیلو متر مربع ساحه کې یې ۴ تنه اوسېږي. د دغه هېواد ۶۵ سلنه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي او پاتې ۳۵ سلنه نور یې په کلیو او بانډو کې مېشت دي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول ژوند کې د دریو ماشومانو د درلودلو اجازه لري.
د اداري وېش له پلوه دغه هېواد په نهو ولسوالیو او پنځو ښاري شوراګانو وېشل شوی دی. سروه، کني، مولي، پولي، فرانسس، تاون او لوباستي د دغه هېواد لوی او مهم ښارونه دي.
۸۰ سلنه وګړي یې تسوانا نژاده، ۷ سلنه یې سپین پوستي او پاتې نور یې د بېلابېلو نژادونو څخه دي.
۷۲ سلنه وګړي یې مسیحیان، ۶ سلنه یې د بادیمو مذهب پیروان او پاتې نور یې د بېلابېلو دینونو پیروان دي. د دغه هېواد رسمي ژبه انګلیسي او لیکدود یې لاتیني دی.
د بوتسوانا اساسي قانون د ۱۹۶۵ کال په مارچ کې تصویب او د ۱۹۶۶ کال د سپټمبر په ۳۰ مه نافذ شوی دی. د دغه هېواد ولسمشر د ولسي جرګې له خوا د ۵ کلونو لپاره ټاکل کېږي. دغه راز د کابینې وزیران یې د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي.
د بوتسوانا ملي شورا دوې جرګې لري: لومړۍ د قومي مشرانو جرګه چې مشورتي دندې لري.
دویمه ولسي جرګه ۶۳ غړي لري چې ۵۷ یې د خلکو په خوښه او دوه د ولسمشر او لوی څارنوال له خوا د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو قانوني سن ۱۸ کلني او رایه ورکول پکې عمومي دي.
د بوتسوانا حقوقي نظام په رومي او هالنډي قوانینو او د دغه هېواد په عنعنوي روایاتو ولاړ دی. ستره محکمه او د استیناف محمکه د دغه هېواد لوړ قضایي ارګانونه دي.
د بوتسوانا ولسواک ګوند، د بوتسوانا ملي جبهه، د بوتسوانا ګانکرېس ګوند، د بوتسوانا د خلکو ګوند او د بوتسوانا ائتلاف ګوند د دغه هېواد لوی او مشهور ګوندونه دي.
بوتسوانا د ۱۹۶۶ کال د سپټمبر په ۳۰ مه له انګلستان څخه خپلواکي ترلاسه کړه، نو له همدې امله د سپټمبر ۳۰ مه هر کال په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي. همدا راز دغه هېواد د ګڼو نړیوالو ټولنو ترڅنګ په ۱۹۶۶ کال کې د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
د بوتسوانا اقتصاد د الماسو په استخراج، صادراتو، کرنې او د څارویو په روزنه ولاړ دی. د الماسو استخراج او سیلانیان د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره خورا ارزښت لري. په دغه هېواد کې د الماسو بډایه کاني زېرمې د تېرې پېړۍ په اویایمه لسیزه کې وموندل شوې. دغه سکټور چې په ۱۹۸۰ کال کې د بوتسوانا په ناخالص کورني تولید کې ۲۶ سلنه ونډه درلوده، اوس د دغه هېواد اقتصاد ډېر غوړولی او هر وګړی یې په منځنۍ توګه ۱۷۰۰۰ ډالره عاید لري چې په افریقا کې ډېر لوړ عاید بلل کېږي.
بوتسوانا په ۱۹۶۶ کال کې خپلواکي ترلاسه کړې او له هغه وخته بیا تر ۲۰۰۹ کال پورې يې داسې چټک پرمختګ کړی چې په افریقا کې ساری نه لري. بوتسوانا چې د ۲۰ مې پېړۍ د دویمې نیمایي په لومړنیو کلونو کې د نړۍ او افریقا له ډېرو وروسته پاتې هېوادونو څخه و، د الماسو د سوداګرۍ په برکت اوس یو پرمختللی هېواد بلل کېږي.
الماس د بوتسوانا د ناخالص کورني تولید په جوړښت کې ۳۵ سلنه، په صادراتو کې ۸۰ سلنه او په دولتي عوایدو کې ۵۰ سلنه وڼده لري، خو په الماسو باندې د هېواد اقتصادي اتکا ستونزې هم جوړولی شي؛ ځکه په نړۍ کې د الماسو د تقاضا کمېدل د بوتسوانا انحصاري اقتصاد ته زیان اړوي. د سېلانیانو عواید د بوتسوانا په اقتصاد کې دویم او د مالي خدماتو ګټه او کرنه درېیم ځای لري.
د دغه هېواد د ناخالصو کورنيو تولیداتو بیه ۳۳ میلیاردو ډالرو ته رسېږي. دغه راز د بوتسوانا ۶ سلنه وګړي وزګار دي او ۳۰ سلنه کورنۍ د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
الماس، سره زر، سپین زر، مس، نکل، د ډبرو سکاره، مالګه، د خوراکي موادو پروسس، غوښه، چرم او چرمي شیان، لرګین شیان، ټوکران، برېښنا، استهلاکي شیان او لاسي کارونه د دغه هېواد په صنعت کې مهم رول لري.
د بوتسوانا یوازې ۱ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده. ۴۶ سلنه خاوره یې څړځایونو، ۴۷ سلنه ځنګلونو او ۶ سلنه غرونو، سیندونو، ښارونو او د هستوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده.
لرګي، پنبه، ږدن، وریجې، لوبیا، جوار، کونځلې، قهوه، سابه، مېوې، غوښه، لبنیات، هګۍ او سابه د بوتسوانا د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي. الماس، سره زر، سپین زر، نکل، مس، د ډبرو سکاره، اوسپنه او مالګه د دغه هېواد لوی کانونه دي.
د بوتسوانا د صادراتو ټوله بیه ۵ میلیارده ډالره او د وارداتو ټوله بیه یې ۶ میلیارده ډالره اټکل شوې ده. جنوبي کوریا، افریقا، اروپایې اتحادیه او زېمبابوې د دغه هېواد له لویو سوداګریزو شریکانو څخه دي.
دغه هېواد ۸۰ هوایي ډګرونه لري چې ۲۰ يې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د ټلیفون کوډ نمبر یې ۰۰۲۶۷ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې بي ډبلیو دی.
بوتسوانا دوه ټلوېزیونونه او پنځه راډیوګانې لري چې په ستسوانا او نورو ښارونو کې په انګلیسي ژبه خپرونې کوي. ټلوېزیون او دوې راډیوګانې یې دولتي او پاتې نور یې په خصوصي سکټور پورې اړوند دي.
بوتسوانا د افریقا او نړۍ له پرمختلونکو هېوادونو څخه دی. د دغه هېواد ۸۱ سلنه نارینه او ۸۰ سلنه ښځې په لیک او لوست پوهېږي. په دغه هېواد کې زده کړې له ۶ څخه تر ۱۵ کلنۍ پورې جبري دي. دولت او خصوصي سکټور دواړه د زده کړو په برخه کې کار کوي.
د ۱۸مې پېړۍ تر پایه د پچوا نالند یعنې اوسنۍ بوتسوانا اتو قومي ډلو د دغه سیمې په بېلابېلو برخو کې جلا جلا واکمنۍ درلودې. برېټانویان هغه لومړني خلک وو چې دا سیمه یې پچوا نالند ونوموله. دوی به دا سیمه د مرګ څلور لاره هم بلله، ځکه د جنوبي افریقا په منځنۍ برخه کې پرته وه او استعماري ځواکونو پرې تک راتګ کاوه.
اروپایان د ۱۹ مې پېړۍ په پیل کې دغه هېواد ته ورسېدل. د همدې پېړۍ په نیمایي کې بویریانو له جنوب او جنوب لوېدیځ لور څخه د جرمنیانو په مرسته په دغه سیمه یرغل وکړ او څو کاله یې هلته حکومت وکړ. په دې واکمنۍ کې تسوانا قوم د بویر ملاتړ کاوه، خو اندبله چې یو مهاجر قوم بلل کېدو د دې دواړو مخالفت کاوه او جګړې به هم پېښېدې. په ۱۸۹۴ کال کې د پچوا نالند دریو قومي مشرانو لندن ته سفر وکړ. دوی غوښتل چې د اندبله د ورځ په ورځ زیاتېدونکي ځواک په مقابل کې د برېټانیا مرسته تر لاسه کړي. دې مرستې پچوا نالند ته د برېټانویانو پښه خلاصه او د دوی پوځي ټولګي پچوا نالند ته ورسېدل.
له دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د پچوا نالند خلکو د نورو افریقایانو په څېر د خپلواکۍ لپاره مټې ونغاړلې، تر هغه وخت پورې دې سیمې ملي پلازمېنه هم نه درلوده او برېټانوي او سیمه ییز مشران به یې د جنوبي افریقا د میفکېنګ په ښار کې ټولېدل.
په ۱۹۶۰ کال کې برېټانویانو په پچوا نالند کې د سیاسي ګوندونو او سیمه ییز حکومت د جوړولو اجازه ورکړه. پچوا نالند د ۱۹۶۶ کال د سپټمبر په ۳۰ مه د کامنولیت په چوکاټ کې د بوتسوانا په نامه خپله پوره خپلواکي تر لاسه کړه او د کابرون ښار د پلازمېنې په توکه وټاکل شو. په همدغه کال کې بوتسوانا د ملګرو ملتونو د ټولنې غړیتوب هم تر لاسه کړ.
په ۱۹۷۰ کال کې په بوتسوانا کې د الماسو او مسو سترې زېرمې وموندل شوې چې د بهرنیو پانګه والو پام یې ور واړاوه او د هېواد د اقتصادي پرمختګ لار هواره شوه.
د ۱۹۷۰ کال په ټاکنو کې سرتسي خاما د خلکو ۶۰ سلنه رایې وګټلې او د هېواد د ولسمشر په توګه پاتې شو. په ۱۹۸۰ کال کې نوموړی مړ او ځاي یې ډاکتر کتومیل وینو چې مخکې د سرتسي خاما مرستیال و ونيو. د دغه هېواد د ۱۹۸۹ کال په ټاکنو کې د بوتسوانا د ولسواک ګوند مشر کتومیل ماسیره د دویم ځل لپاره او په ۱۹۹۴ کال کې د درېیم ځل لپاره د دغه هېواد او ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.
له دې وروسته کتومیل ماسیره استعفا وکړه او ځای یې فستوس کنته ونیو. موکایه د ۲۰۰۸ په اپرېل کې په لومړي ځل واک په سوله ییزه توګه سیتسي کامالان کاما ته وسپاره چې د بوتسوانا د خپلواکۍ غورځنګ د مشر او د دغه هېواد د لومړني ولسمشر سر سرتسي خاما زوی دی.
بوتسوانا په افریقا کې یو ګړندی پرمختلونکی هېواد بلل کېږي، خو د اېډز ډېرېدل او اداري فساد هغه ستونزې دي چې غوڅه مبارزه غواړي. اوس الماس، مس، نکل او د څارویو روزل د بوتسوانا په اقتصاد کې ستره ونډه لري. د ملګرو ملتونو د شمېرنو له مخې د بوتسوانا ۲۶ سلنه ځوانان په اچ ای وي اخته دي چې په نړۍ او افریقا کې دېر لوی رقم بلل کېږي.
د نړۍ د الماسو تر ټولو ستر شرکت په ۲۰۱۲ کال کې له لندنه بوتسوانا ته کډه شو چې هلته له نږدې څخه کار وکړي.
بوتسوانا او افغانستان په خپلو کې هېڅ راز سیاسي اړیکې نه لري. د افغانستان څخه تر بوتسوانا پورې د هوا له لارې فاصله ۷۷۳۲ کیلومترو ته رسېږي. همدا راز د کابل او کابرون تر منځ د وخت توپیر هم دوه نیم ساعته دی.