د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا وايي، د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو برخليک لا هم ګونګ دی او د ټاکنو کمېسيون پر کار لا هم جدي نيوکې موجودې دي.
د فيفا اجرايوي ريیس یوسف رشید ازادي راډيو ته ويلي چې حکومت او کمېسیون ډېر وخت ضایع کړی خو اوس چې د ټاکنو ڼېټه را نږدې کېږي یو نمایشي کار او لکه د تېرو ټاکنو په څېر لوبه تکراروي.
نوموړي زیاته کړې: «په دې ظرفیت ستونزمنه ده چې په دې سیسټم سره انتخابات تر سره کړو او ښه نتیجه دې ورکړي، خو که وغواړو چې دا سیستم یوازې د ګوندونو د غلي کولو لپاره ولرو ناممکنه ده».
د ولسي جرګې ټاکنو ته ۲۶ ورځې پاتې دي او د ټاکنو کمېسیون پر ټاکل شوي وخت د ټاکنو د تر سره کېدو خبره کوي.
د بایومټریک سیستم د دستګاوو او وسایلو لېږد، په اړه یې عامه پوهاوی، د ظرفیتونو جوړول، کارکوونکو ته د لازمو زده کړو ورکول، په کمېسیون کې د ډېټابېس ځای پر ځای کول هغه پړاوونه دي چې د څارونکو په باور لږ تر لږه دوه میاشتې وخت نیسي.
دا څارونکي وايي، پاتې کم وخت ته په کتو په لوړه بیه د بایومېټریک د وسایلو او دستګاوو اخیستل د افکارو د بدلولو پرته بله نتيجه نه لري.
د ګوندونو، حکومت او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون تر منځ له اختلافاتو وروسته کمېسيون تېره اونۍ ومنله چې راتلونکې ټاکنې به له بایومېټریک سیسټم په استفادې ترسره کوي، هغه غوښتنه چې په وروستیو څو میاشتو کې غیر عملي بلل کېده.
د ټاکنو کمېسيون هم باوري نه دی چې په ټاکنو کې دې حتماً بايومېټريک سيسټم وکارول شي. د دغه کمېسيون د وياند مرستیال ذبیح الله سادات وايي، که د بايومېټريک سيسټم وسايل پر وخت ور ونه رسېږي، دوی به مجبور شي چې ټاکنې د کاغذي تذکرو پر مټ وکړ.
سادات زياتوي: «له یوه جرمني شرکت سره خبرې شوې چې دا دستګاه او وسایل زموږ په واک کې راکړي، خو دې کمپنۍ ویلي چې دا سیستم زده کړې او وخت ته اړتیا نه لري، دا دستګاه د لسو ساعتونو لپاره چارج ساتي یو پاوربانک لري چې نورو وسایلو لکه پرنټر ته هم برېښنا ورکوي، یعنې موږ ستونزه نه لرو خو که په وخت موږ ته وسپارل شي، بیا هم هماغه شرط مطرح کوو چې د میزان ۲۸ دې له ځنډ سره نه مخ کوي موږ چمتو يو چې په دې ورځ ورڅخه استفاده وکړو».
د افغانستان د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل الرحمان اوریا وايي، لاهم ځینې پوښتنې شته چې حکومت یې باید د یوې کمېټې په رامنځته کولو ځواب کړي.
د نوموړي په خبره لا معلومه نه ده چې د کوم میکانېزم او کړنلارې له مخې به له یاد سیسټم نه ګټه اخیستل کېږي او څنګه یې باید څارنه وشي.
اوریا وايي، د دوی د معلوماتو له مخې د بایومېټریک د هغه سیسټم له مخې چې د ټاکنو کمېسیون یې د رایه ورکولو په ورځ د کارونې خبره کوي یو تن کولای شي چې څو ځایه خپله رایه وکاروي او دا چې د ورځې په پای کې کارول شوې تکراري رايې شمېرل کېږي او که باطلې اعلانېږي، لا معلومه نه ده.