شنبه, مارچ 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

چټ جي پي ټي (ChatGPT) څه شی دی؟

لیکوال: جاوید فرجام ‌نیا/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

مارچ 30, 2023
in تحلیل, لیکنې, معلوماتي
0 0

که تاسو د ټکنالوژۍ اړوند خبرونه او معلومات څاری، نو هرو مرو مو د چټ جي پي ټي (ChatGPT) نوم اورېدلی دی. له شور او ځوږه ډک روباټ، چې په دې ورځو کې یې د خلکو پام ځان ته اړولی دی. دغه روباټ پوښتنې کوونکو ته په خپلو حیرانوونکو او ځیرکانه ځوابونو او دغه راز د دقیقو او متفاوتو معلوماتو په ورکولو سره د انټرنېټ کاروونکي حیران کړي دي. بلخوا ددغه روباټ متفاوتو وړتیاوو خلکو او د تکنالوژۍ د برخې متخصصینو ته اندېښنې هم پیدا کړې دي.

که څه هم چې ددغه مقالې تر ژباړې پورې لا په افغانستان کې چټ. جي. پي. ټي کار نه کوي، خو ښه ده چې مخکې له مخکې یې په اړه معلومات ولرو. نو په دې مقاله کې به  ددغه روباټ د کار پر متفاوتوالي، ځیرکتیا، ګړندیتوب، محدودیتونو او اندېښنو خبرې وکړو او معلومات به درته وړاندې کړو.

ChatGPTڅه شی دی؟

چټ جي پي ټي یو روباټ دی، خو نه داسې روباټ، چې په ظاهري ډول انسان ته ورته لاس او پښې ولري. جټ جي پي ټي؛ د مصنوعي ځیرکتیا یو موډل دی، چې کولای شي د یوه انسان په څير خبرې اترې وکړي.کولای شو چې چټ کوونکی روباټ هم ورته و وایو. د هغه روباټونو په څېر، چې په ټولنیزو شبکو لکه؛ تلګرام او یا نورو وېب پاڼو کې د معلوماتو او خدمتونو د وړاندې کولو لپاره کارول کېږي.

اوپن‌اې ‌آی (OpenAI) شرکت  په ۲۰۲۲ کال کې دغه روباټ طراحي او د همدې کال په نومبر میاشت کې یې کار خلاص او فعالیت یې پیل کړ. اختصاري حروف یې له (Generative Pre-training Transformer) څخه اخیستل شوي دي، هغه ګنګس کوونکی عبارت، چې کیدای شي د مصنوعي ځرګتیا متخصصین پرې پوهېدای شي.

چټ جي پي ټي د چټ له نورو روباټونو سره څه توپیر لري؟

هغه څه چې دغه روباټ د چټ کولو له نورو روباټونو بېلوي؛ هغه د چټ جي پي ټي د زده کړې د وړتیا ډېروالی دی. دغه روباټ کولای شي، چې له انسان سره د خبرو اترو پر وخت لکه د یوه عالم انسان په څېر چلند کوي او د پوښتنې اړوند جامع او په تول برابر معلومات وړاندې کوي او ان دا چې خپلې تېروتنې هم مني. کولای شو و وایو چې، دغه روباټ د یوه ځیرک زده کوونکي په څېر په انټرنېټ کې پر شته معلوماتو سربېره، له خلکو هم زده کړه کوي او خپل معلومات زیاتوي. مانا دا چې یوازې معلومات نه وړاندې کوي، بلکې له تاسو هم زده کړه کوي او د خپلو معلوماتو زېرمه بډایه کوي.

اوپن‌اې ‌آی شرکت د خپل روباټ د ځیرکتیا د معلومولو لپاره له دغه روباټ څخه پوښتنه وکړه، چې د ۲۰۱۵ کال په کومه میاشت کې کریستف کلمب امریکا ته راغی. روباټ نه یوازې دا چې دغه ادعا رد کړه، بلکې په ځواب کې یې د ټوکې په ډول وویل، چې تاسو کولای شی وپوښتی، چې که په ۲۰۱۵ کال کې کریستف کلمب امریکا ته راغلی وای، نو غبرګون به یې څه و. یا په بل عبارت روباټ و توانید چې دغه فرضیه یا پوښتنه ناسمه ثابته کړي او تر څنګ د ټوکو په ډول د موضوع اړوند یو څه ور اضافه کړي.

د چټ جي پي ټي د کارونې ځایونه:

دغه پروګرام که څه هم چې  تر اوسه پورې د ودې په لومړیو پړاونو کې دی، خو کولای شو چې په اوس او راتلونکې کې یې پر احتمالي کارونې باندې بحث وکړو. له دغه روباټ څخه یوه ګټه اخیستل، لکه څنګه یې چې له نوم څخه معلومېږي، له خپلو مخاطبانو سره چټ او خبرې کول او د دوی پوښتنو ته جامع، قانع کوونکي او پر ټولو معیارونو برابر ځوابونه ورکول دي. مخاطبان؛ یعنې انسانان کولای شي د خپلو بېلابېلو پوښتنو ځوابونه ترې ترلاسه کړي. روباټ هم په انټرنېټ کې د شته سرچینو او هغه څه پر اساس خپل مخاطب ته ځواب ورکوي چې زده کړي یې دي. خو په زړه پورې دا ده چې تاسو ته درکول شوي معلومات بیخي طبیعي دي، یعنې تاسو هېڅ فکر نه کوی، چې تاسو له یوه روباټ سره خبرې کوی، خو له دغه روباټ څخه د ګټې اخیستلو کار یوازې دا نه دی، بلکې دغه روباټ ستاسو پوښتنو ته پر ځواب ورکولو سربېره کولای شي په زړه پورې هنري اثار هم وپنځوي. مثلاً یوه کاروونکي له دغه روباټ غوښتي چې دده لپاره یو في ‌البداهه هنري اثر وپنځوي. له روباټ څخه ددغه غوښتنې پایله په لاندې تصویر کې لیدلای شی.

په یوه بله بېلګه ددغه روباټ کاروونکي وایي، چې چټ جي پي ټي کولای شي کوډ لیکنه هم وکړي او یا دا چې پروګرام لیکونکو لخوا لیکل شوي کوډونه اصلاح کړي. بېلګه یې په لاندې تصویر کې وګورئ.

پر دې سربېره چټ جي پي ټي کولای شي، چې ستاسو له خوښې سره سمې او پر نړیوالو معیارونو برابرې مقالې او ستاسو د پوهنتون او ښوونځي اړوند کورنۍ دندې هم ولیکي. له دې ښکاري، چې موږ د رباټ له یوې پرمختللې بڼې سره مخ یو. له دغه روباټ څخه چې څومره ګټه اخیستل کېږي، په هماغه کچه یې د معلوماتو زیرمه هم زیاتېږي. ددې روباټ ځینې کار کوونکي په دې اند دي، چې چټ جي پي ټي په راتلونکې کې د ګوګل ځای نیولی شي او تر ګوګل به زر، دقیق او ستاسو غوښتنو ته نږدې نه، بلکې هغه څه به پر لاس درکوي، چې تاسو یې غواړی. تر ټولو په زړه پورې دا ده چې له دې روباټ څخه تر لاسه کېدونکي معلومات له اصلي سرچینې څخه کټ مټ کاپي نه بلکې یو نوي څه دي، چې بیلګه یې بل ځای نه پیدا کېږي. چې له دې سره مخاطب د کاپي رایټ له ستونزې هم خلاص دی. کیدای شي تاسو خپله هم تر اوسه پورې داسې مقالې، راپورونه او نور معلومات لوستي وي، چې هغه دې چټ جي پي ټي لیکلي وي، خو تاسو ور باندې پوه شوي نه یاست. ښې بېلګې یې هغه راپورنه دي، چې د امریکا په مشهورو ورځپاڼو نیویارک ټای

مز او نورو کې خپاره شوي، خو تر اوسه چا شک نه دی کړی، چې ګواکي دغه مقاله یا راپور دې چټ جي پي ټي لیکلی وي.

د چټ جي پي ټي محدویتونه:

له دې ټولو حیرانوونکو ځانګړنو سره سره دغه روباټ تر اوسه پورې ځینې محدودیتونه هم لري. د بېلګې په توګه؛ دغه روباټ نه شي کولای دوه اړخیزه پوښتنو ته ځواب و وایي. روباټ ددې پر ځای چې له تاسو څخه وغواړي، چې خپله غوښتنه مو یو څه واضح بیان کړی، یوازې انګېري چې ستاسو مطلب څه دی او د هغه اړوند معلومات درته وړاندې کوي. دغه راز دغه روباټ ځینې وخت ستاسو پوښتنو ته منسجم خو بې مانا ځوابونه ورکوي.

ځینې منتقدین وایي، دغه روباټ که څه هم چې کلمات په ډېر ښه ډول سره یو ځای کوي او ځوابونه تنظیموي، خو بیا پر دغه ځوابونو د پوهېدو او د خپلو ویلو درک نه لري. دوی وایي، یعنې ویلایو شو چې دغه روباټ یوازې کلمات سره پېیلای شي، خو له سم درک څخه یې عاجز دی.

د چټ جي پي ټي په اړه اندېښنې:

د چټ جي پي ټي سیالان:

که څه هم چې په دې وروستیو کې چټ جي پي ټي د خلکو په خوله دی، خو ځینې نور داسې روباټونه شته، چې د ځینو مشخصو کارونو د تر سره کولو لپاره هغه ته مراجعه کولای شو. د بېلګې په ډول: لکه یوچت (YouChat)، جاسپر (Jasper)  او چت‌سونیک (Chatsonic)، چې د چټ جي پي ټي سیالان یې بللی شو. کیدای شي دغه پورته ذکر شوي روباټونه د مشهور شوي چټ جي پي ټي پر وړاندې سیالي ونه شي کړای، خو دا چې ډېره ګڼه ګوڼه نشته ور باندې، نو کولای شی، چې د ځینو کارونو د تر سره کولو لپاره کار ترې واخلئ.

په لومړي سر کې له دغه روباټ څخه کار اخیستل وړیا و، ځکه چې جوړوونکو یې غوښتل چې ډېر خلک یې وکاروي او نیمګړتیاوې یې په ګوته کړي. خو له یو څه وخت وروسته یې پر کارولو فیس وضع کړ. که څه هم چې تر اوسه پورې له دې روباټ څخه په افغانستان کې ګټه نه اخیستل کېږي، خو که تاسو د نړۍ په نورو هېوادونو کې ژوند کوی، کولای شئ د میاشتني ټاکلي فیس په بدل کې ترې ګټه واخلی.

له کله چې دغه روباټ پر کار پیل کړی دی، نو د ټولو هغو کسانو پام یې ځان ته اړولی، چې انټرنېټ کاروي. جلب توجه یې دومره ډېره وه، چې یوازې په دوو میاشتو کې یې د کاروونکو شمېر ۱۰۰ میلیونو تنو ته ورسېد. ټیک ټاک بیا په لومړي سر کې په نهه میاشتو کې ۱۰۰ میلیون کاروونکي پیدا کړي و.

په چټکۍ سره د دومره کسانو جلبول ددې لامل شول، چې په نړۍ کې د تکنالوژۍ اړوند لوی شرکتونه هم ځان وخوځوي. مایکروسافټ لومړنی شرکت و چې د چټ جي پي ټي د جوړوونکو تر اغېزې لاندې راغی.

اوپېن اې آی شرکت غواړي چې په راتلونکو کلونو کې د خپل شرکت پر لوی والي او د چټ جي پي ټي پر پیاوړتیا لس میلیارده ډالر ولګوي. د دوی موخه دا ده چې له دې تنکالوژۍ څخه باید د ژوند په هره برخه کې کار واخیستل شي او د کاروونکو کارونه اسانه کړي. مایکروسافټ به هم له چټ جي پي ټي څخه په ګټې اخیستنې د پلټنې د (بېنګ Bing) موټر د پیاوړي کولو لپاره کار واخلي.

بل ستر سیال یعنې ګوګل هم په پام کې لري، چې د (Bard) په نوم چټ جي پي ټي ته ورته یو ځیرک روباټ جوړ کړي. دغه روباټ به له ګوګل سره تړلی او له مایکروسافټ سره به سیالي وکړای شي. که څه هم چې تر اوسه پورې یې کاروونکي له پایلو خوښ نه دي، خو جوړوونکي یې وایي، له سختو هڅو وروسته به وتوانېږي، چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې له خپلو سیالانو وروسته پاتې نه شي.

نوټ: د ټکنالوژۍ د برخې متخصصین په دې اند دي، چې ددغه ډول مصنوعي ځيرکتیا او روباټونو جوړېدل او پرمختګ که له یوې خوا خلکو ته اسانتیا برابروي، خو له بلې خو له میلیونونو کسانو څخه د خولې مړۍ اخلي. ځکه هغه کارونه چې پخوا به خلکو د ډېرو پیسو په بدل کې کول او د ځان لپاره به یې روزي ګټله، اوس به یې دغه ډول ځیرک روباټونه په لږ وخت او د کمو پیسو په بدل کې کوي.

Share11Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In