پنجشنبه, جولای 30, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د هرات تورې ډبرې په لومړي ځل امریکا ته صادرې شوې

    هېواد کې د تراکتور او کرنیزو ماشینونو د تولید طرحه تایید شوه

    بې‌پولې ډاکټران: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي

    یونیسف: وچکالۍ ځپلو کورنیو ته مو د پاکو اوبو سیستم جوړ کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د هرات تورې ډبرې په لومړي ځل امریکا ته صادرې شوې

    هېواد کې د تراکتور او کرنیزو ماشینونو د تولید طرحه تایید شوه

    بې‌پولې ډاکټران: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي

    یونیسف: وچکالۍ ځپلو کورنیو ته مو د پاکو اوبو سیستم جوړ کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د سیاسي ګوندونو ناظرین: د ټاکنو کمېسیون هنګرونه د رایو د پلور او پېر په بازار بدل شوي

جنوري 6, 2019
in افغانستان
0 0

د کابل د رایو د بیا شمېرنې بهیر د رایو د پلور او پېر پر بازار بدل شوی دی. احزاب او پر ټاکنو ځینې څارونکې ادارې وایي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په هنګرونو کې د رایو بیا شمېرنه روانه ده، خو دغه پروسه له پراخ فساده ډکه ده. د سیاسي ګوندونو د ناظرینو په خبره، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې نه دی بریالی شوی چې تېرې ټاکنې په سمه توګه مدیریت کړي او اوس یې د بیا شمېرنې په بهیر کې پراخ فساد ته زمینه برابره کړې ده.

د سیاسي ګوندونو ناظرینو، چې د کابل د ولسي جرګې د رایو بیا شمېرنې پر پروسه یې څارنه کوله وايي، د ټاکنو کمېسیون ځینو کمېشنرانو په دې بهیر کې له مفسدو او متقلبو کسانو ملاتړ کاوه. دوی چې پرون یې په ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې، د ټاکنو کمېسیون تورن کړ چې د رایو بیا شمېرنه یې د ټاکنو د مهندسۍ لپاره پیل کړې ده او په لوی لاس یې فساد ته زمینه برابره کړې ده.

د سیاسي ګوندونو استازي ادعا کوي چې د رایو له بیا شمېرنې مخکې، صندقونه پرانیستل شوي وو، د پایلو اصلي پاڼې ترې لرې شوې دي او داسې ښکاري چې ډېری صندقونه د یوه ځانګړي کاندید په ګټه له سره ډک شوي وو. دوی همدا راز وايي چې له پرله پسې شکایتونو سره سره د ځينو صندقونو رایې د یوه ځانګړي کاندید په ګټه حساب شوې دي.

په ورته وخت کې د کابل د رایو بیا شمېرنې بهیر کې د مدني ټولنو ناظرین هم ادعا کوي چې د ټاکنو کمېسیون ځینو کمېشنرانو د ځینو نوماندانو له ناظرینو، چې په فساد کې یې لاس درلود ملاتړ کاوه. د دوی په خبره، هغه کسان چې د رایو په بیا شمېرنه کې د درغلیو او فساد په تور نېول کېدل، د ځينو ځانګړو کړیو په همکارۍ بېرته خوشي کېدل او د رایو بیا شمېرنې په پروسه کې شاملېدل.

د سیاسي ګوندونو یوه څارونکي  سیف الرحمان حبیبي په خبري غونډه کې وویل: «ډېری صندقونو ته هلته د ټاکنو خپلواک کمېسیون په هنګرونو کې د پایلو لیک (ریزلټ شیټ) جوړ شوی دی. ډېری صندقونه هلته ډک شوي دي. له ورایه ښکاري چې د یوه مشخص کاندید لپاره په یوه قلم رایې پکې کارېدلې دي.» دده په خبره، له سندونو سره سره ډېری صندقونه باطل شوي نه دي او رایې یې په ډېټابېس کې ثبت شوې دي.

د ولسي جرګې ډېرو غړو هم په پرونۍ غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو په مدیریت کې ناکام و. د دوی په خبره، نږدې دوه نیمې میاشتې له ټاکنو واوښتې، خو لا هم د کابل پایلې نه دي اعلان شوې او د ځینو ولایتونو د ټاکنو اعلان شوو پایلو هم ناندرۍ را ولاړې کړې دي.

بل پلو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وايي چې ښايي د کابل نیمايي رایې له سره وشمېرل شي. د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات ویلي چې په کابل کې به د نږدې ۳۰۰ مرکزونو رایې تفتیش او له سره وشمېرل شي. دده په خبره، له دغه کاره یې موخه د ټاکنو د شفافیت تامین او د درغلیو مخنیوی دی. هغه زیاته کړې چې د رایو د تفتیش په پروسه کې به د سیاسي ګوندونو استازي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون استازي، د ټاکنو د څارونکو بنسټونو استازي او د نوماندانو ناظرین ګډون وکړي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم ویلي چې استازي به یې د رایو بیا شمېرنې په دې پروسه کې ګډون کوي.

د کابل د رایو بیا شمېرنې په پروسه کې د مدني ټولنو استازي بیا وایي چې د کابل د ټاکنو په هکله دې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه عملي شي. د دوی په خبره، په کابل کې د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال او وروسته د رایو د بیا شمېرنې پر مهال پراخه درغلي شوې ده، چې د سمو او ناسمو رایو بېلول یې اسانه کار نه دی. دوی ټینګار کوي چې په کابل کې دې له سره ټاکنې او د خلکو حقوقو ته دې درناوی وشي.

Tags: featured
Share12Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د هرات تورې ډبرې په لومړي ځل امریکا ته صادرې شوې

جولای 29, 2026

هېواد کې د تراکتور او کرنیزو ماشینونو د تولید طرحه تایید شوه

جولای 29, 2026

د امریکا او اسراییل مشرانو سره وليدل

جولای 29, 2026

د اوکراین او ایران خارجه وزیرانو پر ايراني بېړۍ د اوکراين د برید په اړه تليفوني خبرې وکړې

جولای 29, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In