اساسي قانون د فرعي قوانینو تنظیموونکی او مور بلل کېږي. په ټولیز ډول اساسي قانون د سیاسي اصولو جوړښت، سلسله مراتب او د یو دولت سیاسي واکمني بیانوي. دغه قانون د ولس او وګړو د حقوقو تضمینوونکی دی. هېڅ قانون باید له اساسي قانون سره په ټکر کې رامنځته نه شي.
همدارنګه اساسي قانون د حاکم نظام د صلاحیتونو، حدودو او قدرت تعینوونکی دی. اساسي قانون د اتباعو او ولس د حقوقو څرنګوالی او د درې ګونو قواوو لکه اجرائیه، مقننه او قضایه دندې او مسوولیتونه د ملت پر وړاندې تعینوي. په اساسي قانون کې نور موارد لکه پلازمېنه، ملي سرود(د ملت د یووالي غږ)، بیرغ( د هېواد د شرایطو مطابق رنګونه چی هر رنګ یې ځانګړی مفهوم لري)، ملي نښه(د هېواد هغه نښې او نښانې پکې ځای پر ځای کېږي چې د مذهبي، ملي او تاریخي شیانو استازیتوب وکړي) او نور اقتصادي، فرهنګي او د بهرني سیاست اصولو ته پکې پاملرنه کېږي.
افغانستان د معاصر تاریخ په ترڅ کې د شاه غازي امان الله خان له (اصول نامې یا نظام نامې) څخه تر اوسه کابو ۸ اساسي قوانینه تجربه کړي. د افغانستان اوسنی اساسي قانون که څه هم ځینې نیمګړتیاوې لري او تعدیل ته یې اړتیا لیدل کېږي، خو بیا هم د سیمې او نړۍ په کچه یو غني او معتبره قانون ګڼل کېږي.
د بشر له پیدایښته ځینې قواعد او اصول موجود وو چی انسانانو یې پر اساس خپلې ورځنۍ حقوقي چارې پرمخ بېولې. په نړۍ کې یونان هغه هېواد دی چې له ۴۲۰ کلنو راهیسې اساسي قانون تجربه کوي او خپل دغه قانون یې د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې خوندي کړی دی.
هغه هېوادونه لکه (ډنمارک، ناروې، سویډن، فنلنډ، جرمني او نور) چې قانون پکې حاکم دی، اتباع یې له ښه ژوند څخه برخمن دي، نو ځکه د قانون پلي کول د حکومت لومړیتوب ګڼل کېږي.
د یو با ثباته او قانونمند افغانستان په هیله