کامرون شمال ته له چاد جهیل، ختیځ ته د چاد له جمهوریت، لوېدیځ ته له نایجیریا او جنوب ته له کانګو ګابون او استوایي ګیني سره ګډه پوله لري.
د دغه هېواد جنوبي او منځنۍ سیمې د استوا له کرښې سره د ګاونډیتوب له امله ډېرې تودې دي. په عمومي توګه د کامرون هوا توده- لنده ده او ډېر اورښت پکې کېږي.
دغه هېواد د استوا د کرښې په شمال کې پروت دی، له همدې امله یې جنوبي برخې په ډېرو استوایي ځنګلونو پوښلې دي او هوارې ځمکې یې د کرنې وړ دي. ډېر خلک یې په همدې جنوبي سیمو کې مېشت دي او په ځمکو کې یې غلې دانې، قهوه او کېلې ښه حاصل کوي.
کامرون غرنی هېواد دی، د غرونو لړۍ یې په منځنیو او لوېدیځو برخو کې غځېدلې دي. د دغو غرونو لړۍ د نایجیریا او کامرون ترمنځ پرته ده چې دواړه هېوادونه سره بېلوي.
د دغه هېواد پلازمېنه د یائونډه ښار دی، نفوس یې څه باندې ۲۳ میلیونو ته رسېږي چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۴۳ کسان ژوند کوي.
د دغه هېواد ۶۵ سلنه وګړي په ښارونو او ۳۵ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې مېشت دي. د کامرون د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې د ۴ ماشومانو د درلودو اجازه لري.
کامرون د اداري وېش له مخې په ۱۰ ولایتونو وېشل شوی دی. دوالا، یونیدي، بیمنډا، کوسراي، مکولو او بریتووانا یې مهم او مشهور ښارونه دي.
په دغه هېواد کې څه د پاسه ۲۰۰ قومي ډلې ژوند کوي. په جګو سیمو کې یې ۳۳ سلنه تور پوستي، ۲۰ سلنه استوايي بانتو، ۱۱ سلنه کیردي، ۱۰ سلنه فولاني فولبه او پاتې نور یې افریقایان او هاوسا بولو بانک نژاده وګړي ژوند کوي.
رسمي ژبې یې انګلیسي او فرانسوي دي، خو لیکدود یې لاتیني دی.
د کامرون د حکومت ډول جمهوري دی. اساسي قانون یې د ۱۹۷۲ ز کال د مې په ۲۰ مه نافذ شوی چې د همدغه کال د جون په دویمه، د ۱۹۹۶ ز کال په جنوري او د ۲۰۰۸ ز کال په اپرېل کې پرې بیاکتنې شوې دي.
په دغه هېواد کې ولسمشر د خلکو په خوښه د اوو کلونو لپاره ټاکل کېږي. ولسمشر یې د اساسي قانون د وروستي تعدیل له مخې څو ځلې کار کولای شي او ټاکنه یې هېڅ محدودیت نه لري. د کامرون لومړی وزیر او د کابینې ټول وزیران د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي.
د دغه هېواد ولسي جرګه ۱۸۰ غړي لري چې د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره کار کولای شي. ولسمشر یې کولای شي چې د ولسي جرګې د کار موده زیاته یا کمه کړي. د مشرانو جرګه یې بیا ۱۰۰ غړي لري چې ۷۰ یې د ښاروالیو د شوراګانو او ۳۰ یې د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي او د پنځو کلونو لپاره کار کوي. په دغه هېواد کې رایه ورکول عمومي او د رایې ورکولو سن پکې ۲۱ کاله ټاکل شوی دی.
د کامرون حقوقي نظام د فرانسې د مدني قانون پر بنسټ کار کوي، ستره محکمه او د عدالت لویه محکمه د دغه هېواد لوړ قضایي ارګانونه دي.
د کامرون د خلکو ولسواک غورځنګ، د کامرون ولسواک اتحاد، د جمهوریت د ساتنې غورځنګ، ټولنپاله ولسواکه جبهه او د ولسواکۍ او پرمختګ ملي اتحاد یې مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.
د ۱۹۶۰ ز کال د جنوري په لومړۍ یې له فرانسې څخه خپلواکي واخیسته. د مې ۲۰مه هر کال په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي.
دغه هېواد د ۱۹۶۰ ز کال د سپټمبر په ۲۰ مه د ملګرو ملتونو ترڅنګ، د ډېرو نړیوالو ټولنو غړیتوب هم تر لاسه کړ.
کامرون د تېلو د زېرمو او ښو کرنیزو ځمکو د درلودو له امله په افریقایي هېوادونو کې ښه ځای لري، خو له دې سره سره بیا هم هغه ستونزې لري چې نور وروسته پاتې هېوادونه ورسره مخ دي، لکه: د سړي سرکلني عاید ټیټه کچه، د ملي شتمنیو ناسم وېش، ډېر لوړ اداري فساد، د ټولنیزو خدماتو لږوالی او د کورنیو او بهرنیو پانګو د جلبولو لپاره قانوني، حقوقي او اداري ستونزې. په دغه هېواد کې د اقتصاد اساسي چارې د برېټانوي، فرانسوي، امریکایي او الماني پانګوالو په ولکه کې دي. په کامرون کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ښه امکانات نشته. له ۱۹۹۰ ز کال راپه دېخوا د دغه هېواد د ای اېم اېف نړیوال بانک د هغو پروګرامونو په پلي کولو پیل کړی دی چې غواړي د سوداګرۍ د پراختیا لپاره پانګه پیدا کړي، د کرنې په سکټور کې حاصلات ډېر او ملي پانګونه بیا په پښو ودروي. د کامرون د دولت د کمزورې ادارې او ډېر اختلاس له امله دا هدفونه تر اوسه نه دي تر لاسه شوي او ای اېم اېف د دغه هېواد پر حکومت فشار زیات کړی، څو اصلاحات رامنځته کړي.
د دغه هېواد د سړي سرکلني عاید کچه ۱۲۱۷ ډالرو ته رسېږي او ۳۰ سلنه کورنۍ یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د اومو تېلو ایستل او چاڼ، د اوبو برېښنا، خوراکي توکي، سپک استهلاکي شیان، د کوچنیو او منځنیو بېړیو ترمیم، ټوکران، لرګي، کیمیاوي مواد، برېښنا، المونیم، ګوګړ او لاسي کارونه یې مهم صنعتي تولیدات دي.
د کامرون ۱۸ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده، ۶ سلنه خاوره یې څړځایونو او پاتې نوره یې ځنګلونو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۷۰ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۲۰ سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.
قهوه، خرما، پنبه، لرګي، ربړ، چای، تنباکو، مېوې، سابه، غوښه، لبنیات او هګۍ د دغه هېواد د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي.
سره زر، سپین زر، المونیم، بوکسیټ، د اوسپنې ډبرې، تېل او ګاز یې مهم کانونه دي. اېټالیا، هسپانیه، فرانسه، هالنډ، جرمني، امریکا، چین او هند د دغه هېواد لوی سوداګریز شریکان دي.
دغه هېواد ۱۳۰۰ د اورګاډي پټلۍ او ۴۰ هوایي ډګرونه لري چې ۱۵ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د ټلیفون کوډ نمبر یې ۰۰۲۳۷ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې سي اېم دی چې ۸ لکه وګړي یې انټرنېټ ته لاسرسی لري.
د کامرون دولت د دغه هېواد رسنۍ تر ډېره کنټرولوي. د دغه هېواد د راډیو ټلوېزیون شرکت ۴ دولتي او ۵ خصوصي ټلوېزیونونه لري او د دې ترڅنګ په دغه هېواد کې ۵ ورځپاڼې، ۵۰ اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ هم شته چې په انګلیسي او نورو سیمه ییزو ژبو خپرونې کوي.
کامرون د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید له پلوه، د افریقا وروسته پاتې هېواد دی. د دغه هېواد ۸۰ سلنه خلک په لیک او لوست پوهېږي. زده کړه پکې له ۶ نه تر ۱۴ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده.
د کامرون اوسنۍ خاوره د بانتو د قوم د استوګنې ځای دی. دا خلک له میلاد څخه ۲۰۰ کاله مخکې د دغه هېواد په ختیځو او جنوبي څنډو کې مېشت شوي دي.
پرتګالیان هغه لومړني اروپایان وو چې په ۱۵ مه پېړۍ کې د ننني کامرون خاورې ته ورسېدل. هغه وخت په دې سیمه کې د مرېیانو سوداګري ډېره پرمختللې وه. په ۱۴۷۲ ز کال کې پرتګال فرناندو پوی په هغه سیند چې ډېر میګو کبان یې درلودل، کامارونس نوم کېښود. کامارونس په پرتګالي ژبه همدغو کبانو ته وایي. دغه نوم وروسته بیا په کامرون بدل شو. د کامرون خاورې ته د فولاني قوم لېږد، د دې سیمې له اقتصادي پرمختګ سره ډېره مرسته وکړه.
فولانیانو د کامرون په مرکزي او شمالي سیمو کې د اراماوا کورواکه واکمني جوړه کړه چې خلک یې پر کرنه او لاسي کارونو بوخت وو.
پرتګالیان ډېره موده په کامرون کې پاتې نه شول. د ۱۹مې پېړۍ په پای کې المانیان کامرون ته ورسېدل، المانیانو د ۱۸۸۴ ز کال په جولای کې د کامرون د ساحلي سیمو له ځینو قبایلي مشرانو سره داسې تړونونه لاسلیک کړل، چې د پرتګالي واکمنۍ لمن محدوده او پر دغه هېواد باندې د المان اغېزه او واکمني یې پیاوړې کړه. د برلېن د ۱۸۸۵ ز کال غونډې کامرون د المان د خاورې یوه برخه وباله، خو قبایلي مشرانو د اداماوا سیمه چې خپله واکمني یې درلوده او د برېټانیا د پاملرنې وړ وه، په نوي تړون کې شامله نه کړه. دا سیمه تر ۱۸۸۴ ز کال پورې کورواکه وه.
په ۱۸۹۷ ز کال کې د یوې قبیلې مشر د الماني نیواک پر ضد پاڅون وکړ. که څه هم چې دغه خونړي پاڅون څلور کاله دوام وموند، خو په کامرون کې یې د المانیانو لاسوهنه پای ته ونه رسوله. له دې وروسته ځینې کامروني قبایلو او قومونو بیا بیا د المان پر ضد راپاڅېدل او دغه هېواد ته یې سرخوږی پیدا کړ. په ۱۹۰۲ ز کال کې کامرون رسماً د المان په مستعمره بدل شو.
د لومړۍ نړیوالې جګړې په وخت کې فرانسوي او برېټانوي پوځونو پر کامرون یرغل وکړ. فرانسویانو د کامرون ۷۵ سلنه خاوره ونیوه او پاتې نوره یې د برېټانویانو لاس ته ورغله.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د کامرون نوم نشته، نو له همدې کبله دا دواړه هېوادونه په خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري. له افغانستان څخه تر کامرون پورې د هوا له لارې فاصله ۶۳۸۰ کیلومترو ته رسېږي. دغه راز د کابل او یائونډه ښارونو ترمنځ د وخت توپیر هم درې نیم ساعته دی.